کور پاڼه / نادري ناولده / هوډ لرم تر څو د ۱۰۰ اولادونو پلار شم

هوډ لرم تر څو د ۱۰۰ اولادونو پلار شم

د دريو مېرمنو خاوند جان محمد خلجي د پاکستان اوسېدونکی هوډ لري تر څو د پوره ۱۰۰ سل تنه اولادونو پلار شي .

جان محمد خلجي د بلوچستان د کوټي اوسېدونکی دی ، نوموړی تر اوسه ۳۵ اولادونه لري چې د هغو له جملې ۲۷ لوڼي او ۱۴ تنه زامن دي .

خلجی چې ۴۰ کاله عمر لري او ډاکټر دی وايي د ۳۵ اولادونو مياشتنی مصرف يې يولک روپيو ته رسيږي .

خلجی زياتوي چې درې مېرمني لرم ، ټولي په يوه کور کې ګډ ژوند کوي او دريو واړو ماته اوس د څلورم واده اجازه راکړې ، غواړم څلورم واده هم وکړم او اميد لرم چې الله جل جلاله مي د سلو ۱۰۰ اولادونو په پلارتوب سره عزتمند کړي !

د ۱۰۰ سل اولادونو او د هغوی د زده کړي د اميد دا پړاو به وخت ثابت کړي چې جان محمد به په کومه کچه بريالی له دې ميدانه را ووزي .


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ