نړۍ

دوشنبه د روژې لومړۍ ورځ ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ چې سبا دوشنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

په سعودي کې د میاشت د څار کمیټې غړو څو شېبې وړاندې خبر ورکړ چې میاشت یې لیدلې. د دې هیواد سترې محکمې د میاشت د لیدونکو ګواهي منلې او سبا دوشنبه یې د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

په سعودي سربېره متحده عربي امارات، عمان، قطر، عراق، المغرب او یو شمېرو نورو اسلامي هیوادونو هم ویلي چې سبا به د روژې میاشت لومړۍ ورځ وي.

افغانستان هر کال د سعودي له اعلان سره سم د روژې میاشت پیلوي.

نن ټکی اسیا ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول ګرانو هیوادوالو ته د روژې مبارکې میاشت د راتګ مبارکي وايي او د الله تعالی له دربار څخه ورته د عبادتونو او طاعاتو د توفیق او قبول غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x