افغانستان

اوباما وايي د ګوانتنامو زندان تړل ضروري دي

Guantanamo-Bay

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما ویلي چې هڅه کوي د ګوانتنامو زندان وتړي. اوباما زیاتوي چې له ګانګرس سره به یو ځل بیا په دې اړه خبرې وکړي ترڅو ددې زندان د تړلو په وړاندې پراته خنډونه له منځه ولاړ شي.

د سه شنبې په ورځ اوباما په سپینه ماڼۍ کې د یو خبرې کنفرانس په ترڅ کې وویل چې نوموړی زندان د امریکايي ولس د مصالحو څخه نه دی: “زه لا هم په دې باور یم چې مونږ باید دا زندان وتړو. زمونږ لپاره مهمه ده چې وپوهیږو د ګوانتنامو زندان د یوې با امنه امریکا لپاره اړین نه دی”.

اوباما په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د ګوانتنامو په زندان کې د اعتصاب کوونکو زندانیانو شمیر ۱۳۰ ته لوړه شوې. زندانیانو وروسته له هغه د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړ چې د فبروري په میاشت کې د زندان امریکايي ساتونکو قرآن کریم ته سپکاوی وکړ.

اوباما دا هم وویل چې د دې زندان د تړلو مناسب وخت اوس دی، او څرګنده ئې کړه چې پرته له محاکمې د یوې نامعلومې مودې لپاره د زندانیانو ساتل د امریکا د ګټو سره په ټکر کې دي.

اوباما وايي چې د ګوانتنامو زندان به د امریکا هغه حیثیت زیانمن کړي چې په نړیواله کچه ئې لري. نوموړی اندیښنه وښوده چې دا زندان هغه همکاري هم زیانمنولی شي چې د “تروريزم” سره د مبارزې په لار کې ئې هیوادونه له امریکا سره کوي.
بارک اوباما دا هم وویل چې، دده په وینا، د ګوانتنامو زندان سخت دریځي روزي، نو ځکه چې تړل ضروري دي.

دمګړۍ د ګوانتنامو په زندان کې ۱۶۶ تنه بندیان پراته دي، زیات شمیر بندیان د هغې جګړې په ترڅ کې نیول شوي چې امریکا ئې تیرو ۱۲ کالو څخه راپدېخوا له تروریزم سره د مبارزې جګړه بولي.

د ګوانتنامو زندان چې د کیوبا په یوه امریکايي پوځي اډه کې قرار لري، د پخواني جمهور رئیس جورج بوش په وخت کې پرانیستل شوی وه، ترڅو هغه کسان چې په اصطلاح په تروریستي عملیاتو کې د لاس لرنې شک پرې کیږي په کې وساتل شي. خو دا زندان ډیر ژر په نړیواله کچه تر نیوکې او غندنې لاندې راغی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x