تر ټولو اوږدې او لنډې روژې به په کومو هېوادونو کې وي

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، غبرګولي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): په اسلامي نړۍ کې د رمضان المبارک مياشت کېدای شي سبا دوشنبه پيل شي، په افغانستان او پاکستان کې به د روژې وخت شاوخوا شپاړل ساعته وي.

تر ټولو اوږده روژه به په کومو هېوادونو کې وي؟

د دې ځواب يو څه هېښوونکی دی، هغه دا چې تر ټولو اوږده روژه د اروپا په ايس لينډ هېواد کې ده، چې هلته به د روژې اوږدوالی ۲۲ ساعته وي، له ايس لينډ وروسته سويډن کې ۲۱ ساعته او ۵۸ دقيقې دی. ورپسې ناروې ده، چې شل ساعته او ۴۵ دقيقې به وي، په ډنمارک ۲۰ ساعته او ۲۱ دقيقې او هالينډ کې د روژې وخت ۱۹ ساعته او ۸ دقيقې وخت لري.

تر ټولو لنډې روژې په کومو هېوادونو کې دي؟

تر ټولو لنډې روژې به د منځنۍ امريکا چلي هېواد کې وي، چې ټول ټال به ۱۱ ساعته او دېرش دقيقې وي. ورپسې سويلي افريقا ده، چې هلته به د روژې دوران ۱۲ ساعته او شپږ دقيقې وي. ارجنټاين کې به ۱۲ ساعته او ۲۱ دقيقې وي او په اسټراليا کې به ۱۲ ساعته او ۳۸ دقيقې وي.

له ۱۶ تر اتلس ساعته روژې به په کومو هېوادونو کې وي.

افغانستان او پاکستان په هغو هېوادونو کې راځي، چې روژه به په کې شاخوا شپاړس ساعته وي، هند کې به ۱۷ ساعته ۱۱ دقيقې وي، مراکش کې ۱۷ ساعته ۱۲ دقيقې، ميکسيکو کې  ۱۷ساعته، اردن کې ۱۷ ساعته ۳۱ دقيقې، لبنان کې ۱۷ ساعته او ۳۰ دقيقې، ايران کې ۱۶ ساعته او ۱۹ دقيقې، مصر کې ۱۶ ساعته او ۶ دقيقې، فلسطين کې ۱۷ ساعته ۳۹ دقيقې او په امريکا کې ۱۶ ساعته او ۴۴ دقيقې دی.

په ډېری اروپايي هېوادونو کې د روژې وخت لږ تر لږه اتلس ساعته دی.

هغه هېوادونه، چې لمر په کې نه ډوبيږي، مسلمانان به هلته څنګه روژه ماتی کوي؟

د امريکا په الاسکا جوناو سيمه کې لمر له نيمې شپې وروسته اسمان کې راڅرګنديږي، د دغې سيمې خلک به روژه ماتی څنګه کوي؟ يا د فن لينډ په شمالي سيمو کې، چې نږدې دوه مياشتې په کې لمر نه ډوبيږي.

يو شمېر علماوو تېر کال فتوا ورکړې وه، چې ځايي مسلمانان بايد د کوم ګاونډي هېواد د لمر خاته او غروب په تقليد روژه ماتی او پېشلمی وکړي. د ناروې اسلامي څېړنو مرکز خپلو خلکو ته ويلي و، که د روژې وخت له ۲۰ ساعته ډېر شي، نو خلک کولای شي، چې د مکې مکرمې له وخت سره سم روژه ماتی او پيشلمی وکړي.

تبصرې (5)

  • اسلام علیکم سیدخالدآشنا یم له سویډن څخه دلته یولیکنه تاسی نشرکړی ده داوږدی اولنډی روژی په اړه چی په هغه کی موپه ګوته کړی ده چی سویډن دنړی دوهم هیواد دی چی اوږده روژه پکی نیول کیږی. اوستاسی دلیکنی په اساس ۲۱ او۵۸ دقیقی دامعلومات تاسی له چااوپه کوم اصل اخستی دی دلته مونږ دماخام لمونځ په لس بجی او۵ دقیقی کو. دسحرازان هم په دوه بجی او۲۰ دقیقی کیږی.
    که ستاسی لیکنه دقیقه ولوستلی شی نوفکرکوم چی لیکوال سهوآ شوی یاهم چاچی دامعلومات ورکړی دی هغه سړی دقیق پوه شوی ندی مننه

  • خالد صیب

    ستاسو د حساب له مخی 19 ساعته او 45 دقیقی روزه نیولی کیژی فرق مو له لیکنی سره 2 ساعته او 13 دقیقی ده، کیدای شی د میاشتی آخر کی دا فرق کم او صفر شی، کنه بیا لژ تخفیف تاسو او لژ تخفیف دی هم لیکوال صیب وکری.

    یاره په داسی اوژدو ورزو کی به ستاسو دیر اجرونه وی نو پس تاسو مونژ ته دوعاوی کوی مونژ به یی تاسو ته کوو.

  • زما د اسلامی معلوماتو له مخی :
    طبیعی ده د روژی اوږدوالی د سرطان ، جدی او استوا په خط پراته او یا ورته څومره نزدی یا لیری دی ، پوری اړه لری . دا چه روژه د سپوږمی د میاشتو له مخی نیول کیږی چه هر کال لس ورځی بدلون کوی یعنی په هرو دریو کلو کی یوه میاشت او په هر ۳۶ کلونو کی روژه د کال له یوه اړخ بل اړخ ته رسیږی . یعنی په هماغه هیوادو کی چه روژه اوږده وه لنډه او په هغو کی چه لنډه وه اوږدیږی.
    څومره چه د قطبینو خواته نزدی کیږی دا غه توپير د استوا خط ته په نزدی والی ډیر محسوسیږی لکه ناروی سویدن ، دنمارکی په شمالی برخو او ایسلیند کی کله شپی ډیری اوږدی او کله ورځی ډیری اوږدی وی تر دی چه په ناروی کی د ( میدنایت ) په نامه یو ښار دی داسی وخت پکی راځی چه ټوله شپه یا ټوله ورځ وی ، که روژه د لمړ په ختلو او پریوتلو هغوی ونیسی په اوږدو شپو کی به روژه نه نیسی او یا په اوږدو ورځو کی به څلورویښت ساعته یا ورنزدی روژوه نیسی.
    مګر مجتهدینو دا ستونزه حل کړی په داسی هیوادو کی به روزه د شپی په تاریکی او یا د ورځی په رڼا نه نیسی د بل نزدی اسلامی هیواد څخه به پیروی کوی ، لکه د سکندناویی هیوادونو ( لکه فندلیند ، سویدن ، ناروی ) هیوادونه د ترکیی څخه په پیروی باید روژه ونیسی او ماته کړی حتی د لمانځه وختونه یی هم د ترکیی په پیروی ترسره کړی. نو په دی اساس هغه هیوادونه چه ورځ یا شپه پکی له ۲۰ تر ۲۴ ساعتو راځی باید له نزدی اسلامی هیواد څخه چه سرطان یا جدی خطونو ته نزدی وی باید پیروی وکړی
    مونږ یوه میاشت د ناروی په شمال او فنلیند کی تیره کړه او د هغه ځآی له علماوو او عادی مسلمانانو می په دی اړه پوښتنه وکړه مونږ په داسی ځای کی وو چه د نیمی شپی په تاریکی کی مو ستنه کی تار واچولو یعنی نیمه شبه یی دومره رڼا وه لکه د لمر ختلو لږ دمخه او یا د لمړ ختلو له لویدلو وروسته چه رڼا وی مونږ د ماسختن پسی د سهار لمونخ سمدلاسه پرله پسی کولو ، بیا ځینو علماوو راته وویل چه تاسی یی د ترکی د سهار په وخت د سهار او د ترکی د ماخستن په وخت د ماخستن لمونځ وکړی د روژی په اړه یی عین خبره وکړه ، هغه وویل چه دا زماخبره نه د مجتهدینو فتوی ده مننه

  • په هغه هیوادونو کې چې دروژي ورځې اوږدې وي …؟
    الاستفتاء رقم[ ۷۵۱ ]سلامونه او نيکي هيلي : زه خالد له درو کالو راهيسي دلته په هالنډ هيواد کي اوسم دلته د سهار سپيدې په څلورنيمو بجو راخيژي،او لمر بيا پر لس نيمې بجې لويږي په دومره اوږده ورځ کي طبعاً روژه نيول ډيره ګرانه وي ،نو آيا نسي کيداي چي لکه د ځينو نورو هيوادونو په څير موږ هم روژه د ساعتونو په حساب ونيسو؟
    که داپوښتنه لږ تفصيلي راته ځواب کړئ ترڅو د همدلته ميشتو مسلمانانو لپاره
    د يو لاسوند کار ورکړي
    په درنښت : خالد
    له هولندا هيواد نه
    الجواب حامدا ومصليا وبعد: روژه داسلام دمبارک دين له اساساتوڅخه ده ، په قرآن کريم اوحديثوکې ددې عظيم عبادت په کميت اوکيفيت تفصيل موجود دی ، دامت لوړو مجتهدينو يې پوره تشريح کړي ،
    په قرآن کريم کې دروژي پيل دسپيدو له چوولو سره سم ښوول شوی ،او ماتول يې دلمرلويدو سره سرته رسيږي . په حديثوکې هم دغه تشريح په تفصيل سره موجوده ده ، اوددي امت اجماع هم په همدغه عمل ده .
    څرنګه چې دروژي ددې عظيم عبادت دپيل اوپای وقت معلوم دی ، يعني له سپېدو څخه ترلمرلويدوپوري ، نواوس که دروژي دنيولو مياشت په داسې موسم کې راشې چې ورځې يې خورالنډي اوشپې يې اوږدي وي نوهم دغه عبادت به له سپيدو څخه ترغروب پوري دوام کوي ، اوکه بالعکس ورځې اوږدې اوشپې لنډي شې هم همداحکم دی ، همداراز که دچغرافيآيې موقعيت په بناء دکوم هيواد شپي اوورځې لنډي يا اوږدي شې نوهم په وړانديني حکم کې څه فرق نه راځې ،
    تردې چې که چېرته په کوم وطن کې ورځې دومره اوږدي شې چې يواځې دوه يادري ساعته شپه وي نوهم څرنګه چې دلته طلوع الفجر [سپېدي ] اوغروب موجود دې نودروژي عبادت له همدغه طلوع اوغروب سره تړاولري ،
    البته : لکه څرنګه چې مسافر ،بيمار ،ضعيف اونورومعذورينو ته دشرعي عذرونو له امله په عادې ورځوکې دروژي دنه نيولو اوبياقضاء راوړلو اجازت شته همداسې په هغه هيوادوکې چې هلته ورځې ډيري اوږدي وي هم دغه ډول معذورينوته دروژي خوړل اوبيا داقامت ،صحت اوقوت په وخت کې ياپه لنډو ورځوکې يې قضاء راګروزول جائز دي ، همداراز که يوتن په روژه کې داسي تنده ونيسې چې دمرګ يا ديوه اندام دضائع کيدو ويره يې وي نو نيولي روژه هم ماتولی شې .
    همداراز زموږ فقها ؤ ليکلي دي : چې که چېرته يو وطن په داسې ځای کې موقعيت لري چې هلته بي خي شپه نه وي اومسلسل ورځ وي نودسيمي اوسيدونکو مسلمانانو څخه بياهم روژه نه ساقطيږي بلکه هغه به دورڅېرمه هيواد دطلوع اوغروب داوقاتوپه اندازه په نظرکې نيولو سره دخپلو لمونځونو اوروژو خيال ساتي .
    الحاصل : که په هالنډ کې دغه مهال ورځې اوږدي دي خوڅوساعته شپه هم لري نودروژي دنيولو لپاره طلوع اوغروب موجود دي اوروژه نيول دهمدغه هيواد له سپېدوڅخه پيل کيږي اودهمدغه هيواد دغروب سره به پای ته رسيږي ، په داسې اوږدو ورځوکې که څه هم روژه نيول يوڅه ستونزمن کار دی ،مګر دالهي فريضي له مخي بايد دغه ډول ستونزي وزغمل شي ،په جهادکې تردې ډير تکليفونه وي مګر هغه خلګ چې لوی خدای دهمدغه فريضي لپاره موندلي دغه ډول ربړونه ګالي ، موږ بايد دهري ستونزي دهواري لپاره خپل رب ته تل خپل لاسونه لپه کړو اوله خپل رب څخه دتوفيق سوال وکړو .
    ماخذونه اومصادر :
    قال الله تعالی :
    ۱= وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ} [البقرة: 187 :
    ژباړه : تاسوخورئ اوڅښئ ترهغه چې تاسوته سپين تار له تورتار څخه څرګنديږي ، اوبياروژه ترشپي [لمرلويدو]پوري رسوئ .
    ۲= وفي الحديث : عَنْ سَهلِ بنِ سَعدٍ قالَ: أُنْزِلَتْ: {وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ} ولمْ يَنْزِلْ {مِنَ الْفَجْرِ}، فَكانَ رجالٌ إذا أرادوا الصَّومَ، ربطَ أحدُهمْ في رجلِه الخيطَ الأَبيضَ. والخيطَ الأَسودَ، ولَمْ يزَلْ يأْكُل حَتَّى يَتَبينَ لَهُ رؤيَتُهُما، فأَنْزلَ الله بعدُ: {مِنَ الْفَجْرِ}، فَعلموا أنهُ إنَّما يَعني اللَّيلَ والنَّهارَ. رواه البخاري في الصوم .

    ۳= وفي المبسوط ۴\۷ اول کتاب الصوم : وفي الشريعة عبارة عن امساک مخصوص وهوالکف …..
    ۴= وفي الهنديه ۱\۱۹۴ فاماتفسيره[ای شرعا]فهوعبارة عن ترک الاکل والشرب والجماع من الصبح الی غروب الشمس بنية التقرب من الاهل .کذافي الکافي. ومثله في البحرالرائق 452/2 ومجمع الانهر ۱\۳۴۰ والبدائع ۲\۷۵وغيرها وفي الدرالمختار383/3 والصوم لغةً الامساك مطلقا ، وشرعاﺇمساك عن المفطرات الاتية[ اى الاكل والشرب والجماع ] حقيقة أوحكما الخ
    ۵= وفي مجموعة الفتاوی ۱\۶۹۶ صوم وصلوة وغيره احکام کي نصوص مکلفين کيلي هرشهر اورهر زمانه مين عام هين لهذا اقاليم اورطول النهار کي وجه سي کويي خلل نه پړيګا
    ۶= وفي الحقانية ۴\۱۴۵ وترجمة عباراتها: البته که له څلورويشتو ساعاتوڅخه ورځ دومره اندازه کمه وي چې دپشليمي اوروژه ماتي دخوراک وخت وي اوطلوع اوغروب وي نودهماغه هيواد دورزي مطابق به روژه نيسي ،البته :دبيمارانو لپاره په شريعت کې مراعات شته
    ۷= وفي الفتاوی المحمودية ۱۰\۲۲ وترجمة عباراتها : په کوم هيوادکې چې اتلس ساعته يا ترهغه هم زياته ورز وي نوهلته عموما دهغه وطن خلګ دداسې لویو ورزو کې دروژي تحمل کولای شې ځکه نوهلته دهماغه هيواد ورز اعتبارلري .
    ۸= وکذافي جديدفقهي مساېل ۱\۱۸۰ وترجمة عباراتها :که ورځې ډيري اوږدي شي ، مثلا ۲۰ يا ۲۲ ساعته ورځي وي اوکم وخت شپه وي نو هم دقرآن کریم دعمومي احکاموتقاضا داده چې له سپېدو راختلو بياترلمرلويدلو پوري به روژه نيسي اوپه دې قول فتوی هم ده ، البتة ډيرځله ددي اوږدو ورځو له امله يوغيرمعمولي تکليف پيداکيږي او دډيرعمرلرونکو او کمزورو کسانولپاره روژه نيول خورا ګران وي نو دهغوی لپاره دااسانتياشته چې دروژي مبارکي په مياشت کې دي روژه نه نيسي بلکه کله چې موسم برابر او دروژي نيولو دبرداشت وړتيا ولري بيادي روژي ونيسي .
    ۹= الهندية ۱\۲۰۹ .
    ۱۰ = احسن الفتاوی ۲/۱۱۳
    ۱۱= وبوادرالنوادر ۲۳۹،
    والله تعالی اعلم وعلمه اتم
    کتبه : مفتي ابویاسر عفی عنه
    له اسلام ویب پاڼي څخه چې دیادي فتوا لینک یې دغه دی هلته تاسو نور په زړه پوري مطالب هم ښاید ووینئ
    http://islam-iea.com/2016/06/05/%D9%BE%D9%87-%D9%87%D8%BA%D9%87-%D9%87%DB%8C%D9%88%D8%A7%D8%AF%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%A9%DB%90-%D8%AF%D8%B1%D9%88%DA%98%D9%8A-%D9%88%D8%B1%DA%81%DB%90-%DA%89%D9%8A%D8%B1%D9%8A-%D8%A7%D9%88%DA%96%D8%AF/

  • طوطاخیل صاحب او نورو ټولو مسلمانو ورونو السلام علیکم !
    لمړی : ټولو مسلمانانو ورونو ته د مبارکی روژی د شروع کیدلو مبارکی وایم او دعا کوم [ الله ج دی مونږ ته توفیق راکړی هغسی چه لازمه ده پکی مالی او ځانی عبادات په ښه شان ترسره کړو ، الله ج دی زمونږ د ګران هیواد دغه د نیمی پیړۍ پرله پسی غمیزی او ستونزی نوری سمی کړی ، هلته دی اسلامی نظام چه دعدالت ، سولی، امنیت او هوساینی تضمین کوی پیاده کړی او د هر ډول قومی ، ژبنیز ، سمتی ، ګوندی او مذهبی ویشنی او کرکی نوری چه اشغالګرو مونږ ته د ویشنو او اهلیت کچه او معیار ټآکلی لیری او په ځای یی ایمان او تقوی د اهلیت معیار جوړ شی ]
    دوهم : د طوطاخیل صاحب څخه مننه کوم ، زمونږ معلومات یی لازیات کړو ، زه به هم ورسره یوه موضع ورزیاته کړم ،
    اجتهاد د هغو مسایلو په اړه کیږی چه له دی پیړی د مخه نه وی رامنځته شوی او یا فروعاتو کی قرار لری طبیعی ده چه په اړه به یی قران کریم او احادیثو او حتی د پخوانو مجتهدینو په کتابو کی څه نه وی لیکل شوی او یا هغوی نه شو کولی چه ددی وخت مسایل هغه وخت وارزوی ، د اجتهاد دروازه نه دی پوری شوی او نه د هغه وخت د امامانو او مجتهدینو پوری اختصاص لری ، دی وخت کی او له دی وروسته د قیامت تر ورخی هغه څوک چه د اجتهاد شرایط یی تر لاسه کړی وی په نوو او یا د بخوانو مجتهدینو په ځينو موضوعاتو د نن او صبا د شرایطو له مخی ارزونی وکړی او مونږ مسلمانان هم په دی مجبوره نه یو چه حتمی د یوه ومنو او حتمی د پل ونه منو ، مونږ کولی شوی قیاس او مقایسه وکړو چه کومه راته د عقل او منطق له مخی ډیره ښه معلومیږی هغه عملی کړو .
    دریم : د مجتهدینو د پاره ډیر شرایط دی ولی عمده یی دا چه اسلامی پوره پوهه ولری ، لوړ ایمان او تقوی ولری ، د جالاتو او شریطو د څیړنو او ارزونو ښه استعداد ولری . او مونږ د هغو مجتهدینو فتوی رااخستلو د پاره چه کومه مقایسه کوو هغه مقایسه به یواځی د اسانتیا په خاطر نه وی بلکه د هغه فتوی عملی بڼه کی یی د مسلمانانو د پاره څومره معقولیت او بیا اسانتیا شتون لری ، په دی مونږ نه ګناهکاریږو او د هری نزدی سیمی هیوادو مجتهدینو فیصلی او فتوی د لیری سیمو پرتله هم معقولیت ته نزدی والی لری ځکه دوی په هغه سیمه کی قرار لری د هغه سیمی شرایط له نزدی څاری، څیړنه او ارزونه کوی بیا هم د هغو سیمو د مقایسی پوری هم اړه لری چه د نزدی او که دلیری سیمو یا د پخوانو او اوسنو مجتهدینو فتوی ورته معقوله ښکاری .
    الله ج فرمایی ، مونږ تاسی ته ستاسی دین اسان کړی په ځان یی په زوره مه سختوی . د اسلام دین د سولی او سیاست دین دی ، دغه سوله او سیاست له یوه فرد ( خبله ) د دوه افرادو ( ښځه او میړه ) ، کورنۍ ، کور او کلی هیواد او نړی ته رسیږی یعنی انسانان به د الله ج په مالکیت ( زمکه ) کی د الله د اصولو لاندی د هری ثانیی تعاملات د ځآن او نورو سره تر سره کوی تر څوبه دی واسطه د انسانانو تر منځ عدالت برقرار پاتی وی او عدالت د رښتینی سولی ، امنیت او بلاخره د ورورولۍ او هوساینی تضمین کوی چه له امله به یی استثمار ، فساد ، جنګونه او ناحقه وینی تویول محوه کیږی ، الله ج زمونږ عبادت ته یوه ذره هم اړه نه لری زمونږ عبادت زمونږ د سولی او هوساینی د پاره دی ، او زمونږ سوله او هوساینه رحیم او رحمان خالق ته دومره د اهمیت وړ ده چه له امله یی په دوهم ابدی ژوند کی جنتونه په بیه کی راکوی ، دا ځکه چه مونږ د الله ج توحید ( مالکیت ) او بیا د هغه د هغه د احکامو اطاعت ( شریعت ) باندی مو عمل کړی دی
    کفار خکه کفار دی چه حریص دی ، حریص د نورو له لاسته راوړنو د زر زور او تزویر په مټ بده استفاده کوی ، دغه استفاده هله کولی شی چه بی عدالتی وی ، په بی عدالتیو کی فساد ، خلک استثمارولی او غلامولی شی ، کفر پټولو ته وایی لکه دهقان چه خاوره کی تخمونه پټوی ، دوی بیا د تخمونو به ځای د بی عدالتیو د رامنځته کولو د پاره حقایق پټوی یعنی هر دول غلاوو ، دروغو او درغلیو څخه کار اخلی چه بی عدالتی رامنخته کړی او اسلام او اسلامی نظام عدالت رامنخته کوی نو دوی تل د یو بل په مخالف قطبونو ( حق او باطل ) کی قرار لری ، د دوی ترمنخ تر هغی روغه او جوړه نه راخی چه کفار له حرصه ، قناعت ته راشی او یا مسلمانان له قناعته حرص ته ورشی قران هم فرمایی چه دوی تر هغی ستاسی دشمنان وی چه تاسی د هغوی دین ( حرص ) ومنۍ او یا دوی ستاسی دین ( قناعت ) ومنی ږ