fbpx
taliban posing with wepon

طالبانو د خالد بن ولید په نامه خپل پسرلني عملیات اعلان کړل

نن ټکی آسیا: طالبانو په افغانستان کې په سر تا سري ډول د خالد بن ولید په نامه عملیات پیل کړل.

طالبانو نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د نظامي شتون پر خلاف د اسلامي تاریخ د ستر سپه سالار (خالد بن ولید رضي الله عنه) په نوم پسرلني عملیات رسما اعلان کړل.

دا اعلامیه چې د طالبانو د رهبري شوری لخوا خپره شوې په تیرو یوولسو کالو کې ئې د افغانانو مقاومت ستایلی او په وینا ئې افغانانو خپل دښمن ته په ټولو سنګرونو کې نه هیریدونکې ماتې ورکړې او له خپلو نظامي اډو ئې تیښې ته اړ کړي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا نن ټکی آسیا ته په یوه را لیږل شوي خبرپاڼه کی ویل شوي چي : ددې لپاره چې دهیواد پاتې  سیمې هم دټولو یرغلګرو او دهغوئ دمفسدو داخلی ملاتړو له کفري سلطې څخه پاکې او په هغه کې دمسلمان ولس دجهادي آرمانونو دخوښې مطابق شرعي او خپلواک حکومت حاکم شي اسلامي امارت دتېر په څېر دسږني کال لپاره هم  داسلامي تا ریخ دفاتح سپه سا لارخالدبن ولیدرضی الله عنه په نوم جهادي پسرلني ستر عملیات اعلاموي.

طالبانو د سږني پسرلني عملیاتو لپاره د حضرت خالد بن ولید (رض) نوم د نیک فال له مخې غوره کړی، او ویلي ئې دي لکه څنګه چې نوموړي صحابي د دمشق او یرموک په معرکو کې لویدیځي رومي امپراطورۍ ته تاریخي شکست ورکړ، له الله تعالی څخه غواړي د خالد بن ولید په نوم پیل کیدونکي دغه عملیات د لویدیځو یرغلګرو د شکست، د هیواد د ازادۍ او د اسلامي حاکمیت د قیام سبب وګرځوي.

طالبانو ويلي چې دا عملیات به د بهرنیو ځواکونو او د افغاني ملاتړو په خلاف پیليږي او غرض ئې د هیواد آزادي او د اسلامي حاکمیت پلي کول دي.

دا خبرپاڼه چي نن ټکی آسیا ته را لیږل شوې، په لاندي ډول ده.

 


 

دخالدبن ولیدد پسرلنیو عملیاتو دپیلېدو په اړه داسلامي امارت  درهبري شور ی اعلامیه

وَحَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَسَى اللّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ الَّذِينَ كَفَرُوا(۸۴) النساء

ژباړه: اومؤمنان دجګړې لپاره اماده کوه ! ډیر ژر به الله جل جلاله دکافرانو زور مات کړ .

…نصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ  وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿١٣﴾ الصف

ژباړه: دالله له لوري مرسته اوفتحه نژدې ده اومومنانو ته زیری ورکړه

الحمد لله وحده، صدق وعده  ونصر عبده وأعز جنده وهزم الأحزاب وحده وبعد !

 له تیرو یوولسو کلونو راهیسي مجاهد افغانان له خپل دین او هیواد څخه ددفاع په لاره کې له یرغلګرو صلیبیانو او دهغوئ له  بي ننګه ملاتړو سره دجهاد اومقاومت په مورچلونوکې   قرارلري ، په دغه  ټوله  اوږده موده کې یې دالله تعالی په فضل په جهادي عزم  اوحوصلې کې ثبات او استقامت ورځ تربلې زیات  او دالله تعالی  په نصرت سره  یې نړیوال کفرته  په ټولو سنګرو کې نه هیریدونکې ماته ورکړې ، دښمن يي له خپل ټول پوځي توان سره مغلوب اوبالآخره يې له خپلو  نظامي اډو څخه تیښتې ته اړکړی

وماالنصر الا من عند الله العزیزالحکیم.

ژباړه: او نه ده مرسته مګر له جانبه دالله  چې ښه غالب  د حکمت او تدبیرڅښتن ده

ددې لپاره چې دهیواد پاتې  سیمې هم دټولو یرغلګرو او دهغوئ دمفسدو داخلی ملاتړو له کفري سلطې څخه پاکې او په هغه کې دمسلمان ولس دجهادي آرمانونو دخوښې مطابق شرعي او خپلواک حکومت حاکم شي اسلامي امارت دتېر په څېر دسږني کال لپاره هم  داسلامي تا ریخ دفاتح سپه سا لارخالدبن ولیدرضی الله عنه په نوم جهادي پسرلني ستر عملیات اعلاموي او له الله تعالی څخه غواړي  لکه څنګه  چې یې  دجلیل القدر صحابي حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه په لاس دهغه مهال لویدیځې رومي امپراطورۍ ته د دمشق او یرموک په معرکو کې تاریخي شکست ورکړ  اوس هم  دغه جهادي مبارک عملیات دلویدیځو یرغلګرو دشکست ، داشغال شوي هیواد دبشپړې ازادي اوپه هغه کې داسلامي حاکمیت دپلي کیدو وروستي موفقانه عملیات وګرځوي .وما ذالک علی الله بعزیز

دخالدبن ولید جهادي عملیات به داسلامي امارت  دپوځي ماهرینو ترمستقیمې لارښونې لاندې دسږني کال دنویو تحولاتو په نظرکې نیولو سره سم پرمخ بیول کیږي .

سږني پسرلني عملیات به دخپل محاربوي طبیعت له مخې دکمیت اوکیفیت په لحاظ په ځانګړیو پوځي تکتیکونومشتمل وي  او دبهرنیو یرغلګرو دله منځه وړلو لپاره به  دهغوئ  دمرکزونوپه داخل کې دنفوذي مجاهدینو بریالي عملیات  دیوه خاص ترتیب او تنسیق له مخې اجراء کیږي .

او همداشان به دبهرنیو یرغلګرو په پوځي اډو ، دیپلوماتیکو مرکزونو ، او پوځي هوايي ډګرونوباندې   دسرښندونکو مجاهدینو  دسته جمعي  فدايي بریدونه په لاښه منظم ډول اجراء  او دخارجي متجاوزینو  په وژلو ، ژوبلولو او اسیر کولو کې به ټول ممکنه  تکتیکونه  کارول کیږي .

 دخالدبن ولید عملیات به  دروان  هجري  لمريزکال  د   ثور   دمیاشتې  په     ۸       نیټه چې  د روان میلادي کال له     (2013/4/28 م)     نیټې سره سمون خوري  په ټول هیوادکې  دالله اکبر  په ویلو سره دیرغلګرو متجاوزینو او دهغوئ  دبي مروته ملاتړو په خلاف عملا پیلیږي لکه څرنګه چي دثور اتمه دکمونیزم په خلا ف زموږ د مقدس جهاد دکا میا بۍ ور ځ ده په همدي نیک تفاول ، دلوی الله په نصرت سره امید لرو چي دغه مبارک عملیات به هم دامریکا په مشرئ دناولي ایتلاف دشکست لامل وګر ځي .

اسلامي امارت په داسې حال کې چې دخالدبن ولیدد عملیاتو په جریان کې خپلو ټولو مجاهدینو ته  دولسي خلګو دځان ، مال او ټولو ولسي شتمنیو او عام المنفعه  تاسیساتو دتحفظ او خوندیتوب  جدي اوقاطع دستور ورکوي له خپلو مسلمانو هیواد والونه هم  هیله لري  چې  دولسي تلفاتو دمخنیوي په غرض دیرغلګرو له مرکزونو، له هغوئ سره له کار کولو او دهغوئ دمیشتیدنې له ځایونو څخه  لیري  اووسي  .

همداراز  دکرزي دګوډاګي  رژیم  په ټولومنسوبینو او کارکوونکو یوځلي بیا غږ کوي چې داسلامي ارشاداتو،ملي منا فعواودخپل ځان  دژغورنې په غرض نور دهمدي شړیدلي رژیم له لیکو څخه راجلا او دامن او سولې په فضاء کې دخپل ولس ترڅنګ  په  دریدلوسره دسوکالۍ ژوند غوره کړي .

 د سږني کال  دخالدبن ولید عملیاتو په بهیرکې به  دمزدور رژیم  له ټولو کارکوونکوسره  هغه ټول مقررات ، لارښوونې او اعلامیې  هم پلي کیږي کومې چې ددعوت ارشاداو جلب وجذب کمیسیون لخوا  دهغوئ دتسلیمي په مهال هغوئ ته دامن ورکولو  او له مجاهدینوسره دیوځای کیدو په صورت کې صادرې شوې.

لکه په تیر کال کې چې په زیات شمیر ددښمن په صف کي ولاړ کسان ددښمن له صف څخه راووتل اوله مجاهدینو سره یو ځای شول  چي دټولو دسر ،مال اوعزت پوره ساتنه شوې .

اسلامي امارت دخالدبن ولید پسرلنیوعملیاتو ترپیلېدو د مخه  دخپل مسلمان ولس  په ټولو متدینو  خلګو ،قومي مشرانو او دولس دټولو اقشارو په اثر لرونکو شخصیتونوغږ کوي چې  خپل ځوانان  دامریکايي مزدورو ملیشو (اردو، پولیسواواربکیانو) له  لیکوڅخه   لیري وساتئ او په دي سره هغوئ  ته له دنیوي او اخروي  تباهي څخه  نجات ورکړي .

سږني دخالدبن ولید پسرلني عملیات به داسلامي امارت دسرښندونکو مجاهدینو لخوا  دالله تعالی درضا ، دافغانستان دازادي او په هغه کې داسلامي حاکمیت دپلي کولو په غرض دامریکایانو ،ناټو او دهغوئ  دملاتړو په خلاف پیلیږي ، دبریالیتوب لپاره به يي  دالله تعالی دربارته دعجز لاسونو پورته کوو او دهغوئ له پایلو څخه دخیر ،سعادت او موفقیت هیله لرو

أَلآ إِنّ نَصْرَ اللّهِ قَرِيبٌ )البقرة –214(

ژباړه: (هغوي ته خبر ورکړل شوچې ) خبردار ! دالله مرسته نژدې ده

والسلام

دافغانستان اسلامي امارت رهبري شوری

۱۴۳۴/۶/۱۷هـ ق

۱۳۹۲/۲/۷هـ ش ــ 2013/4/27م

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د