افغانستان

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند او تشريفاتو رييس وټاکل شول

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، غبرګولي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني له اوږد ځنډ وروسته خپل وياند او د تشريفاتو نوی رييس اعلان کړل.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د چارو ادارې په وړانديز او د ولسمشر غني په امر محمد هارون چخانسوري د ولسمشر وياند او مختار الله مختار د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشريفاتو رييس ټاکل شوی دی.

د ولسمشر نوی ټاکل شوی وياند خپلې لوړې زده‌کړې د استراليا سډني پوهنتون څخه په عامه اړيکو او ادره کې ترلاسه کړي، په نړيوال بانک، غير دولتي او دولتي موسسو کې د کار دوولس کلنه تجربه لري.

همدا رنګه د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشريفاتو نوی رييس مختار الله مختار په سوداګرۍ او اداره کې ماستري لري او پخوا يې د اشرف غني په مشرۍ د انتقال بهير کې کار کړی او له هغې وروسته يې د کليو او پراختيا وزارت کې هم کار کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ درې مرستيال وياندويان لري او څارونکو پر ولسمشر نيوکې کولې، چې درې مرستيال وياندويان لري او تر اوسه د يو وياند د ټاکلو توان نه لري.

ولسمشر ملي شورا او د خلکو استازو ته ډاډ ورکاو، چې په لنډه موده کې به خپل وياند وټاکي، مګر د ویاند د دندې د ځنډولو لامل يې نه څرګنداو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x