لوګر – دویم تعقیب: نوی څارنوال د دندې له پیل نیم ساعت وروسته ووژل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): په لوګر کې د استیناف محکمې پر ودانۍ ډله ییز بريد کې د دې ولایت نوی څارنوال هم وژل شوی دی.

د لوګر ځايي چارواکي وايي چې بريدګرو نن سهار شاوخوا یوولس نیمې بجې د محکمې پر ودانۍ بريدونه پیل کړل، چې د دوی په خبره اوس جګړه پای ته رسېدلې.

د لوګر امنیتي سرچينې وايي چې په دې بريد کې څارنوال محمد اکرام نجات هم وژل شوی، چې د دندې د پیل يې یوازې نیم ساعت تېر شوی و.

څارنوال محمد اکرام نجات

څارنوال محمد اکرام نجات

محمد اکرام نجات تر بريد نیم ساعت وړاندې د لوګر د څارنوال په توګه دنده پیل کړه، خو یاد بريد کې يې ژوند له لاسه ورکړ.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي چې برید دم ګړۍ پای ته رسېدلی خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

ياده دې له استیناف محکمې سره څېرمه د ولایت مقام او د څارنوالۍ ودانۍ هم موجودې دي چې تر اوسه يې د تلفاتو او په اړه څه نه دي ويل شوي.

تر اوسه د دې بريد مسوولیت چا نه دی منلی، خو طالبانو تېره اوونۍ په غزني کې د استیناف محکمه تر بريد لاندې ونیوه او دا يې په څرخي پله کې د خپلو زنداني ملګرو د غچ لړۍ بللې ده.

وروسته له هغه چې طالبانو په پلازمېنه کابل کې د ملي امنیت ریاست اړوند پر لسم ریاست برید وکړ او لسګونو دولتي کارکوونکو ته يې مرګ ـ ژوبله واړوله، افغان حکومت د دې برید په غچ کې د څرخي پله شپږ تنه زندانیان اعدام کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د