نظــر

د افغان حکومت لخوا د طالبانو د ویش هڅي / زیارمل حقیار

ليکوال : زيارمل حقيار

د کابل حکومت لخوا د طالبانو د ویش هڅې د ۲۰۱۰ م کال نه راپدې خوا په ډیرې تیزی سره رواني دي خو لا تر اوسه دغو هڅو د طالبانو په لیکو کې څه خاص اثر نه دی پريښی، اولنی هڅه یې په ۲۰۱۰ م کال کي وه هغه وخت چي ملا برادر او د طالبانو ځیني لوړ رتبه مشران په پاکستان کي بندیان وه د افغان حکومت په درخواست د ملا برادر په شمول ۳۳ کسه چې د طالبانو په لیکو کې مهم کسان وه، خوشې شول د افغان حکومت هدف دا وه چي ملا برادر به راضی کړي چي کابل ته راشي سره د هغو مسؤلینو چې په پاکستان کې بندیان وه او هغوی ته به د اسلامي امارت په نامه د یو ګوند په صفت په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورکړي او آهسته آهسته نور هغه طالبان چې د جګړې څخه ستړي شي نو د ملا برادر په ګوند کې به مدغم شي پدې شکل به امارت په دوه امارتونو وویشل شې چې رسمي به یې د ملا برادر په مشري او غیر رسمي د ملا صاحب محمد عمر په مشری وي دغه هڅه د حزب اسلامي د ویشلو په هکله هم روانه وه چې د هغوی په مقابل کې دغه پروسه کامیابه شوه حتی چي اوس د حکمتیار صاحب په مشری مخالف حزب اسلامي هم په رسمي حزب کې مدغم شو، اما د طالبانو په مقابل کې دغه هڅه ناکامه شوه.

کله چې د افغان حکومت اوله هڅه ناکامه شوه دوهمه هڅه یې پیل کړه او په ترکیه کې حامد کرزي د طالبانو لخوا شړل شوي کس معتصم آغا جان سره وکتل معتصم آغا جان په طالبانو کي مهم کس وه هغه وخت وشړل شو چي نوموړي د طالبانو د مشرتابه د مشورې پرته خپل سري کارونه شروع کړل او تر څنګ یې په مالي برخه کې په خیانت تورن شو. معتصم آغا جان په طالبانو کې د بلي ډلې جوړولو هڅه وکړه او په دوبی او ترکیه کې یې ځیني تسلیم شوي طالبان راټول کړل تر څو په یو مکانیزم باندی کار وکړي خو د طالبانو د مشر ملا صیب لخو اعلامیه صادره شوه چې معتصم آغا جان د ابد لپاره د امارت له صف څخه ویستل شوی نو ځکه د معتصم آغا جان هڅو هم نتیجه ورنه کړه دریمه هڅه په ۲۰۱۲ م کال کي پیل شوه تر ۲۰۱۳ م کال پورې روانه وه، غربیانو او د کابل حکومت ددې هڅه کوله ترڅو حقاني ډله د طالبانو څخه جلا کړي نو د همدې هدف لپاره یې هڅه وکړه چي د حقاني شبکې مشر ښاغلي سراج الدین حقاني سره مذاکرات وکړي خو د دغو هڅو مقابل کې سراج الدین حقانی صوتي اعلامیه صادره کړه او پکې یې اضافه کړل( زه د اسلامي امارت یو نظامي قومندان یم که څوک غواړي خبرې وکړي هغه دې د اسلامي امارت سیاسي کمسیون سره په ارتباط کې شي زه د امارت د اجازې پرته د خبرو کولو اجازه نه لرم).
د کابل ادارې او امریکایانو دغه مشترکه هڅه هم د ناکامۍ سره مخ شوه.

څلورمه هڅه چې تر تولو خطرناکه هڅه وه او ددې امکان وه چې طالبانو تحریک دې بلکل لمنځه ولاړ شي دغه هڅه د افغان ملي امنیت، پاکستان ای ایس ای او د امریکا استخباراتي شبکو لخوا په لاره واچول شوه کوم چې په سیمه کې د داعش پیدا کول وه،

پلان داسې وه: پاکستان غوښتل تر څو د داعش په منځته راتلو سره تحریک طالبان پاکستان په دوه ډلو تقسیم شي بله داچې جنګ به د افغانستان داخل ته نقل شي ځکه د TTP ډیری کسان په افغانستان کې اوسیدل. پاکستان تقریباً په خپل هدف کې کامیاب شو، همداراز د افغانستان ملي امنیت او د امریکا استخباراتي شبکو دا فکر کوه چې افغاني طالبان به په دوه برخو تقسیم شي یوه ډله به یې داعش سره یو ځای شي او بله به یې د اسلامي امارت سره پاتي شي، کله چې دا کار وشي نو طالبان او داعش به په خپلو کې په جنګ مصروف شي، د طالبانو قوت به داعش سره په جنګ کې کمزوری شي او حکومت ته به د پراخو عملیاتو زمینه برابره شي نو د همدې هدف لپاره یې په مختلفو سیمو کې خپل کسان مؤظف کړل چې د داعش بیرغونه پورته کړي تر څو هغو کسانو ته د امارت په مقابل کي د بغاوت کولو جرئت ورکړي کومو چي د امارت سره په څه موضوعاتو کې اختلاف درلود او یا هم امارت د کوم جرم د ارتکاب له وجهې په کور کښینولي وه خو د داعش د ظلومو له وجهي نه یوازي طالبان کمزوري نه شول بلکي د ولسي ملاتړ له وجهې طالبان نور هم قوي شول.

د افغان حکومت وروستی حربه د ملا صاحب محمد عمر مجاهد د وفات وروسته پیل شوه صورت د مسئلې داسې وه چې د امارت په صفوفو کې د ګوتو په شمار کسان وه چې دوی د افغان حکومت سره د یو ځای کیدو هیله لا د پخوا درلوده خو د ملا صاحب په شتون کې یې د سرکشی جرئت نشو کولای دا هغه کسان وه چې د ملا صاحب د وفات خبر يې پاکستات ته ورکړ چې بیا پاکستان دا خبر افغان حکومت ته واستوه چې په نتیجه کې یې د طالبانو د مشر د وفات کیدو راز افشا شو دغه کسان ملا منان نیازی او بل ملا محمد رسول وه.

دغه کسان افغان حکومت د ملي امنیت شبکې او بیا د معتصم آغا جان په وسیله تمویل او د طالبانو په مقابل کې یې ودرول د ملا رسول ډلې د بزرګنمایې لپاره چې خلکو ته یې لویه ډله وښایې شپه او ورځ رسنیو تبلیغات پیل کړل چې تر ننه روان دي دغه ډله چې تعداد یې په ټول افغانستان د سلو کسانو څخه نه اوړې اوس کوشش کوی تر څو د طالبانو څخه د جدا شوې ډلې په نوم رسما حکومت کې داخل شي او د غربي نظام تر سیوري لاندې ژوند اختیار کړي

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

بارک الله
په قلم مو برکت شه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x