افغانستان

د لوګر پر استيناف محکمې ډله‌ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، غبرګولي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د لوګر ولايت مقام ته څېرمه د استيناف محکمې پر ودانۍ ډله‌ييز بريدونه روان دي.

د لوګر د استيناف محکمې سرچينې وايي، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال بريدګر پر محکمه ډزې کوي.

سرچينه زياتوي، چې امنيتي ځواکونو هم ځوابي ډزې پيل کړي دي.

تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

دا بريد په داسې حال کې کيږي، چې تېره اوونۍ هم طالبانو د غزني پر استيناف محکمې او څارونوالۍ ډله ييز بريدونه کړي وو.

طالبانو ويلي ويلي و، چې په دغه بريد کې يې ديارلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

په روانه میاشت کې دا څلورم برید دی چې د قضايي ارګانونو په منسوبینو ترسره کیږي. دوه اونۍ وړاندې هم د کابل ښار د کمپنۍ له پله سره نږدې د میدان وردګ ولایت د استيناف محکمې د کارکوونکو پر بس چاودنه شوې وه، چې له امله یې لږ تر لږه لس تنه ووژل شول.

له هغې څو ورځې وړاندې يې د هرات د استيناف محکمې رييس په بريد کې وژلی و.

طالبانو وروسته له هغه د محاکمو غړي او څارنوالان خپل نظامي اهداف وټاکل چې تېره میاشت حکومت پنځه طالب بنديان اعدام کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x