مسلمیار: ګاونډیان دې له هنده زده کړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار په ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې له هند څخه یې زده کړي او د افغانستان سره په زیربنایي پروژو کې مرسته وکړي.
د مشرانو جرګې رییس نن د جرګې په غونډه کې د هند لخوا د سلما بند د جوړلو مننه وکړه او ویې ویل چې هغه زیربنايي پروژې چې د هند لخوا په افغانستان کې تمویل شوي، د افغانانو لپاره حیاتي او قدر وړ دي.
د مشرانو جرګې د رییس وویل چې هند د ملي شورا، دلارام – نیمروز سرک او یو شمېر نورو پروژو کې د افغانستان سره مرسته کړې ده او دی ترې غوښتنه کوي چې له افغانستان سره د کونړ په سیند د بندونو په جوړولو کې مرسته وکړي.
مسلمیار په ګاونډيو هېوادونو غږ وکړ چې له هند یې زده کړي او له افغانستان سره به زیربنايي پروژو کې مرسته وکړي: «ګاونډي هېوادونه یې باید له هنده زده کړي… خو بیا هم موږ باید د جنوب او ختیځ ګاونډيانو څخه هېڅ توقع ونه لرو، ځکه هغوی د ډیرو تولیدي پروژو په مخ کې خنډ دي او نه غواړي چې افغانستان پر ځان بسیا شي».
په عین حال کې په مشرانو جرګه کې د پنجشیر د خلکو استازي محمد علم ایزدیار وویل چې دی هیلهمن دی چې ګاونډي هېوادونه به یې د هند له دغه ابتکاره زده کړي او له افغانستان سره په تولیدي پروژو کې مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ ولسمشر غني او د هند لومړي وزیر د هرات په چشت شریف کې د سلما بند چې د هند په مرسته جوړ شوی و، پرانېست. د راپورونو له مخې د سلما بند د ۳۰۰ میلیونه ډالرو جوړ شوی چې ۴۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي او هم ۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.
فاسده مخ دې دانسان په دود ندی داسلام رنګ د بد که ! هند خوشې بندونه نه جوړوي هغهوی خپل سياسي هدف لري هو مسلمیاره صیب حوک چې ټوک درکوي غلامي یې کوه ستا او ستا دملګرو معاش حرام دی خو تاسو اوس خپل دین جوړ کړی او امام مو cia ده !!!!!!!!
اخوانیان په ځانګړی ډول حکمتیار دی له مسلمیار او سیافه زده کړی
دپنجا بی #### سخت زوریی درکړی، ########## تاسو دمظلوم ولس دحاله څه خبر یا ست. دا خو څه بده خبره نده با ید سا لم رقا بت وشی. که هند پروژی سیاسی دی نو دپا کستان زړه خو ږی خو دسلام دسر لوړی لپاره دی، اسا مه وژل خو داسلام دسرلوړی لپاره دی
لمړی : که ستا هدف له پنجابی څخه د پاکستان د کابل په شان غلامه اداره وی، سمه ده ، خو جناج او ګاندی دواړه د یو میړه ( انګریزانو ) بنی دی یعنی لوی مستعمره هند د انګریزانو په فزیکی شتون کی انګریزانو د پاره ستونزمن وو چه اداره یی کړی د پاکستان او هند په کوچنیو هیوادو یی وویشل او خپل غلامان ( جناج او ګاندی ) یی په کی چارواکی وټاکل کوم چه په لندن کی زیږیدلی ، لوی شوی ، روزل شوی او تمویل شوی وو ، یوه ته یی د خلکو د تیرویستلو د پاره… نور لوستل »
زما د پنجابی څخه هغه څوک مراد دی چی جهاد یی ځا ن لپاره چاقو ګرځولی خپله پری میوی خوری او نورو خلکو په زړونو کی منډی. لورګانی دلاهو او اسلام اباد په پو هنتونوکی دپنجابیانو سره درس وایی خو زما دخاوری جوړ مکتب یی دپنجاب په لاس په جوړ شوی بم تور لوخړی کوی. زما دپنجابی څخه هغه څوک هدف دی چی دکور مخته یی دپنجاب عسکر ولاړ وی خوزما معلم بیا مرتد ګڼی. زما دپنجابی څخه هغه څوک مطلب دی چی زما لپاره مکتب واییل کفر ګڼی خو خپل اولا دیی بیا داروپا او مریکا پوهتنوت کی درس… نور لوستل »
ولیخان وروره السلام علیکم که تاسی د یو رښتینی او خپلواک افغان په حیثیت د سادات صاحب تبصره یوځل بیا ولولی ستونزه حل ده . لمړی : هغه وایی چه د پاکستان جارواکی د انګریزانو غلامان دی او هغو چارواکو کی د پنچاب په ګډون د ټولو صوبو کسان شته ، لندن کی زیږیدلی ، لوی شوی ، روزل شوی او د باکستان د مسلمان اولس د استثمارولو د پاره حکومتی چارواکی شوی دی . لکه د کابل اداره کی چه پشتانه ، تاجک ، هزاره او ازبک غلامان شتون لری ، ښه مثال یی د پشتونخوا د نشنل عوامی… نور لوستل »
ولي خانه وروره د اسري جه تاسيو وريسره مناقشه لري دا جناب دا40كاله كيزيجه امريكا كي زوند كوي دافغانستان له حالته او دكريدلي ولس له حاله حه خبردي دي خوبه أفغانستان كي له ورانولواو وزلو بغير دهرحه سره به تضادكيدي