افغانستان

د کندوز زرخرید ته ولې زرخرید وايي؟

د کندوز ښار لمر پریوته لورته  د شیرخان بندر چې د تاجکستان سره دآمو سیند پواسطه بیلږی د سړک ښې لورته د زرخرید کلۍ پروت دی.

 ددغه سیمې اوسیدونکې وايي چې د یادی سیمې اوسیدونکې اتمانزی، مموزی ،مومند اوشینواری دی چې ۱۵۰ کلونه پخوا دافغانستان په ختیزکې پروت ننګرهارولایت ګردی غوث اوباسول او یوشمیر نورو سېمو نه دغلته را ګډه شوی اومیشت شویدي.

د کندوز زرخرید شمال لورته بالاحصارماڼۍ پرته ده چې اوسمهال د ملې امنیت ځواکونه په کې پراته دی هیڅ خبریال ته دانځور اونږدی ورتلو اجازه نه نشته چې سړی وګورئ چې هلته د تاریخې آثارو څه صورت حال دی؟.

د زرخرید په هکله سپین ږیری اوپخواني مشران  وايي چې د دوی نیکونو اوپلرونو دغه سېمه د پخوا وختونو واکمنانو اوامیرانو نه د د سپینو اوزروپه مقابل کې لاسته راوړی وه په زرخرید کې  داوږدی ږیری ۵۷ کلن تکړه سپین ږیری جان محمد وویل،زما نیکونه شاوخوا ۱۵۰ کلونه پخوا دلته راغلې و، هغه مهال زرخرید ځنګل وه دلته هرډول ویرونکې اوداړونکې  حیوانات لکه ایږې، لیوان،ګيدړۍ ، پړانګان اوزمریان اوسیدل ددغو څیرونکیو حیواناتو له ډاره څوک زرخرید ته ان نږدی کیدلې نشو، هلته اوسیدل او ژوند کول خو ډیر ګران کا رو، نوځکه هغه مهال داخبره مشهوره وه که مرګ غواړی کندوز ته لاړه شه ، زه چې کله کوچنې وم د زرخرید په اړه به مې د مشرانو نه کېسې اوریدلې ډيری شپې به د مشرانو مجلسونو ته ناست وم اوغوږ به مې ورته نیوه چې هغوي څه وايي.

 زمونږ نیکونواو پلرونو د وخت حکومت نه زرخرید په زرو باندی رانیولی و، زمونږ مشران په لومړیو کې کوچیان و میږی، بزی او اوښان يي درلودل، هغوي د ټول زرخرید اخیستو وسه نه درلوده پنځه یا لس جریبه ځمکه  به يي د سپینو او سرو زرو په مقابل کې رانیوله چې په پای کې ټول زرخرید يي لاندي کړ، وروسته ورو ورو د وخت په تیریدو سره زرخرید آباد شوژوند او کرنه پیل شوه.

د زرخرید د پخوانیو یاددښتونو نه یوه هم د بازک لنډي کېسه ده چې یو وخت يي زرخرید ته غوايي د څړ لپاره شړلې و،چا بازک لنډي ته وویل چې غوايي دی زمری داړلی هغه خلکو ته وویل، ما یو غوايي درلوده نور د خدای پرځمکه څه نلرم زه غواړم دغه زمری له منځه یوسم خلکو بازک ته ويي ویل دا کار مکوه زمری به تاهم وخورئ اوله ژوند نه به دی لاس په سرکړی هغه ونه منله، بازک د زمری د لمنځه وړلو هوډ او اراده غښتلې کړه او وسله  اوکوتک يي په لاس کې واخېست کله چې زمری سره مخ شوهغه پری برید خښ کړ خوبازک په بخت بیداره و،کله چې زمری غوښتل پربازک د پیشوپه څیر برید وکړی بازک کوتک په لاس ورباندی مخته شو اوزمری ته یی په مخ سخت ګوزار ورکړ لاندي يي بی هوښ راوغورځاوه هماغه و چې زمری يي هلاکړ اوبازک خپلې موخې اوبریا ته ورسیده.

د زرخرید ډيری خلک اوس په کرنه اومالدارۍ بوخت دی د دوی ماشومان د پخوا په پرتله ښوونځیو اومدرسو ته د تعلیم او زده کړی لپاره ځي.

 خوعمر خوړلۍ حاجی جان محمد ویلي پخوانیو حکومتونو له بزګرانو سره د سرو اواصلاح شویو تخمونو مرسته کوله خو د اوسنیو نه يی ګېله داوه کله چې خیراتې مرستې راشی هغه پخپلومنځوکې سره وویشي اوبزګرانو ته يي نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x