د روژې مبارکه میاشتدیني، سیرت او تاریخروژه د بدلون میاشت

روژه د اصلاح او بريا يو بل زرين چانس

احمدالله احمدزی

انګريزان وايي، چې وخت پيسې دي، هره ثانيه يې خپل ارزښت لري، ځينې نور بيا وخت له سرو زرو سره تلي، مګر رښتيا خبره دا ده، چې وخت داسې يو قيمتي شی دی، چې يو وار دې له لاسه ووت بيا په لاس نه درځي او وخت پر پیسو او سرو زرو قياس کول؛ ځکه سم نه بريښي، چې سره زر او پيسې دواړ بيا تر لاسه کېدای شي، خو وخت نه. عربان وايي، چې وخت توره ده، که دې پرې نه کړه، تا به پرې کړي.

پرون مې د مسلمان نړيوال اتل سوکوهونکي محمد علي کلي يوه وينا واورېده او ويل يې، چې دا ژوند ژوند نه، بلکې يو امتحان دی او په دې امتحان کې، چې څوک بريالی شو، هغه به جنت کې تلپاتې ژوند کوي او که څوک په کې ناکام شو، نو هغه به په دوزخ کې وي.

الله تعالی پر خپلو بنده‌ګانو بې حده زيات مهربان دی او هر انسان ته د ژوند په اوږدو کې د بښنې داسې لارې چارې ورکوي، چې په لږه ستړيا او عبات خپل رب راضي کولای شي.

د انسان د بريا، کاميابي او سالم بشري ژوند لپاره داسې وختونه راولي، چې په دنيا او اخرت کې د بريا ضامن بلل کيږي او دغه وخت د روژې مبارکه مياشت ده.

زه که خپله خبره وکړم، هر کال، چې روژه راشي او بېرته خلاصه شي، نو په خپل غفلت او کمزوری اعتراف کوم او له الله تعالی سوال کوم، چې تر بلې روژې له ايمان سره ژوند را کړي او دا وعده کوو، چې يا الله په بله روژه کې داسې ژوند راکړې، چې ستا د رضا او زموږ لپاره د جهنم له اوره د خلاصي لامل شي.

انسان ډېر کمزوری دی او د ژوند په وهمي ګټو او خوشحاليو کې داسې بوخت دی، چې د الله تعالی له ياد او دين څخه يې غافله کړی او په دغسې يو حالت کې انسان ته مرګ راتلی شي.

موږ او تاسې له هغو بختورو خلکو څخه يوو، چې الله تعالی بلې روژې پورې ژوندي راورسولو او اوس زموږ کار دی، چې له دې مبارکې روژې د خير او خپلې بريا لپاره کار اخلو که نه.

موږ هر يو هڅه کوو، چې د ژوند کولو مهلت ولرو، خو دغه مهلت بايد د دنيوي فکر پر ځای د خير او ايماني عمل لپاره وي، نه د دنيوي ګټو وټو لپاره.

که موږ فکر وکړو، هره ګړۍ ساه اخيستل يو ستر غنيمت دی او هر سهار، چې له خوبه راپورته کېږو، دا داسې معنا لري، لکه چې له سره بيا راژوندي شوي يوو، خو موږ په خپل ژوند او کار فکر نه کوو او غټه ستونزه مو دا ده، چې بې غوره ژوند کوو او د همدې ژوند په پايله کې مرو.

موږ هر څو ورځې وروسته په خپل کلي، ګاونډ او دوستانو کې مړي وينو، جنازې او فاتحې ته ورځو، مګر دا فکر نه کوو، چې زما هم دا لاره ده، ايا ما دې سفر لپاره څه تياری کړی دی؟ که سپينه خبره وکړو، نه، هېڅکله د دې خبرې تياری نه لرو.

دې ورځو کې الله تعالی پر موږ داسې يو احسان کړی، چې د روح او بدن د بريا او کاميابي لپاره يې پر موږ داسې يوه مياشت پېرزو کړې، چې موږ يې دا هيله نه درلوده، چې موږ به دې مياشتې ته ژوندي ورسيږو.

راځئ د روژې په حکمت اومفهوم ځانونه پوه کړو، راځئ په خپلو کړنو، فکرونو او عملونو غور وکړو، چې ايا دا ژوند موږ د الله تعالی په دين تېروو که نه  او په کوم ځای کې موږ ستونزې لرو، چې بايد سمې يې کړو.

راځئ په خپلو اعمالو فکر وکړو، چې موږ په کومو عباداتو کې کمزوري لرو، د قرانکريم تلاوت، په معنا يې ځان پوهول او دا خلکو ته رسول، په فرضي عباداتو او د جمعې په لمونځ کې اول زه بيا زموږ په ټولنه کې ډېره بې پرواهي کيږي، بايد په روژه کې ورته پوره پاملرنه وکړو او په راتلونکي ژوند کې يې هم دغه شان عملي کړو.

له غيبت، بهتان. بد نظري او سپکو سپورو بايد ځانونه وساتو، ځکه که موږ په خوله روژه ونيسو او نور بدن مو په بد عمل کې ښکېل وي، نو د حديث شريف له مخې دا روژه هېڅ ګټه نه لري.

موږ تاسې وينو، چې تېر کال زموږ تاسې ډېر دوستان او خپلوان روغ رمټ ژوندي وو او سږ کال الله تعالی له دنيا رخصت کړي او موږ بايد دا فکر هم وکړو، چې ايا دغه دوستان به په دې فکر وو، چې دوی به خامخا مري؟

روژه د خپل ځان او ټولنې د اصلاح يو بل چانس دی، په دې مياشت کې د فرضو اجر او ثواب اويا چنده زيات وي او د نفلو اجر بيا د فرضو په اندازه وي.

الله تعالی پر موږ دا لورينه وکړه، چې تر بلې روژې يې ورسولو، راځئ له خپل رب سره ژمنه وکړو، چې نور به ستا له دين څخه سرغړونه نه کوو، ستا امرونه به منو او له نواهيوو به ځانونه ساتو، عبادتونه به کوو، ستا له بنده‌ګانو سره به ښه چلند کوو، خدمتونه به يې کوو، د چا سپکې او غيبت به نه کوو او له روژې وروسته به هم دغه امتحاني دوره په خپل ژوند کې عملي کوو او له خپل ربه دا سوال کوو، چې د ژوند په امتحان کې مو داسې بريالي کړې، چې ستا د رضا او خوښۍ لامل وګرځي، د جهنم له اوره پرې خلاص او جنت ته پرې داخل شو.

راځئ د روژې له پيله په خپل ژوند کې د بدلون او اصلاح ژمنه وکړو او له الله تعالی توفيق وغواړو، چې په خپل دين مو په کامله معنا پوه کړي او په اخلاص د عمل توفيق راکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx