د اندلس ناجي او د لازقه د ډګر قهرمان امیر یوسف بن تاشفین (دوهم برخه )

لیکوال : شریف عبدالعزیز
ژباړن : شفیق احمد ریان

سلطان یوسف بن تاشفین د مرابطین د سلطنت مؤسس :

شیخ عبدالله بن یاسین د مرابطین مشر او مرشد په ۴۵۱ هـ ق کال کي په شهادت ورسید ، د شیخ عبدالله تر شهادت وروسته د مرابطین  مشري امیر ابوبکر بن یوسف ته وسپارل شوه .

امیر ابوبکر د شیخ عبدالله په څیر له مشرکینو او منحرفینو سره جهاد  روان وساتلو د شمالي افریقا ښارونه يي یو پر بل پسي فتح کړل ، لیکن دي وخت کي داسي حادثه پيښه شوه چي دده فتوحات يي ودرول ، او بیرته يي شاتګ وکړ ، د لمتونه او مسوفه قبیلي چي د مرابطین د حرکت د ملا تیر بلل کیدلي تر منځ جنجال پيښ شو ، له دي امله امیر ابوبکر مجبور شو چي د قلب صحراء په نوم منطقي ته را وګرزي تر څو ددي دواړو قبیلو تر منځ منځګړیتوب وکړي ، نوموړي امیر یوسف بن تاشفین رحمه الله د خپل جانشین په توګه وټاکه ، علماؤ ، شیخانو ، مشرانو هم امیر یوسف دده د عدالت ، شجاعت او ښه تدبیر له امله د امیر ابوبکر  د جانشیني لپاره تر ټولو ښه انتخاب باله او پوره ملاتړ يي وکړ .

امیر یوسف په ۴۳۵ هـ ق کال کي د مرابطینو مشري په لاس کي واخستله ، له همغه اولي ورځي څخه يي په پوره جدیت او تدبیر سره د وضعیت په درک او سمولو پیل وکړ ، نوموړي په لنډ وخت کي د مرابطین حرکت چي تر دي دمه یوازي یو جهادي حرکت بلل کیدلو  په داسي ځواکمن دولت باندي بدل کړ  چي د یوه اسلامي دولت ټول فکتورونه او توانمندي پکي موجوده وه ،په صحیح توګه د دین خپرول ، د انحراف کوونکو او مرتدینو سره مبارزه ، دشمالې افریقا د سیمو یووالی او تر یوه بیرغ لاندې د قران او سنتو مطابق د یوه دولت او حکمراني راوستلو په موخه د دې دولت بنسټ په جهاد سره کیښودل شو .

سلطان یوسف په پوره تدبیر او ماهرانه سیاست سره خپل نوی دولت اداره کاوو ، خپل څلويښت زره کسیز لښکر يي په څو ډلوتقسیم کړ او د وضیعت د برابرولو او د نظم او امنیت د ساتلو لپاره يي د شمالي افریقا مختلو برخو ته ولیږو . همدا رنګه مراکش يي د خپل دولت د پلازمیني په په توګه انتخاب کړ ، په ۴۵۴ هـ  کي ددي هیواد له پراخوالي او رغوني څخه فارغ شو.

سلطان یوسف په شل کاله موده کي یعني له له ۴۵۴ څخه تر ۴۷۴ کال پوري د خپل هغه ارمان یعني چي د شمالي افریقا هیوادونه تر یوه بیرغ لاندي کړي لپاره له هیڅ رنګه زیار او زحمت څخه دریغ ونه کړ ، راحت او ارام ژونديي شاته وغورځاوو ، خپل شاهانه له ناز او نعمت ډک ژوند يي پریښود، خپل ټول ژوند کي يي له پشمین لباس پرته بل لباس نه دی په تن کړی ، خوراک يي د وربشو ډوډۍ ، داوښانو غوښه او شیدي وي ، حکومت يي له عدله ډک او د شریعت مطابق وو ،  هر وخت به يي د هیواد له مختلفو برخو کتنه کوله د مسلمانانو له حاله به يي ځان خبراوو او ستونزي به يي ور حل کولي . لنډه دا چي په په خپل مجاهدت او زیار يي په لنډه موده کي د مرابطین دولت چي پولي يي شرق ته تر تونس ، غرب ته تر انتلاتیک بحر ، شمال ته تر مدیتراني  او جنوب ته  تر مالي پوري رسیدلي جوړ کړ ، د ظالمو او هوس خوښونکو امیرانو او منحرفو قبایلو د واک لمن يي ور ټوله کړه  او یو اسلامي دولت يي جوړ کړ .

وروسته له دي چي سلطان یوسف خپله طرحه چي د شمالي افریقا د ددولتو یو والی وو سر ته ورسوله ، مسلمانانو ورته امیر المسلمین او ناصرالدین لقبونه ور کړل ، ځینو ورته وړاندیز وکړ  چي د عباسي خلافت له تابعت څخه خارج شی او مستقل حکومت جوړ کړئ ځکه اوس دی په اسلامي نړۍ کي تر ټولو ځواکمن امیر دی ، لیکن دي متواضع او پرهیزګاره سلطان ددوی دا وړاندیز رد کړ ، ځکه دی په خپل جهاد کي د جاه جلال  ، دنیاوي منصب ، او غوړو لقبونو په لټه نه وو ، دي ته يي ترجیع ورکړه چي د عباسي خلافت تابع وي .

د دوهمي برخي پای …