ډاکټر انورالحق احدي

احدي: حزب دې تر سولې وروسته د دې نامشروع حکومت ملاتړ نه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د نوې ملي جبهې مشر وايي چې که حزب له دولت سره سوله کوي نو له جوړې وروسته باید له دې نامشروع حکومت ځخه ملاتړ ونه وکړي.

ډاکټر انورالحق احدي وايي چې د ملي یووالی حکومت تش په نوم د ملي یووالي حکومت دی.

د هغه په خبره د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني حکومت مطلق ناکام دی او دواړه ډاکټران باید استعفاوې ورکړي.

احدي حکومت په امنیتي برخه کې بشپړ ناکام او د خپل ژمنو په پوره کولو پاتې وباله.

د هغه په خبره ګډ حکومت چې هغه يې « تش په نوم د ملي یووالي حکومت » بولي، یو نامشروع حکومت دی چې مشران يې د لويې جرګې له جوړېدو وېره لري.

احدي د حکومت د دواړو مشرانو ژمنې لمر ته پر یخ لیکلې ژمنې وبللې چې د ده په خبره لا وړاندې ویلې شوې دي.

ډاکټر انورالحق احدي وړاندې تر دې هم ګډ حکومت یو نامشروع او ناکام حکومت بللی و او د روان بحران یوزاینی حل د لویې جرګې را غوښتل بولي.

نوموړی چې دم ګړۍ د نوې ملې جبهې په نوم د یو اپوزیسون مشري کوي، په داسې حال کې حزب اسلامي حکمتیار ـ ښاخ – ته د نه یو ځای کېدو مشوره ورکوي چې تازه راپورونو کې د حزب د دې څانګې دویم پلاوی کابل ته رارسېدلی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Pattang
میلمه
Pattang

احدي جانه فاسده ۱۳ کاله خو تا داشغالګرو مذدوري وکړه ! له غربه د بېکاري څخه وتشتېدي او د سي ای اې په لومه کې دې ځان دا ۱۳ کاله بند که ،او له سیاسي واده وروسته اوس ۴ کورونه هم لرې ! نالت پر تا فاسد چې ندې خبره
مالومه ده او نه لوری او په هر چا ځان خرحوې !!

افغان
میلمه
افغان

احدی خپله د دغه غلامی ، فاسدی او بی کفایته اداری وزیر پاتی شوی ، په دغه غلامه اداره کی ریسان او وزیران خو تر ټولو لوی غلامان او تر ټولو زیات په فساد کی ښکیل دی دوی د ملی مافیه مشران د بین المللی مافیه سره په اړیکو کی دی مشترک المنافع د نشه توکو، فاحشو ، انسانی قاچاق ، د زمکی د لاندی او پاندی ذیرمو په لوټولو کی سره ملتیا او اړیکی لری . حیرانوونکی یی همدا جمله چه ده لیکلی ( که حزب له دولت سره سوله کوي نو له جوړې وروسته باید له دې نامشروع… نور لوستل »