افغانستان

راپور : په ننګرهار کې خلک خپل زاړه توپک دسولې شورا ته سپاري

په دې وروستیو کې دافغانستان په لراوبر کې دحکومت لخوا دطالبانو دتسلیمۍ خبرې ګرمې شوي دي ، او دسولې شورا هم دعوه کوي چې ۶۰۰۰  طالبان ورسره یوځای شوي دي ، خو پلټنې ښيي چې ډیر ځله تسلیم شوي کسان طالبان نه وي بلکې هسې ګڼکپان وي چې دسولې له شورا  دپیسو ترلاسه کولو لپاره یي ځانونه طالبان ښودلي وي ، پژواک خبري اژانس په ننګرهار کې دسولې دشورا کړنې په یوه تحلیلي راپور کې رانغښتي چې له همداسې یوې قضیې پرده پورته کوي ، پژواک لیکلي :

د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د سولې پر شورا نيوکه کوي او وايي، چې له يادې شورا سره يو ځاى شوي ډېرى کسان عام وګړي دي، چې يواځې د امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره دغه کار کوي.

دوى وايي، چې د سولې شورا له ولايتي کمېټې سره تر اوسه پورې کوم نامتو وسله وال نه دي يوځاى شوي او نه هم له دې شورا سره د يوځاى شوو وسله والو پر يوځاى کېدو په ننګرهار کې نا امني کمه شوې ده.

د ننګرهار د سولې ولايتي شورا د معلوماتو له مخې، په تېر يو کال کې ورسره ١٦٠ وسله وال مخالفين يوځاى شوي او ١١٧ميله بېلابېل ډول سپکې او درنې وسلې يې هم دوى ته تسليم کړې دي.

د دغه ولايت د پچيراګام ولسوالۍ اوسېدونکى اصيل خان وايي، چې د دوى له ولسوالۍ څخه هم يو شمېر کسان د سولې له پروسې سره يوځاى شوي، خو يو يې هم وسله وال نه و.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دى وايي: ((ټول پېژنم، ستونزه به راته جوړه شي، کنې د هر يوه نوم به درته واخلم، چې تر اوسه يې نه ټوک په لاس کې اخيستى او نه يې هم ډز کړى دى.))

د ده په وينا، دغه کسان يواځې د امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره د سولې له شورا سره يو ځاى شوي، د سولې د ولايتي شورا له غړو سره يې معامله کړې او ځانونه يې وسله والو ښودلي دي.

د شېرزادو ولسوالۍ د توتو کلي اوسېدونکى چې د ولسوالۍ د پرمختيايي شورا غړيتوب هم لري، د نوم نه ښودو په شرط وايي، د دوى له سيمې چې څوک د سولې له پروسې سره يوځاى شوي، له وسله والو سره يې هېڅ ډول اړيکې نه درلودې.

هغه پژواک ته وويل، دى وايي: ((که چېرې طالبان د سولې له پروسې سره يو ځاى شي، نو امنيت به ښه کېږي، خو امنيت ورځ تر بلې خراب دى، ټولو ته ښکاره شوه چې دا هسې جعل کاري ده.))

د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي زاهد الرحمن زاهد پژواک ته وويل، کوم کسان چې اصلي وسله وال دي، لومړى خو له هغوى سره خبرې نه کېږي او که چېرې ورته زمينه برابره هم شي، بيا د يو شمېر خصومتونو له مخې د سولې له شورا سره نه شي يوځاى کېداى.

دى وايي: ((زه يو قوماندان پېژنم چې خالد نوميږي، څه موده وړاندې يې غوښتل چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي، خو په شورا کې ځيني داسې کسان وو، چې نه يې غوښتل دى د سولې له پروسې سره يوځاى شي.))

زاهد زياتوي، کله چې دوى وسله تسليموي نو بيا زوړ کره بين او يا هم زوړ شل ډزى وي، په لسو کلونو کې هم په هغه ډز نه وي شوى.

خو د ننګرهار د سولې د ولايتي شورا رييس ملک نذير هغه ادعاوې چې ګواکې د سولې له شورا سره ريښتيني وسله وال نه دي يوځاى شوي، ردوي او وايي چې هېڅ وخت به داسې ونه شي چې د سولې له شورا سره دې يو جعل کار يو ځاى شي.

هغه پژواک ته وويل: ((د سولې شورا کارکوونکي له مخالفينو سره ښې اړيکې لري او ښه چلند ورسره کوي، د قوماندان د تسليمېدو د مخنيوي خبره هم غلطه ده.))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى وايي، چې په ننګرهار کې د سولې شورا يوه تشريفاتي شورا ده او هېڅکله به د دولت په ګټه کار ونه کړي.

دى وايي: ((داسې څوک په کې دي، چې اول هغوى په خپله خپل کلي ته نه شي تللى، له مخالفينو سره خو خبرې له امکانه بهر دي.))

زمري پژواک اژانس ته وويل، چې د دولت په ټول سيستم کې فساد موجود دى، بې له شکه دوى هم په فساد کې ښکېل خلک دي او د خپلو کريډيټو زياتولو په موخه څو کسه د تلويزون په پرده وښيي چې د سولې له شورا يو ځاى شوي دي.

ده زياته کړه: ((کوم خلک چې يو ځاى شوي، د دوى موجوديت او نه موجوديت له دولت سره هېڅ کوم مثبت تاثير نه غورځوي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا يو بل غړى مفتي معين شاه حقاني پژواک اژانس ته وويل، چې د سولې له ولايتي کمېټې سره په ننګرهار کې د وسله والو يوځاى کېدل يو سمبوليک عمل دى.

نوموړى وايي، چې د سولې ولايتي شورا مسوولين د خپل موقف ساتلو په موخه يو شمېر جعلي وسله وال په رسنيو کې ښيي، چې له دوى سره يوځاى کېږي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې د سولې له شورا سره يوځاى شوي طالبان او يا هم نورې وسله والې ډلې نه بلکې عام خلک دي.

دى وايي: ((په دې اړه موږ څېړنې کړې او دا ثابته شوې چې تسليم شوي د کليو او بانډو ساده عام خلک دي او له طالبانو سره هېڅ اړيکې نه لري.))

نوموړى وايي، چې ډېرى کسان د څو پيسو په بدل کې راډيويي او تلويزوني پروګرامونو ته تياريږي چې وښيي هغوى وسله وال کسان دي.

خو د ننګرهار د سولې د ولايتي شورا مشر حاجي ملک نذير بيا دغه ټولې ادعاوې ردوي او وايي، دا ادعاوې هغه څوک کوي کوم چې له دوى سره شخصي تضاد لري او نه غواړي دغه شورا کار وکړي.

نوموړى دا هم وايي، کوم کسان چې له دوى سره يو ځاى شوي دا ټول هغه خلک دي چې امنيه قوماندانۍ، ملي امنيت او نورو اړوند ارګانونو تاييد کړي چې وسله وال دي.

ملک نذير وايي، له يو کاله څخه ډېره موده شوې چې په ننګرهار کې د سولې ولايتي شورا فعاليت کوي، تر اوسه پورې ورسره ١٦٠ وسله وال يو ځاى شوي او هغوى بېلابېلې ١١٧ميله سپکې او درنې وسلې هم ته تسليم کړي دي.

د يادونې ده، تر دې مخکې په ځينو نورو ولايتونو کې هم دا ډول شکايتونه شوي چې د سولې له پروسې سره ډېرى تسليم شوي وسله وال نه بلکې عام خلک دي او د امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره يې دغه کار کړى دى.

د سولې شورا د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا ٦٠٠٠ کسان له دې پروسې سره يو ځاى شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x