ادبي لیکني

د اربکي په زیارت …!!!

بابری منګل

د زیارتونو په روا او ناروا خبرې نه کوم، خو مسلمانان افغانان په نیک سړی، عالم، غازي او شهیدانو زیارتونه جوړوي، لوړې، لوړې جنډې پرې دروي، د قبر پر سر یې پر ولاړه لکړه باندې ښایسته دسمالونه ځړووي او د وسپنې او یا لرګي کټارۍ ترې تاووي …لنډه دا چې زیارت په هدیره کې وریت ښکاره وي او په هر مړي خلک زیارت هم نه جوړوي، که څوک یې جوړ هم کړي د خپلو خپلوانو څخه پرته یې نور څوک نه ورځي خو د علماوو، غازیانو، نیکو خلکو او د شهیدانو زیارتونو ته هر څوک ورځي درناوی ورته لري دعا ورته کوي او په نیک نوم یې یادوي.

باید ووایم چې هر څوک په خپلو مړو زیارت جوړولی شي خو په چا یې منلی نه شي د منلو پریکړه یې ولس د خپلې پاکې عقیدې له مخې کوي په دې کې زور او پیسې نه چلیږي که ستاسو ورته پام وي تر اوسه به د کوم جنرال، پولیس او یا د کوم اربکي… په قبر چا زیارت نه وي جوړ!

الحمدلله خلکو د حق او باطل فیصله کړې، په دا پنځلس کاله د امریکا او طالبانو په جنګ کې ډیر امریکا پلوی مړه شوی خو هیڅ زیارت نه لري او بل پلو په هر طالب غازي او شهید زیارتونه جوړ دي، ما داسې خلک لیدلي چې پلارې په حکومت کې وي خو د کور غړي یې د طالبانو زیارتونو ته ځي، زه خو وایم چې د ولس دې فطري فیصلې ته غاړه کیږدئ راوګرځئ د داسې چا ملګري شئ چې په ژوند هم خپلواک وي او چې کله مړه شي نوبې له کوم لګښت او زور واکي څخه د خپل ملت په زړونو او سترګو کې بیا هم دپت او عزت خاوندان وي !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x