افغانستان

دوستم شبرغان فتح کړ، ساعي په تیښته بریالی شو

دهیواد په شمال کې دولسمشر کرزي او جنرال دوستم  څو ورځنۍ شخه شولانګه بالاخره ددوستم په ګټه پای ته ورسیده ، په جوزجان کې دارګ محلي نماینده ( والي ) همدا نن خپل څوکۍ پریښوده او مخ په کابل یې خپلې کړې.

له دې سره دوستم یوځل بیا خپل هماغه دریځ ته ستون شو  لکه د نجیب دحکومت په پای کې یې چې په شمال کې په بغاوت  سره  دمرکزي حکومت لینګي لړزولي وو .

دوستم په دې اقدام سره یوځل بیا دکرزي ، ارګ او ټول مرکزي حکومت پوزه په خاورو وموښله ، او خپل شنګ یې ښه په نره ورته وښود ، د والي محمدعالم ساعي له تیښتې وروسته جوزجان دارګ  نه بلکې عملا  دجنبش په لاس کې دی .

تراوسه نه ده معلومه چې جنرال دوستم به خپل دعوه نورو ولایاتو ته هم پراخه کړي او کنه ، مګرداچې داځل په مزار کې دنوموړي یو ستر رقیب عطامحمد نور واکمن او ځواکمن دی ، ګومان نه کیږي چې دوستم دې په مزار کې دورته بغاوت  فکر وکړي .

د جوزجان د والی محمدعالم ساعي په سر  دکرزي او دوستم شخړې وښوده ، چې کرزي ته هسې چپن وراغوستل شوې ، نه یې واک شته اونه  یې په فرمان  څوک پیاز  خوري ، څو ورځې وړاندې دوستم  په جوزجان کې دنوموړي په ترټولو لوړپوړي نماینده  والي باندې برید وکړ ، خو کرزي  ورباندې داعتراض جرأت هم ونه کړ .

کرزي پرون وویل چې جوزجان ته یې حقیقت یاب پلاوی لیږلی ، خو محمدعالم ساعي چې کابل ته رسیدلی رسنیو ته ویلي چې نه ورته له مرکز نه پلاوی راغلی ، او نه یې چا غم خوړلی ، نوځکه یې دقرار په ځای فرار ته ترجیح ورکړې او کابل ته یې عقب نشیني کړې ده .

دې پيښې وښوده چې دبهرنیانو له وتلو سره  دمرکزي حکومت سلطه او اجرائیوي ځواک  په بشپړه توګه له منځه تللی ، نوځکه  محلي جګړه ماران یوځل بیاد یاغیتوب او باغیتوب سندرې وایي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx