
تورخم کې د پاکستان پر ضد لاریون وشو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): تورخم کې سلګونو تنو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ او د دې هېواد له لوري يې د وېزې او پاسپورټ حتمي کول وغندل.
تورخم ته څېرمه سلګونو دوکاندرانو، اوسېدونکو او مسافرو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او له حکومتونو يې غوښتنه کوله چې دا ستونزه ژر تر ژره د خبرو له لارې حل کړي.
پاکستان د روانې میلادي میاشتې له پیل سره سم پر تورخم له پاسپورټ او وېزې پرته پر ورتلونکو مسافرو بندیز ولګاوه.
لاریون کوونکو پر پاکستان غږ وکړ چې که د دوی غږ وانه ورېدل شي دوی به د ترانزیټي لارې بندولو ته مټې را بډ وهي.
په پاکستان کې افغان سفیر له پر تورخم د وېزې حتمي کول د ده په ناخبرۍ کې بولي او وايي چې پر دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څو میاشتې وړاندې د افغانستان له دفاع وزارت او امنیت شورا سره خبرې شوې دي.
تر اوسه افغان چارواکو پر تورخم د تلونکو مسافرو د ستونزو د هواري په اړه کوم ګام نه دی اخیستی.
خو په یاده دروازه کې سلګونه تنه چې ځينې يې سخت ناروغان هم لري د پاسپورټ او وېزې نه درلودو له امله بېرته شاتګ ته اړ شوي دي.
د لغمان د الینګار اوسېدونکی حضرت ولي وايي چې تورخم ته په رسېدو ورنه پاکستاني عسکرو د ده او د مېرمنې دواړو پاسپورټونه او وېزې وغوښتې، هغه وايي چې مېرمن يې پاسپورټ او وېزه نه درلوده، بېرته شاتګ ته اړ شول.
د ده په خبره سره له دې چې مېرمن يې شدیده ناروغه وه، خو پاکستاني سرحدي عسکرو ورته د تګ اجازه ور نه کړه.
تورخم کې لاریون کوونکي ويلي چې که د دوی پر غوښتنو غور ونه شي دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.