ټویټر (Twitter) له سنپ چټ (Snapchat) څخه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): په دې وروستیو کې ټویټر نور کاروونکو ته زړه راښکوونکی نه دی او له همدې امله خپل کاروونکي له لاسه ورکوي.

 په دې وروستیو کې د سنپ چټ نومې ټولنیز اپلکلیشن چې له لنډې مودې څخه فعالیت پیل کړی توانیدلی د کاروونکو د شمیر له نظره ټویټر ته ماتې ورکړي.

د راپورونو پر بنسټ په دې وروستیو کې په اوسط ډول هره ورځ ۱۵۰ میلیونه کاروونکي د سنپ چټ له ټولنیزې شبکې څخه لیدنه کوي په داسې حال کې چې د ټویټر د ورځنی کاروونکو شمیر ۱۴۰ میلیونه ده.

د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا سنپ چټ تر دې دمه ښه پرمختګ کړی او د کاروونکو له نظره يي ټویټر ته ماتې ورکړې. دا په داسې حال کې دی چې د دواړو ټولنیزو شبکو مدیرانو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

دغه خبر پنځه کلن سنپ چټ ته تر ټولو غوره خو ۱۰ کلن ټویټر ته تر ټولو بد خبر دی. که څه هم ټویټر په تیرو کلونو کې د یوې اغیزمنې ټولنیزې شبکې په لست کې ځان ځای کړی و خو په دې وروستیو کې د کاروونکو د جذبولو په برخه کې يي ماتې خوړلې او خپلې پاڼې کې نوې زیاتونې نه کوي.

سنپ چټ د کاروونکو اړتیاوو په پام کې نیولو سره خپل اپلکیشن ډیر ژر اپډيټ کوي. د تیر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د دغې شبکې د ورځنیو کاروونکو شمیر ۱۱۰ میلیونه وه خو دغه شبکه توانیدلی په ډیره چټکۍ سره پرمختګ وکړي.

خو اوس هم په ټولنیزو شبکو کې فیسبوک په ورځنی ډول ۱.۰۸ میلیارده فعاله کاروونکو لرلو سره د نړۍ له ټولو پاڼو او او اپلکیشنونو څخه وړاندې دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د