افغانستان

بریتانوي قومندان: بهرنیان دې لا زیاتو بریدونو ته انتظار باسي

nato kill

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مرستیال قومندان ویلي چې نړیواله ټولنه دې په راتلونکو څو میاشتو کې د طالبانو له خوا لا زیاتو بریدونو ته آماده اوسي.

لوړپوړي بریتانوي پوځي چارواکي لیفټیننټ جنرال نایک کارټر د جمعې په ورځ له رویټرز سره په مرکه کې د اوړي موسم ته په اشارې ویلي: “مونږ باید په نړیوالو ځواکونو او بهرنیو افرادو باندې د طالبانو بریدونو ته منتظر اوسو”.

سږکال طالبانو خپل پسرلني عملیات د خالد بن ولید په نامه اعلان کړل. تیره اونۍ طالبانو د کابل نړیوال هوايي ډګر د څلورو ساعتو لپاره محاصره کړی وه او د هوايي ډګر په داخل کې ئې د بهرني ځواکونو په اډو بریدونه کول.

بهرنيان په داسې حال کې خپل سرتیري له افغانستان څخه باسي چې پر وړاندې ئې د طالبانو په بریدونو کې هیڅ کمښت نه دی راغلی او ورځ تر بلې زور اخلي، خو ناټو ادعا کوي چې طالبان ئې ځپلي او نور د بریدونو توان نه لري.

د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو له نن څخه ۱۲ کاله مخکې د سپتمبر د پیښو د غچ په موخه په افغانستان برید وکړ او یوه لسیزه ئې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جګړه روانه وساتله.

خو اوس چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو لپاره چمتووالی نیسي، ناټو دې ته خوشحاله ده چې د دوی تر وتلو وروسته افغان ځواکونه د جګړې ښه وړتیا لري او کولای شي  د خارجي ځواکونو پرځای تر اوږدې مودې پورې له طالبانو سره وجنګیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x