افغانستان

لوګر: اربکیانو یو ملا امام په شهادت ورساوه

Afghan Local Police

د لوګر ولایت نه راپورونه وايي چې ددې ولایت په مرکز کې اربکیانو یو ملا امام په شهادت رسولی.

دا ملا امام، چې مولوي محراب الدین نومیده، اربکیانو وروسته له هغه شهید کړ چې د طالبانو د شهیدانو جنازې ئې وکړې.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا اربکیانو خلکو ته اعلان وکړ چې که هرڅوک د طالبانو د جنازې لمونځ کوي همدا به ئې انجام وي.

د یادونې وړ ده چې د هیواد په اکثرو سیمو کې خلک د ملي اردو، ملي پولیسو او اربکیانو له جنازو ځانونه پټوي. داسې هم پیښ شوي چې په یو کلي کې د یو عسکر له جنازې نه کلیوال پټ شوي او یوازې د ګوتو په شمیر څو کسان جنازې ته حاضر شوي چې هغه هم د مقتول د کورنۍ غړي او نږدې خپلوان وي چې د جنازې نه ئې رغیدنګ نه وي. خو عین سیمې ته چې کله د یو طالب جنازه ورغلې په زرهاوو خلکو ئې په جنازه کې اشتراک کړی او په ډیر دروند استقبال سره ئې خاورو ته سپارلی. ډیری وخت د ولس دغه متفاوت چلند چارواکي تر دې کچې راپارولي چې سیمه ییز مشران او ملا امامان د ګواښ او تهدید لاندې راغلي.

اربکیان په مادي او اقتصادي لحاظ د امریکايي ځواکونو او په اداري لحاظ د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي. دا ډله د ۲۰۱۰ په جولای کې د امریکایي ځواکونو د اعلی قومندان ډیویډ پټرایس په خاص فرمایش پیشنهاد او یوه میاشت وروسته د کرزي لخوا تصویب شوه.

که څه هم د اربکیانو دقیقه شمیره معلومه نه ده خو د امریکا کانګریس د ۳۰،۰۰۰ تنو اربکیانو د مصارفو او لګښتونو بودیجه منظور کړې.

ذبیح الله مجاهد یاده پیښه غندلې او دا ئې د اربکیانو د وحشت او جنایت وروستی حد بللی. د نوموړی په وینا ياده پيښه داښيي چې دغه شومه پديده [اربکیان] په هيڅ وجه هم دترحم وړ نه ده او په وړاندې يې بايد خورا ستوغ او جدي اقدامات ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x