افغانستان

هند د کابل پر سیند ۱۲ بندونه جوړوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): افغان حکومت د هندي انجنیرانو په مرسته د کابل پر سیند د ۱۲ بندونو چې تقریبا ۱،۱۷۷ میګاواټه برېښا به تولید کړي، لومړنۍ سروې او د جوړیدو امکانات ارزولي دي.

دې نیوز پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي چې دوی داسې اسناد ترلاسه کړي دي چې هندي انجنیرانو د کابل پر سیند د ۱۲ بندونو لومړنۍ سروې او د جوړیدو امکانات ارزولي او تر داو طلبۍ وروسته به د اوبو دغه سترو پروژو باندې د نړیوالې ټولنې په مالي مرسته کار پیل شي.

د یادې ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ هغه اسناد چې دوی ترلاسه کړي ښيي چې یادو بندونو رغولو لپاره به نړیوال بانک ۷.۰۷۹ میلیارده ډالر مرسته وکړي. د ورځپاڼې په باور د یادو بندونو جوړیدل به پاکستان ژور اغېز وکړي.

ورځپاڼې لیکلي چې د حیرانتیا ځای دادی چې د پاکستان حکومت په دې کې ناکام شوی چې کابل په سیند د کالاباغ منډوا بندونه جوړ کړي. د ورځپاڼې په باور د دغو بندونو نه جوړیدل د افغانستان په وړاندې د پاکستان د اوبو غوښتنو قضیه كمزورې کړې ده. که دغه بندونه جوړ شي نو په پاکستان به ډيرې اوبه بندې شي او له همدې کبله دغه هېواد دغو بندونو ډیر اندېښمن کړی دي.

اوسمهال افغانستان او پاکستان نهه ګډ سیندونه لري چې د کال ۱۸.۳ میلیونه جریبه ځمکه خړوبوي او د دې له منځه یواځې د کابل سیند ۱۶.۵ میلیونه جریبه ځمکه خړوبوي.

دې نیوز لیکلي چې که پاکستان کې ستر بندونه جوړ نه شي نو د دې ویره شته دی چې دغه هېواد به له افغانستان په بیه برېښنا واخلي او دا د افغانستان د حکومت موخه هم ده.

باید وویل شي، چې افغانستان دا مهال شاوخوا ۶ زره میګاواټه برېښنا ته ضرورت او د ۱۴ زره میګاواټه تولید ظرفیت لري.

تېره ورځ  ولسمشر غني او د هند لومړي وزیر نریندر مودي د سلما بند پرانېست چې پر مټ به یې ۴۲ میګا واټه برېښنا تولید او ورسره به شاوخوا ۷۵زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x