افغانستان

د انګلستان د دفاع وزیر: افغانستان زمونږ لپاره ویتنام دی

brithish soldeir

“په افغانستان کې اوږدې جګړې بریتانیا هغسې وارخطا کړې، لکه څنګه چې د ویتنام جګړې د امریکا جګړییز مورال کمزوری کړی وه”.

دا د انګلستان د دفاع وزیر (فلیپ هامنډ) خپلې څرګندونې دي.

نوموړي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل:

“په داسې حال کې چې په افغانستان کې زمونږ ماموریت د بشپړیدلو په حال کې دی، جګړه ځپلې بریتانیا د خپل ویتنام څخه سخته کړیږي”.

بریتانیا هوډ لري چې د راتلونکي کال تر پایه پورې په افغانستان کې خپل ټول سرتیري بیرته انګلستان ته ورستانه کړي.

انګلستان د امریکا هغه کلک ملاتړی وه چې په ۲۰۰۱ کال کې ئې پر افغانستان په نظامي حمله او د طالبانو د حکومت په له مینځه وړلو کې له امریکا سره اوږه په اوږه برخه واخیسته.

له هغه وخته تر اوسه پورې د بریتانیا حکومت د خپلو ۴۴۴ سرتیرو وژنه، او د زرهاوو سرتیرو ټپي کیدنه منلې ده. خو طالبان دا احصائیه نه مني او وايي چې د بریتانویانو د مرګ ژوبلې شمیره د هغې څو چنده زیاته ده کومه چې تر مطبوعاتو رارسیږي.

فلیپ هامنډ ومنله چې په افغانستان کې له طالبانو سره د اوږدې جګړې تلفاتو د بریتانیا دا اراده کمزوري کړې چې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي.

د انګلستان د دفاع وزیر، چې د هلمنډ په بوسشن نظامي اډه کې ئې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل:

“تاسو کولای شئ دې ته د ویتنام نوم ورکړئ، کله چې یوه جګړه د مدت او تلفاتو له لحاظه تر هغې اندازې زیاته شي چې توقع ئې کیږي، په دې وخت کې ئې پرضد د عامو خلکو غبرګون رامینځ ته کیږي”.

د یادونې وړه ده چې امریکا د ویتنام په جګړه کې درې لسیزې ښکیل وه، بالآخره په ۱۹۷۵ کال په ډیر شرمناک ډول په شاتګ ته اړ شوه. هامنډ وايي که غرب په افغانستان کې پر وخت اقدام کړی وی، د افغانستان جګړه به دومره نه وای غځیدلې.

که څه هم په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه خپل تلفات ډیر کم ښيي، خو د بریتانوي چارواکو له څرګندونو داسې معلومیږي چې بهرنیانو په افغانستان کې ډیر سخت درانده ګذارونه خوړلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x