
تر ټولو اوږدې او لنډې روژې به په کومو هېوادونو کې وي
نن ټکی اسیا ( يکشنبه، غبرګولي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): په اسلامي نړۍ کې د رمضان المبارک مياشت کېدای شي سبا دوشنبه پيل شي، په افغانستان او پاکستان کې به د روژې وخت شاوخوا شپاړل ساعته وي.
تر ټولو اوږده روژه به په کومو هېوادونو کې وي؟
د دې ځواب يو څه هېښوونکی دی، هغه دا چې تر ټولو اوږده روژه د اروپا په ايس لينډ هېواد کې ده، چې هلته به د روژې اوږدوالی ۲۲ ساعته وي، له ايس لينډ وروسته سويډن کې ۲۱ ساعته او ۵۸ دقيقې دی. ورپسې ناروې ده، چې شل ساعته او ۴۵ دقيقې به وي، په ډنمارک ۲۰ ساعته او ۲۱ دقيقې او هالينډ کې د روژې وخت ۱۹ ساعته او ۸ دقيقې وخت لري.
تر ټولو لنډې روژې په کومو هېوادونو کې دي؟
تر ټولو لنډې روژې به د منځنۍ امريکا چلي هېواد کې وي، چې ټول ټال به ۱۱ ساعته او دېرش دقيقې وي. ورپسې سويلي افريقا ده، چې هلته به د روژې دوران ۱۲ ساعته او شپږ دقيقې وي. ارجنټاين کې به ۱۲ ساعته او ۲۱ دقيقې وي او په اسټراليا کې به ۱۲ ساعته او ۳۸ دقيقې وي.
له ۱۶ تر اتلس ساعته روژې به په کومو هېوادونو کې وي.
افغانستان او پاکستان په هغو هېوادونو کې راځي، چې روژه به په کې شاخوا شپاړس ساعته وي، هند کې به ۱۷ ساعته ۱۱ دقيقې وي، مراکش کې ۱۷ ساعته ۱۲ دقيقې، ميکسيکو کې ۱۷ساعته، اردن کې ۱۷ ساعته ۳۱ دقيقې، لبنان کې ۱۷ ساعته او ۳۰ دقيقې، ايران کې ۱۶ ساعته او ۱۹ دقيقې، مصر کې ۱۶ ساعته او ۶ دقيقې، فلسطين کې ۱۷ ساعته ۳۹ دقيقې او په امريکا کې ۱۶ ساعته او ۴۴ دقيقې دی.
په ډېری اروپايي هېوادونو کې د روژې وخت لږ تر لږه اتلس ساعته دی.
هغه هېوادونه، چې لمر په کې نه ډوبيږي، مسلمانان به هلته څنګه روژه ماتی کوي؟
د امريکا په الاسکا جوناو سيمه کې لمر له نيمې شپې وروسته اسمان کې راڅرګنديږي، د دغې سيمې خلک به روژه ماتی څنګه کوي؟ يا د فن لينډ په شمالي سيمو کې، چې نږدې دوه مياشتې په کې لمر نه ډوبيږي.
يو شمېر علماوو تېر کال فتوا ورکړې وه، چې ځايي مسلمانان بايد د کوم ګاونډي هېواد د لمر خاته او غروب په تقليد روژه ماتی او پېشلمی وکړي. د ناروې اسلامي څېړنو مرکز خپلو خلکو ته ويلي و، که د روژې وخت له ۲۰ ساعته ډېر شي، نو خلک کولای شي، چې د مکې مکرمې له وخت سره سم روژه ماتی او پيشلمی وکړي.
اسلام علیکم سیدخالدآشنا یم له سویډن څخه دلته یولیکنه تاسی نشرکړی ده داوږدی اولنډی روژی په اړه چی په هغه کی موپه ګوته کړی ده چی سویډن دنړی دوهم هیواد دی چی اوږده روژه پکی نیول کیږی. اوستاسی دلیکنی په اساس ۲۱ او۵۸ دقیقی دامعلومات تاسی له چااوپه کوم اصل اخستی دی دلته مونږ دماخام لمونځ په لس بجی او۵ دقیقی کو. دسحرازان هم په دوه بجی او۲۰ دقیقی کیږی.
که ستاسی لیکنه دقیقه ولوستلی شی نوفکرکوم چی لیکوال سهوآ شوی یاهم چاچی دامعلومات ورکړی دی هغه سړی دقیق پوه شوی ندی مننه
خالد صیب
ستاسو د حساب له مخی 19 ساعته او 45 دقیقی روزه نیولی کیژی فرق مو له لیکنی سره 2 ساعته او 13 دقیقی ده، کیدای شی د میاشتی آخر کی دا فرق کم او صفر شی، کنه بیا لژ تخفیف تاسو او لژ تخفیف دی هم لیکوال صیب وکری.
یاره په داسی اوژدو ورزو کی به ستاسو دیر اجرونه وی نو پس تاسو مونژ ته دوعاوی کوی مونژ به یی تاسو ته کوو.
زما د اسلامی معلوماتو له مخی : طبیعی ده د روژی اوږدوالی د سرطان ، جدی او استوا په خط پراته او یا ورته څومره نزدی یا لیری دی ، پوری اړه لری . دا چه روژه د سپوږمی د میاشتو له مخی نیول کیږی چه هر کال لس ورځی بدلون کوی یعنی په هرو دریو کلو کی یوه میاشت او په هر ۳۶ کلونو کی روژه د کال له یوه اړخ بل اړخ ته رسیږی . یعنی په هماغه هیوادو کی چه روژه اوږده وه لنډه او په هغو کی چه لنډه وه اوږدیږی. څومره چه د قطبینو خواته… نور لوستل »
په هغه هیوادونو کې چې دروژي ورځې اوږدې وي …؟ الاستفتاء رقم[ ۷۵۱ ]سلامونه او نيکي هيلي : زه خالد له درو کالو راهيسي دلته په هالنډ هيواد کي اوسم دلته د سهار سپيدې په څلورنيمو بجو راخيژي،او لمر بيا پر لس نيمې بجې لويږي په دومره اوږده ورځ کي طبعاً روژه نيول ډيره ګرانه وي ،نو آيا نسي کيداي چي لکه د ځينو نورو هيوادونو په څير موږ هم روژه د ساعتونو په حساب ونيسو؟ که داپوښتنه لږ تفصيلي راته ځواب کړئ ترڅو د همدلته ميشتو مسلمانانو لپاره د يو لاسوند کار ورکړي په درنښت : خالد له هولندا… نور لوستل »
طوطاخیل صاحب او نورو ټولو مسلمانو ورونو السلام علیکم ! لمړی : ټولو مسلمانانو ورونو ته د مبارکی روژی د شروع کیدلو مبارکی وایم او دعا کوم [ الله ج دی مونږ ته توفیق راکړی هغسی چه لازمه ده پکی مالی او ځانی عبادات په ښه شان ترسره کړو ، الله ج دی زمونږ د ګران هیواد دغه د نیمی پیړۍ پرله پسی غمیزی او ستونزی نوری سمی کړی ، هلته دی اسلامی نظام چه دعدالت ، سولی، امنیت او هوساینی تضمین کوی پیاده کړی او د هر ډول قومی ، ژبنیز ، سمتی ، ګوندی او مذهبی ویشنی او… نور لوستل »