خدايه! خير – محيب رحمتي

بيا به جوړ غوبل شي

بيا به ويني وبهېږي

بيا به ډېري ميندې بوري

ډېري خوندي به شي وراري

ډېر به يتيمان شي

ډېري ناوې به شي كونډي

له ځينو به سر غوڅ كړي

ډېر به ژوندي ورك شي

په جوماتو كي به غوغا شي

د پلرو به سترګي سرې وي

وي به هم بې وسه

زړه به يې دردېږي

ټوله سيمه كي به وير وي

اسمان به هم خفه خفه وي

لمر به هم راسره ژاړي

د ورېځو لاس به ونيسي وه مخ ته

خدايه! خير، خدايه! خير

جلاد بيا توري ته لاس كړ

محيب رحمتي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.