نظــرپیښې او دریځونه

له افغانانو سره باید د زیربنايي پروژو په رغولو کې مرسته وشي

عبد الرحیم ثاقب

د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې د سلمابند پروژې بشپړیدل زمونږ د جګړه ځپلي هیواد د اقتصادي اوت ولیدي خودکفايي په لاره کې یوښه ګام دی.

د سلما بند پروژه چې د مرحوم داود خان د واکمنۍ په مهال یې د جوړیدو اساس کیښودل شوی و د تیرو څلورو لسیزو د سیاسي او پوځي تحولاتو له کبله نا تکمیله پاتې وه.

اوس چې دا مهمه زراعتي او اقتصادي پروژه د هند هیواد په بلاعوضه مرسته تکمیل شوې د ټولو افغانو په زړونو کې یې امیدونه او هیلې را زیږولې.

د هند هیواد چې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو په ډله کې ۵ مقام لري له یادې پروژې پرته يي په نورو برخو کې هم مرستې کړې ، خو په دې پروژه کې د هغوي کومک له شکه پرته چې له ټول افغان ولس سره یوه حیاتي مرسته ده .

هند له افغانستان سره په پوځي برخه کې هم مرسته کړې خو هغه داسې مرستې دي چې د افغانانو په وژلو، د هغوي د کلیو په ړنګولو او د هغوی د زیربنايي پروژو په له منځه وړلو کې ترې استفاده کیږي.

اما د بند سلما غوندې په زراعتي او تولیدي پروژه کې مرسته کول له افغانانو سره دهغوي د یوې مهمې زیربنايي پروژې په جوړولو کې عمراني مرسته ده چې ټول افغان ولس به د دغې عمراني مرستې له کبله د هند د خلګو احسان منونکي وي.

د سلما بند له بشپړیدو وروسته اوس باید دولت د نورو مرستندویه هیوادونو په مرسته د نورو دغه ډول رغنیزو پروژو په احداث او پلي کولو کې اقدام وکړي.

زمونږ ګران افغانستان چې د طبیعي زیرمو له کبله یو ترټولو غني هیواد دی په خپلو بیلابیلو سیمو کې د اوبو د بندونو بند جوړ ولو معینې حوزې لري چې اوس په هغو حوزو کې د بندنو د نه موجودیت له کبله زمونږ د هیواد په میلینونو متره مکعبه روانې اوبه زمونږ له ګټې پرته همداسې ګاونډیو هیوادونو ته روانې او هغوی تري د خپلو هیوادونو په انکشاف تري استفاده کوي.

اوس باید په لومړي قدم کې دولت د سلما بند له تکمیل شوې پروژې څخه سمه او پرځای استفاده وکړي ، د هغې لپاره د ابو لګولو مناسب کانالونه ، د ضرورت وړ ښارګوټي او د تولیدي بریښنا د ویش لپاره مطلوب سب ستیشنونه مهیاء کړي.

باید د سلما تکمیل شوې پروژه د نړیوالې ټولنې د نورو مرستو په څیر د فساد د مافیا لاسونو ته ونه لویږي او په عادلانه ډول يې اوبه او بریښنا په اړه خلګو وویشل شي.

همداراز نور ګاونډي هیوادونه او په مجموع کې نړیواله ټولنه که غواړي واقعا هم له جګړه ځپلیو افغانانو سره مرسته وکړي هغوی خپلې مرستي د افغانستان د زیربنايي پروژو په بیا رغولو باندې متمرکزې کړي.

په پوځي او په اصطلاح امنیتي برخه کې له افغانانو سره د هرچا هرډول مرستي هیڅکله مرستې نه بلکې د افغانستان او افغانانو د تباهي او بربادي په معنی دي چې یواځنی هدف یې په افغانستان کې د جګړې جاري ساتل دي.

لهذا هرڅوک که غواړي له افغانانو سره مرسته وکړي هغه باید دلته د مهمو اقتصادي او تولیدي پروژو په رغولو کې مرستې وکړې چې دا کار واقعا ټولو افغانانو ته د منلو وړ او چاهم چې په دې لاره کې د افغانانو لاس نیوی کړی افغانان به ټول عمر د هغوي د احساناتو مرهون وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

ثاقب صاحب السلام علیکم ! ثاقب صاحب ستاسی لیکنی خو ډیری پرمحتوا او له حقایقو ډکی په ځانګړی ډول زما د پاره اموزنده لیکنی دی ، دا ځّکه چه تاسی ښه اسلامی پوهه او د ښو څیړنو او ارزونو فطری استعداد لری . ولی په دی لیکنه کی زه درسره ډير توافق نه لرم : لمړی دا چه ، تاسی د سلما بند یوه زیربنایی پروژه بللی ، په دی خاطر چه لویه او تولیدی پروژه ده ، هو استهلاکی نه بلکه مهمه تولیدی پروژه ده یعنی په فعالولو او کارولو یی نوری ډیری پروژی په کار لویږی مګر زیربنا… نور لوستل »

عبدالرحیم ثاقب

دروند استاد جناب بیانزی صاحب ! ستاسي درانه نظر ته په کمال احترام سره باید ولیکم چې په ورځني سیاست کې ځیني متعارف او پیژندل شوي مصطلحات دي چې د ارائه کولو په مهال يي یواځې هماغې عرفي او علمي حیثیت مدار اعتبار وي نه عقیدوي او ايډیالوژیکي جوانب. د بیلګې په توګه د زیربنا (infras tructure) مصطلح چې لومړی ځل د شلمې پیړۍ د څلویښتیزې په اخیر کې په تیره د ناټو تړون له رامنځته کیدو وروسته په امریکا کې ترویج شوې او بیا د همدې پیړۍ په اتیایزه کې شهرت ته رسیدلی یواځې د هغو تولیدي پروژو لپاره… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

ثاقب صاحب بیا السلام علیکم ! زه له تاسی سره په هغه څه کی ( چه تاسی تر مونږ او ډیرو نورو ورونو ښه او ډیر معلومات لری ) مناقشه نه بلکه مفاهمه لرم ، داسی فکر ونه کړی چه مونږ ستاسی د لیکنی د کیفیت د کموالی په هڅو کی یو . ستاسی د تبصری ارزونو ته په درناوی به زه هم ورسره څه ورزیات کړم . دا چه دا اصطلاحات لمړی چیری او د څه د پاره کاریدلی د قضیی یوه برخه ده ، مګر د معنی او مفهوم له مخی د اسلامی عقایدو سره په تضاد کی… نور لوستل »

wali khan

دبیا نزی صاحب دلیکنو نه معلومیږی چی هرڅه با ید خپله دمسلمان په لاس ترسره شی نه کفری هیواد په لاس . ځکه چی سلما بند دهند له خوا جوړ شویدی او دا سیا سی بولی او ددی کریدت نوی حکومت ته ځی داپروژه دحکومت نه بلکی دافغانستا ن پروژه ده او ملی پروژه ده او دحو میا شتو یا کا لو پروزه هم نده بلکی څو کا لو پروژه ده چی زه یی ښه اقدام بولم. زه په دی هم پوهیږم چی کیفیت یی لکه څرنګه چی شا ید او با ید وی ندی خو به دی ته هم… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

ولیخان وروره ، ډيره مننه کوم چه زمونږ د تبصری په اړه مو خپل نظریات لیکلی ، همدی ته تفاهم یا مفاهمه وایی ، دوهمه خوشالی می داده چه خپل نظریات یا نیوکی مو په مسالمت امیزو او ښو اخلاقو کی په ګوته کړی . زه به ستاسی د ځینو نیوکو او مخالفو ټکو به اړه هم څه ولیکم : کشکی تاسی زمونږ دواړه تبصری یو ځل بیا ولولۍ ، زه هم کله کله خطا وځم وایی د شعر په ژبه هماغه خپل شاعر تر نورو ښه پوهیږی. په دوهم ځل هغو ټکو ته د سړی پام راوړی چه له… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx