fbpx

غور: ولایت مقام ته څېرمه د سولې شورا غړی وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د غور ولایت مقام ته څېرمه د دې ولایت د سولې شورا غړی وژل شوی دی.

د غور ځايي چارواکي وايي چې نصرالله د ولایت مقام په پنځوس مترۍ کې د دوو موټر سایکلو سپرو تر بريد لاندې راغی.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې نصرالله نه یوازې د سولې شورا غړی و، بلکې قومي مشر هم و.

د هغه په خبره نصرالله نن ولایت مقام ته څېرمه د دوو موټر سایکلو تر برید لاندې راغی، نوموړی ځای پر ځای ووژل شو او بریدګر په تېښته بريالي شول.

تر اوسه د هغه د وژل کېدو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ځايي چارواکي وايي چې د برید کوونکو د موندنې لټه يې پیل کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د