افغانستان

طالبانو د یعقوب شرافت پر مړینه رسما غمرازي څرګنده کړه

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هیواد د تکړه لیکوال او ژورنالیست الحاج محمد یعقوب شرافت پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې، او هغه ئې د هیواد په کچه یوه ستره ضایعه بللې.

په اعلامیه کې د ارواښاد شرافت هغه خدمتونه ستایل شوي چې په تیرو درې لسیزو کې ئې د ژورنالیزم له ډګره اسلام او هیواد ته ترسره کړي.

طالبانو ارواښاد شرافت خپل مسلک ته ژمن او ریښتینی ژورنالیزم بللې، او د الله تعالی له دربار څخه ئې نوموړي ته د جنت الفردوس، او درنې کورنۍ ته د صبر او اجر غوښتنه کړې.

دا اعلامیه نن ټکی اسیا ته هم رارسیدلې، چې دا دی کټ مټ ئې نشر ته سپارو:
———————————————
دنومیالي ژورنالیست اوجهادي څيرې الحاج محمدیعقوب شرافت دوفات په اړه داسلامي امارت تسلیت

په ډیري خواشینۍ سره خبرشولوچي دافغان اسلامي اژانس مسؤل نومیالی ژورنالیست ،لیکوال ، څيړونکي ، شاعر اوجهاد ي شخصیت الحاج محمدیعقوب شرافت په حق ورسید.
انالله واناالیه راجعون 
ارواښادشرافت په تېرودرولسیزوکي دژورنالیزم په ډګرکي اسلام او هیوادته ډیرخدمتونه ترسره کړل ، دافغان اسلامي اژانس له لاري یې دمظلوموولس اواز دنړیوالوترغوږونوپه ريښتوني توګه ورساوه .
دروس ضدجهاداوداوسني روان جهادپیښوته یې دژورنالیستیکواصولوسره سم پرخپل وخت په بې پرې توګه خبري پوښښ ورکاوه .
نوموړی دامریکایې یرغل ترچترلاندي دژورنالیزم په نوم دهیوادپلورني اوضمیرخرڅوني په تاوده بازارکي ملي ګتو،اسلامي ارزښتونواوپه ټوله کي خپل مسلک (ژورنالیزم )ته پوره ژمن پاته شو.
دافغانستان اسلامي امارت دښاغلي شرافت مړینه دهیوادپه کچه ستره ضایعه ګڼي ، علمي اوجهادي درنې کورنۍ ته یې دتسلیت مراتب وړاند ی کوي ،اوله لوي خدای جل جلاله څخه نوموړي ته جنت الفردوس ،کورنۍ ته یې صبرجمیل اولوی اجرغواړي .
والسلام 
دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۴/۶/۲۳هـ ق
۱۳۹۲/۲/۱۳هـ ش ــ 2013/5/3 م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x