fbpx

کابل: چاودنې د ولسي جرګې وکیل وژلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): نن ماسپښين د پلازمينې کابل په پنځمه ناحيه کې د کمپنۍ په څلوېښت متره سیمه کې د ولسي جرګې په غړي چاودنه شوې.

عيني شاهدانو نن ټکی اسیا ته ویلي چې چاودنه د ولسي جرګې د غړي شیرولي وردګ پر موټر شوې او نوموړی په کې وژل شوی دی.

یوې سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، نن ټکی اسیا ته ویلي وو چې په چاودنه کې شیرولي وردګ، د هغه ساتونکی او یو بل کس ټپيان شوي دي او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

شیرولي وردګ د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردګ ورور و.

د بريد مسؤليت طالبانو منلی او وايي چاودنه د ښخ کړای شوي ماين په واسطه شوې .

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

دا یو مفسد جاندار ه وو د همدی ۴۰ متره سرک ۴ متره یی غصب کری ده د فاروق وردکی د فساد جوال وو ، دی ناسری په خدای او آخرت باندی ایمان کاملا له لاسه ورکری وو ، په کم عقلی کی مشهور وو. یو بل قاری ورور یی هم په بهر نیو چارو وزارت چوکات کی د فاروق وردکی په واسطه دیپلومات وو کله چی فاروق وردکی د فساد په وجه له وزارت معارف نه لیری شو نو دیپلومات صیب له خارجی نمایندگی سخه ولویده او اوس د جنایتکار طوفان په کور کی په اصطلاح معلم (خایمال )… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

شیر ولی وردګ خو د غوربندی صاحب په وینا په لیونتوب او حماقت کی یی شهرت درلود ، اوس هم شاباس چه ځان یی په روا یا ناروا د وردګو وکیل جوړ کړی وو ، وایی ډیر وکیلان د نشه توکو قاچاق کوی او ډیر په نشه توکو روږد شوی هم دی کیدی شی شیرولی وردګ به هم یو له هغو وو ، کم عقل سړی ( چه د پارلمان وکیل او د یو وزیر ورور هم وی ) به خامخا د نشه توکو قاچاق کوی . مګر زه یی ورور ( عارف وردګ ) ته حیران یم ، چه… نور لوستل »

najeeb shanizai
میلمه
najeeb shanizai

انالله وانا الیه ړاجعون
دلوې ،غفوراورحیم ذات له دربارڅخه مرحوم ځوانیمرګ اونیمه خوا انجنییر شیرولی وردګ ته دګناهونو مغفرت اوجنت فردوس غواړم روح یی دۍ ښاده یاد یی دې تلپاتې او قاتلینوته یی د الله تعالی جزاء ورکړې درنی کورنۍ ته یی ددغه دروند مصیبت اولوی غم په هکله دالله تعالی نه صبر جمیل او اجرعظیم غواړم.
شنیزی
اوتاوا،کانادا

حکمتیار
میلمه
حکمتیار

غل هم وایی خدای یو دی او کوربه هم وایی خدای یو دی ، دا چه عملی بڼه کی د الله ج د وحدانیت په اړه غل او که کوربه په حقه دی دا به د قیامت په ورځ معلومیږی اوس به هم معلوم شوی وی مګر دجالی میدیا کی هر سړی قاضی او مفتی دی ، ځینی ترکی ، امین او نجیب ته هم شهیدان وایی ، او ځینی اشغالګر کفار هم شهیدان ګڼي ځینی بیا له د دوستم په شان ملحد او بی سواده ځناور څخه هم خالد بن ولید جوړوی، دا چه ځينی وایی چه خدای غفور… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

درنو لوستونکو! دا ټولو ته پته ده چې د یوویشتمې پیړۍ د دیموکراسۍ په راتلو سره هغه یو نیم پاته سم سړي مو هم بایلول. څوک د موټرونو، څوک یې د کرسۍ او جاه جلال او …. په مینه کې له خدای او رسول څخه مخ وګرځاوه او نورو لاروتو ته یې مخه کړه. راځم دې ته چې شیرولي څه کړي یا نه دي کړي، دا یوه مشترکه وجه ده چې د جمهور رییس څخه نیولې تر وکیل صاحبانو، ولایتي شوراګانو غړو، وزیر صاحبانو، والیانو او حتی عادی قوماندانانو پورې، ټول یې ویاړ لري او په دې ډول نارواوو کې… نور لوستل »

Ghani
میلمه
Ghani

احمد صاحب ، لږه سړه یی خوره ، ستاسی تبصری خو زه تعقد بوم ، دومره بدی نه دی ، اخری تبصره دی لکه دنیشی حالت کی لیکلی . د کابل اوسنی اداری ته حتی هغوی خپله او باداران یی هم ورته فاسده او بی کفایته اداره وایی او داځانله ویل نه په ښکاره کړنی لری په فساد کی د نړی لمړی هیوا د وپیژندل شو . توله نړی په دی اعتراف کوی او د لمر په شان ښکاره ده چه زمونږ هیواد اشغال شوی او زمونږ په مظلوم اولس یی دغه غلامه ، فاسده او بیکفایته اداره په زوړ… نور لوستل »