ټولنیزه برخه

د خوشاله ژوند لس لوی رازونه

ژباړه: نصیر غورځنګ

۱) پرېکړه وکړئ او خوشاله ژوند وکړئ:

ابراهیم لینکلن ویلي چې انسانانو ته د خفګان او خوشالی، ارام او ستړيا تر منځ د یو د انتخاب حق ورکړل شوی ، تاسې خوشالي انتخاب کړئ.

۲) ورځپاڼې لوستل کم کړئ:

په دې پوهیږو چې په ورځپاڼو لوستلو روږدي یو، او پرېښودل یې هم راته ګران دي ځکه سیاسیون مست سازونه غږوي،او د فوټبال د ټیمونو بریاوي مو هم د ورځپاڼو نه لوستلو ته نه پریږدي، خو ډيره ضروري نه ده چې ددي هر څه منفي خطر خپل ژوند ته پېښ کړو، په یاد ولرئ چې هر انسان په ورځ کې د یو معلوم استرس د زغملو وړتیا لري نو کوښښ وکړئ چې ددې معلوم استرس د زغملو ځای په بې هوده استرس اخیستلو ‌‌ډک نه کړئ.

۳) د مننې کولو وړتیا پیدا کړئ:

موږ د قدر پېژندلو لپاره ډېر فرصتونه لرو، کفایت کوي چې له هغو کسانو مننه وکړئ چې ستاسې قدر یې کړی او تاسو ته یې د ژوند د مشکلاتو سره د مبارزې لار ښودلې.

۴) هر څوک په دې ارزي چې یو څه ترې زده کړئ:

ښايې تاسې تعجب وکړی چې ما له خپل سپي څخه هم ډېر څه زده کړي دي، ډېر څه لکه وفاداري، د خطر لپاره چمتووالی او دا چې کله وږی یم ډوډی وخورم یا ارام ته اړتیا ولرم ارام وکړم.

۵) هر ورځ وخاندئ:

یوه ټوکه وکړئ، یوه واورئ او له کورنۍ، ملګرو او همکارانو سره مو وخاندئ. ستاسې د ذهني استرس یا خفګان د ورکولو لپاره یواځینی او ارزانه دارو خندا ده او زه فکر نه کوم چې دا به تاسې د نورو دارو ګانو په څېر معتاد کړي.

۶) یو رېښتونی مین واوسئ:

خپلو نېږدې کسانو ته مو هغه مینه، علاقه او محبت څرګند کړئ، چې تاسې یې ورسره لری او بیا ستاسې د تمې خلاف د دوی هغه له مینې ډک غبرګون وګورئ.

۷) ډېر کار وکړئ:

ښایي تعجب وکړئ خو د هغه کار په ترسره کولو کې چې تاسې ته در سپارل شوی ده تر ټولو زیات خوند او ذهني آرامتیا موجوده ده. د خوښۍ تر ټولو لویه سرچېنه داده، چې هغه کار ترسره، بلکې په ښه ډول تر سره کړئ چې تاسې ته ارزښت لري.

۸) هره ورځ نوي څه زده کړئ:

ډیر هغه خلک چې غواړي خوشاله ژوند وکړي، پرمختګ، زده کړي او د نوي څه غوښتلو مبارزې ته ضرورت لري. نو ولولئ او هغه څه چې مو لوستي دي تر نورو یې ورسوئ.

۹) خپل وجود په هغه ډول وکاروئ څه ډول چې جوړ شوی:

قدم ووهئ، منډه وکړئ او متانسب وزنونه پورته کړئ. ورزش ښه کار ده خو مینه کول مو هم د ژوند لوری بدلولی شي. ستاسو بدن الله تعالی داسې پیدا کړی، چې د دردونو او یا د خوند سرچېنه کېدلی شي، تاسو کوم یو انتخابوی؟

۱۰) له مضرارتو لرې واوسئ:

زه دا غوره ګڼم چې مثبتو ټکو ته اشاره وکړم خو په دې نړۍ کې زیان اړونکې اشیا او ځایونه هم شته، لکه کمیاوي مضره توکي، بد آوازونه او خطرناکه ځایونه. نو څومره چې ممکنه ده له داسې شیانو او ځایونو لرې اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x