بګرام

پر بګرام هوايي اډه توغندیز بريدونه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): تېره شپه پر بګرام هوايي اډه توغندیز بريدونه شوي دي چې د تلفاتو کره حال يې نه دی څرګند شوی.

طالبانو د بريدونو مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې پر بګرام هوايي اډه يې تېره شپه دوه ځلې بریدونه وکړل.

د طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوی ملګرو تېره شپه شاوخوا دوه بجې پر بګرام هوايي اډه توغندي وتوغول چې درانه تلفات يې اړولي.

خبرپاڼه کاږي: «له بریدوروسته دننه په اډه کې داورونو لمبې پورته شوې او د امبولانسونو غږونه اوریدل کیدل.»

تر اوسه د بهرنیانو مطبوعاتي څانګې د دې بريدونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د