ټولنیزه برخه

یو ساعت د ټول توپیر لامل دی

لیکنه: براین ټریسي

ژباړه: مشتاق رحیم

تاسې چې څومره وس او توان درلود هغه مو په هغه څه لګولي چې اوس مو زده دي- له دې ځایه وړاندې چې تاسې هر پرمختګ کوئ د هغې دپاره اړ یاست چې تاسې یو څه نوي زده کړئ او بیا هغه په عملي ډګر کې په کار واچوئ-

په ټول پاتې ژوند کې زدکړې ته ژمن شئ

د ژوند د هرې برخې د رهبرانو او بریاليو خلکو یو ګډ خاصیت د هغو دوامداره شخصي او مسلکي پرمختګ ته ژمنتیا ده- دوي ته ځان د دوي په خپل لاس جوړ موجود ښکاري (یعني داسې فکر نه کوي چې دوي همداسې رسیدلي وو)او ورته ځان تل تر کار لاندې (چې لا پوره جوړ شوې نه وي او کار پرې روان وي) موجود ښکاري- دوي کله هم په خپل ځان غره او یا هم له خپل ځان څخه راضي کیږي نه- دوي تل د علم او پوهې نوې لوړو ته د رسیدو هڅه کوي-

په پنځه کلونو کې لوړ ځاې ته ورسیږه

ایرل نایټینګل ډیر کلونه پخوا ویلي وو چې ستاسې د خوښې برخه کې د ورځې یو ساعت لوست هغه څه دي چې تاسې ورته اړتیا لرئ- ستاسې په مسلک کې د ورځې یو ساعت لوست تاسې په دریو کلونو کې د خپل مسلک لوړ دریځ ته رسوي- د پنځو کلونو په اوږدو کې به تاسې په ملي کچه په خپل مسلک کې د یو پوه او رسیدلي سړي ځاې خپل کړئ- په اوو کلونو کې به تاسې په خپل مسلک کې په نړیواله کچه یو له هغو د سر خلکو څخه شئ-

هر هغه څه چې مخې ته درځي ولوله

د خپل مسلک په اړه هر هغه څه چې مخې ته درځي ولوله- د کتاب ټولنو (کلوپونو) کې ځان ثبت او په د هغې غونډو کې ګډون وکړئ- د خپل مسلک اړونده یو شخصي کتابتون جوړ کړئ- د خپلو زدکړو په اړه په ځان بخیلي مه کوئ-
اصل کې که تاسې نن دا پریکړه وکړئ چې د خپلې ګټې درې سلنه به په ځان د پانګونې دپاره وکاروئ، دغه روپۍ به د خپل شخصي او مسلکي پرمختګ دپاره یې وکاروئ، نو ډیره شونې ده چې تاسې به کله هم د پیسو په اړه فکر کولو ته اړ نه یاست.

په کال کې ۵۰ کتابونه ولولئ

که تاسې د ورځې یو ساعت په خپل مسلک کې لوست وکړئ نو تاسې به کابو په اونۍ کې یو کتاب ولولئ-د اونۍ یو کتاب لوستل په دې مانا چې تاسې کال کې ۵۰ کتابه لوستې شئ- او د کال ۵۰ کتابه لوستلو سره به تاسې وکړې شئ چې په را روانو لسو کلونو کې ۵۰۰ کتابونه ولولئ-

د پیسو ګټونکو د ډلې د سر ۱٪ خلکو په ډله کې ځان ورګډ کړئ

که تاسې د میاشتې یو کتاب ولولئ نو دا به تاسې زمونږ د ټولنې د پیسې ګټونکو خلکو د سر ۱٪ وګړو په ډله کې ور ګډ کړي- خو که تاسې په اونۍ کې یو کتاب، په کال کې ۵۰ کتابونه ولولئ نو دا به تاسې یو له ټولو ډیر لوستي، هوښیار، وړ او له ټولو لوړ معاش اخیستونکو له ډلې وګرځوي- دوامداره لوست به ستاسې ژوند په ټولیزه توګه بدل کړي-

عملي تمرین

تاسې لاندې دوه کارونو په کولو سره ترمخه وړاندې شوې لارښونې عملي کولې شئ:
لومړې، د خپل شا او خوا بریالیو خلکو څخه د هغو د خوښې د کتابونو په اړه وړاندیزونه ترلاسه کړئ- هره سلا چې دوي درکړي، ژر لاړ شئ او هغه کتابونه واخلئ، هغه کور ته یوسئ، او د یو ساعت دپاره هره ورځ د کار د پیل څخه ترمخه یې په لوست پیل وکړئ-

دویم، کله چې کتابونه لولئ نو د مهمو مالوماتو تر لاندې نخښې وکړئ او یاداشتونه واخلئ ترڅو له دغو مالوماتو او نوې زدکړې څخه په عملي ژوند کې کار واخلئ- دغه نوې زدکړې مو ژر تر ژره پلي کړئ- د ښو مالوماتو په اړه یو ډول نه یو ډول عملي ګام پورته کړئ- تاسې به په خپل مسلکي ژوند کې له دې کار له کبله شوي بدلون ته حیران پاتې شئ –

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x