کندهار: رازق د پولیسو په اړه د والي څرګندونې عقدوي بللې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د دې ولایت د والي څرګندونې عقدوې بللې دي او توند غبرګون يې ښوودلی دی.

څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزیر کندهار ته په سفر لاړ، چې د کندهار والي ورته د خپل سرو زندانونو او د پولیسو د بد چلند شکایتونه وکړل.

د کندهار والي د کورنیو چارو زیر تاج محمد جاهد ته له دې سر وټکاوه چې په کندهار کې پولیس د دوی له کنټروله وتلي او د ولسي وګړو په ځورولو، زنداني کولو او ان وژلو کې ځانونه خپلواک بولي.

د کندهار امنیه قومندان چې د بشري حقونو مخکښ سرغړوونکی بلل کېږي د کندهار د والي خبرې عقدوي بولي خو په څنګ کې د پولیسو سرغړونې هم مني.

رازق چې پخپله او د ده ورور هم شخصي زندانونه لري، مني چې پر وینا يې کله کله ځينې پولیس له قانونه سرغړونې کوي چې د ده پر خبره د هغوی هم پوښتنه شوې ده.

امنیه قومندان له یوې سیمه ییزې راډیو سره په خبرو کې د والي هغه څرګندونې چې پولیس، شخصي زندانونه لري، خلک تښتوي او په چور او تالان کې برخه وال دي عقدوې بللې دي.

د امنیه قومندان او والي تر منځ ستونزه وروسته له هغه را پورته شوه چې د میوې د نوي مارکېټ چارې پیل شوې، رازق وايي چې دغه مارکېټ د ښاروالۍ ۲۵ سلنه ونډې سره د ده په خبره ناقانونه جوړېږي.

د والي او او امنیه قومندان تر منځ د ستونزې د هواري لپاره قومي شوراګانو هم مداخله کړې خو ښکارې چې لا هم پر ځای پاتې دي.

ياده دې وي رازق او هغه ته نږدې کسان په کندهار کې د تښتوونکو، قاچاقبرانو او لوټمارو کلک ملاتړي بلل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د