ټولنیزه برخه

د برایان تریسي پنځوس خوږې خبرې

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ له خطره پرته ګټه کول، له خطره پرته تجربه کول، له هڅې پرته مکافات اخیستل، دې ته پاتې کېږي، پرته له دې چې وزېږېږئ، د ژوند کولو تمه لرئ .

۲ ـــ پر ځای د دې چې پلورونکی واوسې، یو زړه خوږی مشاور واوسه، هغه مهال پلور خپله را منځته کېږي .

۳ ـــ تاسو د یوه وینا کوونکي په توګه دنده لرئ، چې اورېدونکي وهڅوئ، چې د مخکې په پرتله په خپل فکر کولو کې بدلون را منځته کړي او ستاسو د خوښې وړ چلند ترسره کړي .

۴ ـــ ستاسو د ژوند څرنګوالی، له وخت څخه ستاسو د غوره ګټه اخیستنې د مدیریت له څرنګوالي سره تړاو لري .

۵ ـــ په ځان باندې باور د یوه فرد تر ټولو په زړه پورې ځانګړتیا ده؛ مګر یو کس څنګه کولای شي، چې ستاسو په وجود کې ستر والی وویني، چې مخکې مو خپله نه وي لیدلی ؟

۶ ـــ که کوم کار چې دم ګړۍ یې ترسره کوئ، تاسو د خپله موخې لوري ته نه نږدې کوي، نو له خپلې موخې څخه ستاسو د لرې کولو په حال کې دی .

۷ ـــ بریالي کسان تل د هغې موکې په لټه کې دي، ترڅو له نورو سره مرسته وکړي او ناکام کسان تل دا پوښتنه کوي، چې ماته څه را رسېږي ؟!  

۸ ـــ زموږ تر ټولو ارزښتمنه شتمني د ګټې ترلاسه کولو وړتیا ده، نه هغه پیسې چې ترلاسه کوو یې . وړتیا له منځه نه ځي، مګر ښایي پیسې او شتمني څو څو ځله له لاسه لاړې شي .

۹ ـــ د انسان وړتیا دومره زیاته ده، چې کولای شي، سل هم مهالي ژوندونه ولري . موږ کولای شو هر څه زده کړو او په هرڅه باندې پوه شو .

۱۰ ـــ روزنه د بریا کیلي ده، مګر دا چې سخته او ډېر وخت ته اړتیا لري، نو ډېری انسانان لټان دي او زده کړې ته ارزښت نه ورکوي .

۱۱ ـــ نه یوازې نن باید هوښیارانه کار وکړو، بلکې باید هوښیارانه او سخت کار وکړو، ترڅو شتمني او بریا مو په برخه شي .

۱۲ ـــ په ژوند کې د کلمو ارزښت ډېر مهم دی، ښې کلمې غوره سوچونه را منځته کوي .

۱۳ ـــ بریالي کسان د حل په لارو تمرکز کوي، مګر منځني کسان د هغه چا په اړه فکر کوي، کوم چې ستونزه یې را منځته کړې ده .

۱۴ ـــ ګټونکي هغه کسان دي، چې  اوږد فکر کوي او منځني کسان لنډ او سطحي فکر کوي .  

۱۵ ـــ بریالي کسان ستر او سخت کارونه ترسره کوي، مګر منځني کسان د هوسا او عادي کارونو په لټه کې دي .

۱۶ ـــ موږ هر یو باید شل کلنه نقشه ولرو او د اقتصادي ستونزو په اړه د فکر کولو پر ځای، خپلو موخو ته د رسېدو له پاره کوټلي ګامونه پورته کړو .

۱۷ ـــ هغه کسان چې مالي مهارتونه لري بریالي دي، تاسو باید په ورځ کې لږ تر لږه د اقتصاد او پانګونې په اړه دوه ساعته مطالعه وکړئ .

۱۸ ـــ د ډېری بریاوو راز پشتکار او پایښت دی، باید له ځان سره ژمنه وکړې، چې هېڅکله به نه شاته کېږې، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږې .

۱۹ ـــ په ځان باندې باور باید دومره لوړ وي، چې هېڅ څیز یې مخه ونه شي نیولای .

۲۰ ـــ د بریالي پلور له پاره باید د اړیکو او ارتباطاتو شمېر زیات کړئ .

۲۱ ـــ د نه اورېدو له امله مه خواشيني کېږئ، نه یانې پیسې .

۲۲ ـــ هغه کسان چې ډېرې نه ګانې تر لاسه کوي، ډېرې هو ګانې هم اوري .

۲۳ ـــ بریالي پلورونکي په خپل محصول، کار او شرکت باندې مین دي .

۲۴ ـــ یوازې موخه دا نه ده، چې پلور وکړې، بلکې په پیل کې باید وګورې، چې دا مشتري ستا محصول ته اړتیا لري او که نه .

۲۵ ـــ په پلور کې باید لومړی اعتماد جوړونه وکړئ .

۲۶ ـــ نننۍ ټاکنې ستاسو د راتلونکي ژوند کیفیت جوړوي . تېر پرېږدئ او د خپلې راتلونکې د جوړونې په اړه فکر وکړئ .

۲۷ ـــ موږ باید بدلون وکړو، که چېرې بدلون ونه کړو، نو د ژوند کنټرول به مو له لاسه وتلی وي .

۲۸ ـــ د راتلونکې د تسخیر له پاره، باید له اوسنیو خوندونو څخه لاس واخلو .

۲۹ ـــ له اصلي یونلور څخه کږېدل، زموږ د ماتې تر ټولو ستر لامل دی .

۳۰ ـــ کوچني، ساده او هوسا کارونه مه ترسره کوئ، ځکه چې ورو ـــ ورو ورسره روږدي کېږئ . له سختو او سترو کارونو څخه ګټه واخلئ .

۳۱ ـــ بریالي کسان هغه کارونه ترسره کوي، چې د پایلو پوتناشیل یې ډېر لوړ وي .

۳۲ ـــ د ټولو کارونو له پاره تل طرحه ولرئ، تر څو وکولای شئ، خپل اقدامونه په چټک ډول ترسره کړئ .

۳۳ ـــ په کار کې د بریا له پاره تر ټولو غوره تګلاره داده، چې خپل افکار د کاغذ پرمخ ولیکئ .  

۳۴ ـــ که چېرې یو عادي انسان وتوانېږي، په خپل ځان کې دا عادت را منځته کړي، چې خپل کارونه په واضح ډول د لومړیتوب له مخې جدول بندي کړي او مهم کارونه په چټک ډول ترسره کړي، کولای شي له یوه نابغه څخه، چې ډېرې خبرې کوي او غوره نقشې جوړوي، مګر لږ کار کوي، مخکې شي .

۳۵ ـــ د کاغذ پرمخ فکر وکړئ ! تل د لېست له مخې کار وکړئ . په دې ترتیب خپله به هم حیران شئ، چې کارونه مو څومره ډېر شوي دي .

۳۶ ـــ هغه څه چې کولای شي، له تاسو سره ډېره زیاته مرسته وکړي، هر څه چې وي، د خپلې موخې په توګه یې په پام کې ونیسئ، د ترلاسه کولو له پاره یې طرحه جوړه کړئ او پرته له ځنډه په خپلې طرحې باندې کار پیل کړئ .

۳۷ ـــ د هر کار له پیل څخه مخکې، له ځانه وپوښتئ : د دې کار ترسره کول یا نه ترسره کول به زما په ژوند باندې اوږد مهالی اغېز ولري ؟  

۳۸ ـــ لاس په کار شئ ! همدا نن تر ټولو مهم کار یا پروژه چې باید بشپړه شي وټاکئ او پرته له ځنډه کار پیل کړئ .

۳۹ ـــ ستونزې موږ نه شي درولای، بلکې روزنه راکوي .

۴۰ ـــ ټلویزیون مه ګورئ او هغه وخت خپلې کورنۍ، مطالعې، ورزش او د هغه کار ترسره کولو ته ورکړئ، چې د ستاسو د ژوند له پرمختګ سره مرسته کوي .

۴۱ ـــ هره ورځ خپل ځان ته ووایئ : یوازې نن چمتو کېږم او خپله ورځ په سخت کار سره پیلوم له هغه اغېز څخه چې دا تګلاره یې ستاسو په ژوند باندې ښندي، ډېر به حیران شئ .

۴۲ ـــ که چېرې دوه مهم کارونه په مخکې لرئ، لومړی هغه کار چې تر ټولو ستر، سخت او مهم وي ترسره یې کړئ، ځان موظف کړئ، چې پرته له ځنډه لاس په کار شئ او دومره استقامت وکړئ ، تر څو کار پای ته ورسوئ، مخکې تر دې چې د بل کار په ترسره کولو لاس پورې کړئ .

۴۳ ـــ د خپلو عادتونو، خوب او خوراک د انرژۍ کچه په ځیر سره وڅېړئ، د خپلې انرژۍ او تندرستۍ د کچې د لوړولو له پاره خپله هوډ وکړئ او لاندې پوښتنو ته ځواب ورکړئ :
ـــ له خپلو بدني فعالیتونو څخه کوم یو یې زیات کړم ؟
له خپلو بدني فعالیتونو څخه کوم یو یې کم کړم ؟

۴۴ ـــ د دې له پاره، چې یو ښه ملګری ولرئ، یو ښه ملګری واوسئ .

۴۵ ـــ که چېرې غواړئ، چې په نورو باندې اغېز وښندئ، تاسو هم باید له نورو څخه اغېزمن شئ .

۴۶ ـــ په ژوند کې هر پرمختګ په یوه فکر پیلېږي .

۴۷ ـــ د هر تصمیم په اړه چې نیسۍ یې یو احتمال ورکړئ، چې ښایي ماتې هم وخورئ، نو وړاند وینه وکړئ، چې په دې صورت کې څه کول اړین دي ؟ .

۴۸ ـــ د دې له پاره چې ګټه مو زیاته شي، ډېر څه زده کړئ .

۴۹ ـــ د وخت مدیریت یوه وسیله ده، چې کولای شي تاسو له هغه ځای څخه چې یاستئ، هغه ځای ته چې غواړئ واوسئ ورسوي .

۵۰ ـــ ننني بریالي کسان هغه دي، چې له خپلو رقیبانو څخه ډېر پوهېږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x