افغانستان

کوچیان د بدخشان ایلبندونو ته د تلو هوډ نه لری

همایون بابر: د کندوز ولایت کوچیان هرکال د پسرلي په شپو ورځو کې کله چې آبدان دښته کې ورشوګانې،اود پسرلې واښه په ختمیدوشي خپل څاروي او کډي بدخشان ولایت ته د څارویو د اذوقې موندنې په نیت  باروي ځکه  بدخشان په شمال ختیزکې هغه ولایت دی چې   پراخ څړځایونو او دښتې لری.

خوسږکال داسې ښکارې چې په بدخشان کې د شته ستونزو او خنډونو له کبله کوچیان د خپل همېشنۍ هوډ اوعادت  نه راوګرځې.

 کوچیان وايي په بدخشان کې د یوشمیر زورواکانو او خپلسرو ټوپک سالارانو لخوا دوی ته په څړځایونو کې د څارویو څړولو اجازه نه ورکول کیږي ،  دوی وایی که چیرې هلته  څاروې څروي نو باید سېمه ییزو خپلسرو وسلوالو ته پیسې اوځینې وخت د باج په نوم څو څاروي ومني.

په کندوزکې د کوچیانو امر بارکزی مخلصیار وايي، سږکال کوچیان بدخشان ته په څړځایونوکې د پرتوخنډونو اوننګونو له مخې د تلو اراده نلري نوموړي دعوه کوی چې په بدخشان کې د بصیر خالد په نامه یوتن ځایی پخواني جهادی قوماندان خپلو کسانو ته ویلې چې کوچیانو ته باید د پیسو او څارویو په بدله کې د څړځایونو څخه د ګټې اخستو اجازه ورکړل شي.

په یاد ولایت کې د کوچیانو چارو ادارې مشر وايي په وار وار يي یاده ستونزه له یوشمیر لوړپوړو چارواکوسره شریکه کړی خو تراوسه پورې په اړه يي عملې اقدام ندی ترسره شوي.

کوچیان بدخشان ولایت ته د نه تلو دویم لامل د کندوز ولایت نه ترتخار پورې د عمومې سړک دواړو غاړوته  ځای ځای هغه شاړې ځمکې چې  د ځايي خلکولخوا په کرنیزو ځمکو باندي اړول شوي په ګوته کوي.

 کله چې د کوچیانو رمۍ د سړک دواړو غاړو شنو فصلونو ته خوله اچوي خلک له کاروانچیانو سره جنجال اوشخړې کوي چې کله ناکله لفظې شخړې په فزیکې نښتو اوړی کوچیان چې د خپل عادت له مخې کیلومټر واټنونه په پښو وهی چمتو نه دی چې د ګاډو او لاریو پرمټ څاروی بدخشان ته ولیږدوی چې  له یوې خوا د دوی دعادت خلاف عمل دی اوبل لورته غیراقتصادي  ورته تمامیږی.

له بل لورې بیا کوچیان په کندوز او تخار ولایتونوکې هم د یوشمیر زورواکه کسانو لخوا ګواښل کیږې او په مالچرونو کې ورته د څارویو د څړ اجازه نه ورکول کیږې.

کوچیان وایی چې د دوی څړ ځایونه ټول د یوشمیر ټوپک سالارانو لخوا غصب شوی دې.

۲۷ کلن هیکل چې د کندوز ابدان شنه دښته کې په سخت باد کې د خپل سپي اولکړې سره خپله رمه پیوله وویل، کوچیان ړانده چرګان دی زمونږپه نوم مرستې پرلاره  تالاکیږي مونږ نه پوهیږو چې څه روان دی . هغه زیاته کړه ” زه همدلته را لوي شوي یم، خو زور واکان موپه دغه دښته کې نه پریږدی، په زوره مو شړي، دلته اوبه نشته د څاګانو لپاره يي برمې وهلې خو اوبه نلري.”

هیکل وايي مونږ هم ددی خاورې بچیان یو د هیواد لپاره مو سرښندنې کړی په ابدان کې کوچیان اوبه غواړي اوبس.

مخلصیاروايي چې د ولسمشرله  مرستیالانو څخه  یوتن ته په عسقلان دښته کې د کوچیانو او مالدارانو عامه څړځای  په کرنیز څیړنیز فارم باندی اړولولپاره د ۲۰۰ جریبه (۴۰هکټاره) ځمکې اوږدمهاله (۳۵کلن) قرارداد ورکړي چې  کوچیانو يي په اړه مخالفت وښود، بلاخره له کابله د کشالې  نږدی نه څيړنې اوڅارنې  په موخه د ولسې جرګې کوچیانو وکیلانو په ګډون لوړ پوړی پلاوي راغۍ، دهغوي موندونو په ډاګه کړه چې  عسقلان د کوچیانوملکیت دی نو هماغه وچې قرارداد فسخه شو خوتراوسه په رسمې ډول مونږته اطلاع نده رارسیدلې.

 په افغانستان کې په تیره یوه لسیزه کې د ځمکوغصب موضوع ډیرو خلکوته په یو سرخوږی اوښتې چې کوچیان هم تری خلاص ندي ځینې وختونه کوچیان د ځمکو غصب په تړاو په شخړوکې ښکیل شوي چې له امله یی دواړه متخاصمو خواوو ته مرګ ژوبله  اوښتې ده.

خو دا یوازې د کندوز کوچیان نه دي، چې د څړځایونو د غصب، د ښوونې او روزنې، روغتیايي سیارو کلینیکونو، د صحي اوبو او نورو امکاناتو د نشتوالي څخه سر ټکوي؛ بلکې د افغانستان په شمال کې د نورو ولایتونو کوچیان هم د ورته ستونزو سره مخ دي، چې ښه بیلګه یې د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کوچینان دي.

د هغوی په سلګونه هکټاره څړځایونه د ځايي زورواکانو لخوا په زراعتي ځمکو اړول شوي او کوچیان  په ځنګله کې هم د څارویو څړولو ته نه پریږدی، چې په پایله کې یې اوس د هغو سیمو کوچیانو خپل څاروي هم له لاسه ورکړي او زراعتي ځمکې هم نه لري، چې له امله یې اوس د ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي، نو که حکومت د کوچیانو ستونزې همداسې نا حله پریږدي او د هواري هڅه یې ونه کړي نو هغه ورځ لرې نه ده، چې په هیواد کې د مالدارۍ دود له منځه لاړ شي، چې دا بیا د هیواد په مالدارۍ او اقتصاد منفي اغیز کوي، نو حکومت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

همایون بابر
09/05/2013

176.74.176.167

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x