افغانستان

ذبیح الله مجاهد: په شلګر او وردوج کې ګڼ شمیر اربکیان او امنیتي پولیس وژل شوي(ځانګړې مرکه)

130413095815 ghazni security 304x171 b nocreditدوروستیو ترلاسه شویو راپورونو لمخې  ویل شوي ،تیره شپه او پرون ورځ دغزني او بدخشان په ولایتونو کې دکورنیو چارو وزارت مربوط  دپولیسو او اربکیانو په امنیتي پوستو دطالبانو له لوري پراخ وسلوال بریدونه  ترسره شوي ،راپورونه کاږي په دې حملو کې ګڼ شمیر پولیس او اربکیان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي . دغزني ولایت دوالي ویاند نبی جان منلې چې تیره شپه دشلګر ولسوالي په ګنډیر سیمه کې دسمیزو پولیسو پرپوسته دوسلوالوکسانو له لوري حمله شوې او ۱۳تنه سمیز پولیس پکې وژل شوي.

طالبانو دپیښې مسولیت  پرغاړه اخیستي او رسنیو ته یې ویلي چې په حمله کې یې ۱۵ تنه اربکیان وژلی او زیات شمیر وسلې یې ولجه کړې.

د پورته یادو پیښو په اړه دطالبانو رسمي ویب پاڼې (الاماره ) له ذبیح الله مجاهد سره ځانګړې مرکه نشرکړې او دایمیل له لارې یې رسنیو ته لیږلې،چې یوه کافي یې نن ټکي اسیا هم ترلاسه کړې او دپیښو اهمیت ته په کتلو سره یې په لاندې ډول کټ مټ نشر ته سپاري.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په شلګر او وردوج ولسوالیو کې دوروستیوپوځي بریاوو  په اړه داسلامي امارت له ویاند ذبیح الله مجاهدسره ځانګړې مرکه

تیره شپه دغزني ولایت دشلګر ولسوالي په مربوطاتو کې داربکیانو په پوسته  مجاهدینو وسلوال برید ترسره کړ چې له امله یې ددښمن ګڼ شمیر افراد مړه او ژوبل شول او زیات شمیر پوځي وسایل دمجاهدینو لاس ته ورغلل،همدا راز دهیواد په شمال کې دبدخشان ولایت په وردوج ولسوالي کې مجاهدینو دیوه پراخ تعرضي برید په نتیجه کې سترې بریاوې ترلاسه کړې ،دیادو مهمو پېښو او همداراز دیو شمیر نورو مهمو موضوعاتو په اړه مو  داسلامي امارت له ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد سره ځانګړې مرکه کړې ،دمرکې بشپړ متن دالاماره ویب پاڼې له لوري دلوستونکو دمعلوماتو لپاره کټ مټ نشر ته سپارل کیږي .

پوښتنه : له غزني نه په تازه ترلاسه شويو راپورونو كې ويل شوي چې تيره شپه مجاهدينو داربكيانو په پوسته بريد كړی او درنه مرګ ژوبله يې وراړولې،  كه په دي اړه جزيات راسره شريك كړئ؟

ځواب : هو دتيرې شپې په جريان کې داسلامي امارت مجاهدينو دغزني شلګر ولسوالۍ  ګنډیر سيمه کې په هغه مرکز او پوسته بريد وکړ چې په شلګرکې دشريرواربکیانو دمهم طراح لونګ فيضان خاص کسان او قومندانان پکې اوسيدل ، په دغه بريد کې د وروستيو او کره معلوماتو په اساس د ۳ قومندانانو عبدالله ، محمدولي او اقبال په ګډون  ۱۵ اربکيان وژل شوي ، ۴ميله  پيکا ماشيندار ، ۲ميله راکيټ ، ۱۳ میله کلاشينکوفونه او ډير مهما ، ۱۱ امريکايي زغرې ،يو عراده سرف موټر داټول شیان مجاهدينو له ځانه سره غنيمت کړي او پوسته يې په ټوليزه توګه له منځه وړي .

پوښتنه : ويل كيږي  چې په بريد كې وژل شوي كسان ټول په سيمه كې داربكي سازۍ دپروسې مؤسس فيضان مربوط وسلوال دي،  داډ ول دروند ګوزار پردښمن او په ځانګړي ډول داربكيانو په پروسه څومره اغيزلرلی شي؟

ځواب : بلې زموږ معلومات هم دغه دي چې ياد مرکز دلونګ فيضان د خاصو کسانواوټوپکمارو اړوند مرکز وو او پکې وژل شوي کسان هم دده نيږدې ملګري وو او په قومندانانو کيې داسې کسان هم وو چې امريکايانوته هم خورا مهم وو او مخامخ تماسونه به يي ورسره نيول ، بل داچې داواقعا داربکيانو په پيکر يوبل پوخ ګوزار وو چې په دې سره  په سيمه کې نور داربکيو او شريرو عناصرو بيخ په ختو ده ، داچې له تير يوه کال راهيسې مجاهدينو په څو څو ځله په سيمه کې داربکيو مهم خلک له منځه وړي اوس يې هسې هم موجودیت او عدم سره برابر شوي ،خو په دې وروستي ګوزار سره به  ددغو اربکيو  د نابودۍ وروستۍ شيبې وي او نور به ان شاءالله په سيمه کې خلک له دغي شریرې پديدې نه په امن کې کيږي او خلک به خپل عادي ژوند ته ګرځي .

پوښتنه : رسنۍ هميشه ددښمن دچارواكو له خولې داسې راپورونه وركوي چې په ياده ولسوالۍ كې اربكيان ، (محلي پوليس) په ګنو سيمو كې تسلط لري او له ولسي ملاتړه برخمن دي ،او دا پروسه په سیمه کې داولسي خلګو پاڅون بولي ،ستاسو نظراو دقيق معلومات په دې اړه څه دي؟

ځواب : خامخا ځينو رسنیو دخپلې خاصې دلچسپۍ له مخې او دکابل ادارې اړوندو غلامانو هم ددغو اربکيو شتون ته ډير تبليغات کول ، دايي ولسي پاڅون ګاڼه او په اړه به يې له دروغو ډک پروپاګند کاوه ، خو واقعیت داده چې هيڅکله هم ولسي خلکو له دغو اربکيو نه ښه ورځ نه لرله ، دخلکو ژوند ، عزت ، ابرو او هرڅه له خطر سره مخ وو ، تاسو ته به معلومه وي چې اربکيان په اخلاقي لحاظ له ټولونه لويدلي خلک دي ، اکثره په نيشه يي توکو روږد دي ، له خلکو سره له بداخلاقي نه ډک چلند کوي ، او خلکو ورنه خاص نفرت درلود ، که له دوي سره ولسۍ ملاتړ وايي نو به داد تيرې شپې پيښه نشواي پيښې دلای ، ځکه هغه مرکز چې بيګا عمليات پرې شوي دخلکو او کليو ترمنځ  موقعيت لري، که خلکو له اربکیانو سره کومه  خواخوږي درلودلای نو اقلا ددغو اربکيو دنجات لپاره خو به يي څه کړي وو ، خو واقعيت داده چې برعکس خلک دمجاهدينو سره کلک ملاتړ لري ، څو څو ځله يي داربکيو په ضد لاريونونه کړي ، شکايات يې کړي او دژوند ټولې چارې يې مخطل شوې وې ، نو ښکاره ويلای شو چې له اربکيو سره هيڅ ولسي ملاتړ چيرته نشته اونه به هم وي  .

پوښتنه :  ډيری كسان ددښمن په تبليغاتو تيروتلي او يا دنورو مشكلاتوپه وجه ددښمن په ليكوكې دريږي ، البته وروسته له دې  ډاره چې دطالبانو له لوري به له تهديد سره مخ شي ، راوتلوته زړه نه ښه كوي،  په دې اړه كه داسلامي امارت موقف راته بيان كړئ؟

ځواب : البته داسي تبلیغات به کيږي او يابه شوی وي ، خو حقيقت نلري  دااوس هم که چيرته پاتي شوني اربکيان يا هر هغه څوک چې دکابل له ادارې سره يې همکاري کړي ، له يرغلګرو سره يي همکاري کړي که له خپلو کړنو لاس په سرشي ، په تير پيښيمانه شي او خپلو خلکو او اسلامی امارت ته رجوع وکړي ، موږ يي هرکلي ته تيار يو ، اسلامی امارت په همدې منظور ددعوت او جلب او جذب با صلاحيته کميسيون جوړ کړي ، ترڅو هغو خلکو ته چې د تبليغاتو له وجهي يا دکومو نورو ستونزو له وجهي له دښمن سره دريدلي بیرته را دعوت کړي او دخپل ولس سره يي ودروي ، دخپل دين  ددفاع په لاره کي يې ودروي او يا يي اقلا ژوند له داسي برخليکه وژغوري لکه څرنګه چې بيګا په شلګر کې اربکيان ورسره مخ شوي ، دغه حالت داسلامی امارت هيڅ مجاهد هم نه غواړي  چې افغانان دې په داسي شکل ووژني ، مګر متأسفانه چې دغو کسانو ددښمن فريب خوړلي او اسلامي امارت ته يي بله هيڅ لاره نه ده پريښې چې ديرغلګرو ترڅنګ له دوي سره دغسي ستوغ چلند ونکړي ، البته زه بیاهم هغو نورو ټولو جهتونو او اربکيانو ته دعوت ورکوم که چيرې دوي غواړي چې نور يې سرونه په امن کې وي ، کورنۍ يې ددوي دشومو اعمالو په وجه ددوي په غم کې کښې نه ني  نور بايد واقعيتونه درک کړي او دخپلو وروڼو مجاهدینو ترڅنګ ودريږی او يا اقلا په دا اوسني حساس حالت کې دمجاهدینو دلوی مبارزې په لاره کې خنډونه ايجاد نکړي .

پوښتنه : مجاهدصاحب ! الاماره ویب پاڼې خبر ترلاسه کړی چې  دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې هم دمجاهدینو په یوه پراخ تعرضي بریدکې داخلي دښمن ته دروند ځاني زیان اوښتی که لوستوالو ته لږ په دې اړه هم معلومات ورکړي ښه به وي ؟

ځواب : هو پرون ټوله ورځ دبدخشان ولايت وردوج ولسوالۍ تيرګران سیمه کې  دمجاهدينو لخوا ددښمن ګڼې پوستې په يوه مهال تربريد لاندې ونیول شوي  چې جګړې ترپرون ماښام پورې دوام درلود او دمعلوماتوله مخې  ددښمن  ۵ پوستې مکملې فتحه شوي دي ، ۱۰ پوليس وژل شوي ، ۱۴ تنه پوليس هم سخت ټپيان شوي ، ۷ ميله پيکا ماشيندار  ۴ ميله راکيت  ګڼ شمیرسپکه وسله او مهمات  دغنيمت په ډول نيول شوې ، ياد عمليات هم په بدخشان کې  دمجاهدینو په فعال حضور دلالت کوي او ان شاءالله په راتلونکو ورځوکې به دغه عملیات لاهم زور اخلي او اميدشته چې په سيمه کې به مجاهدين لاهم دسوبو او برياليتوبونو خاوندان شي .

پوښتنه : داسي اوازې څوځله ددښمن لخوا خپرې شوي چې ګنې دوي په وردوج ولسوالۍ کې مجاهدينو ته درانه زیانونه اړولي وو ، او دمجاهدینو ځواک یې کمزوری کړی  ددښمن دا ادعاوې ترکومه بریده حقیقت دي؟

ځواب : ددښمن لخوا مجاهدينو ته په کراتو دتلفاتو ادعاوې موږ په خپل وخت هم ردکړې وي او اوس يې بيا هم په کلکه ردوو ، دا پروني عمليات چې دښمن ته په درنو تلفاتو منجر شول  پخپله ددې خبرې ښکاره ثبوت ده چې په بدخشان خصوصا په  وردوج کې مجاهدین په خپلو قوت سره شتون لر ي ، البته تکتيکي تحرکات به لري خو الحمدلله هیڅ داسي کوم زیان نه ده اوښتي چې دمجاهدينو فعالیت ته خنډ شي ، او په دې اړه ددښمن ټول افواهات او تبلیغات بې ځايه وو .

پوښتنه : يوه دعوه بله هم په ټول شمال خصوصا په بدخشان اوتخار کې ددښمن لخواکيږي چې ګڼې دهيواد په شمال کې دنورو هيوادو اتباع راغلي او دکابل ادارې په ضد فعالیت کوي ، تاسو په دې اړه څه وايئ ؟

ځواب : دا اوس ددښمن عادت پاتې شوي چې چيرته هم دوي له ماتې او رسوايي سره مخ کيږي نو دخلکو دحساسيتونو دپارولو او خپلو ماتو دپوښلو لپاره همداسې افواهات خپروي ، موږ دغه ادعاوې په ټوليزه توګه ردوو ، موږ په ټول هيواد کې دبل ځای کسانوته اړتيانلرو چې په جهادي فعالیتونو کې يي استعمال کړو ، ځکه په هره سيمه کې الحمدلله دخپلې سيمې دومره کافي مجاهدين موجود وي چې دبل ولایت مجاهد ته لا اړتيا نشته  دبل هیوادخو لا پرځای پريږده ، موږ دبدخشان به شمول  الحمدلله په ټول شمال کې کافي مجاهدينو لرو او سږکال به د پخوانيو ټولو کلونو په نسبت هلته ددښمن په وړاندې ښه مبارزه روانه وساتو ، او لا تراوسه مو هم دبدخشان په وردوج او ځينو نورو سیموکې دښمن ته درانه تلفات اړولي ، لاهم دلوی او توانا خدای جل جلاله نه دنصرت او مرستې هيله کوو چې ددښمن په ځپلو کې لا هم راسرمل وي  .

ذبیح الله مجاهد

مرکیال : عمران خلیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x