امام ابو حنیفه (رحمهُ الله) – ۲

احمدالله عاطفي

دنده:

څرنګه چې وړاندې مو یادونه وکړه ،چې حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) له وړکتوبه دسوداګرې په چاروکې دخپل پلار سره مرسته او سوداګرو سره ناسته ولاړه در لوده ،چې وروسته ئې همدا دنده خپله غوره کړه، پخپل وخت او سیمي کې په دي اړوند ئې داخلاص ،تقوی او انصاف ستر نوم تر لاسه کړ، ده مبارک دوریښمو او دوریښمینو ټوکرانو سر بیره  (خز) په سوداګرې کې ځانګړتیا درلوده همدا لامل وګرځید چې دسوداګرې په چاروکې ئې وروسته سترستر فقي مسایل هم وڅیړل.
خز یو ډول داغوستو ځانګړې جامې وي جې په هغه وخت کې ځانګړ تیا درلوده،  امام صاحب نه یواځي ددي ډول لباسونو لپاره ځانګړي کارخانې در لودي او په بازارکې ځانګړي دکانونه بلکه نورو لیري سیموته ئې هم صادرول.

دحضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) دسوداګري چاری څرنګه چې په اخلاص او انصاف پرمخ روان و په لږ وخت کې دامانت داري او انصاف خبرونه ئې په ټوله سیمه کې خواره شول، دده مرکزي دکان د سوداګرې مرکز وګرځید ،له هرې خوا خلکو خپل مالونه او نقدي پانګه دساتلو لپاره ورکوله تر څو له بیلا بیلو ضررونو په امن وې،چې په اصطلاح مغازه ئې داوسني پیر ستر بانکې مرکز وګرځید، په همدي  بنا کله چې سیدناحضرت امام ابوحنیفه  (رحمه الله) له دي فاني نړې کډه وکړه،ده سره دخلکو پنځوس میلون درهمه (۵۰۰۰۰۰۰۰ ) امانت پانګه موجوه وه!!

حضرت امام ابوحنیفه  (رحمه الله) به تل ویل:غوره پانګه دحلال مال ګټل او غوره خواړه هغه دي چې دلاس په تڼاکو اودخولو په تویلوئې ترلاسه کړئ.

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) په سوداګرې کې دانصاف او تقوی لمن هيڅکله نه دی پریخي،تل په ئې داخستونکو او پلورونکو سره ریښتیني او په انصاف پلورل او اخستل کوله، دمال او جنس ګټې اوعیب ئې څرګندول، پلورل شوې مال چې کله هم بیرته راوړل شوي پرته له ځنډه ئې اخستی ، هیڅکله ئې اخستونکی نه دی مجبور کړی چې دمال په بدل کې مال واخلي بلکه پانګه ئې مسترده وله ،بیا داخستونکې خوښه وه چې هر څه ئې کول، همدا لامل و چې خلکو له ده سره داخستو او پلورلو په چاروکې له هر چا زیات خوښی او رغبت درلود او هم ډاډګیرنه.

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله)  یوځل خپل شریک ملګري ته څه اجناس دپلورلو په موخه ورکړل سفر سامان برابرولو سرئې سپارښتنه او تاکید ئې وکړچې دپلورلو په وخت دمال عیب اخستونکې ته له وړاندې ووايي!

ملګرې ئې له نورو مالونو سره عیب جن مال هم وپلوره،دیته متوجه نشو چې دعیب جن مال عیب څرګند کړي،حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) له پیښي خبر شو،له پلټنو سربیره بریالی نشو چې دمال اخستونکې معلومات تر لاسه کړي، بالاخره ټوله هغه پانګه ئې چې دهمدي مال نه په لاس ورغلي وه (شاوخوا پنځه دیرش زره درهمه کیدل)  خیرات کړل.

بیلا بیلو مورخینو، بیلابیل صحي اقوال او پیښي دسیدناحضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) دژوند دمختلفو اړخونو نه نقل کړي دي، همدا رازئې دسوداګري له چارو، مورخین لیکې: هرهغه څوک چې دخپل مال په ارزښت نه پوهیده  هغه ئې دده دکان ته راوړه، خپله امام صاحب به دهغه صحي قیمت کیښود او بیا به ئې واخست ،همدا لامل و چې هر چا غوښتل خپل مال په امام صاحب وپلوري او په بدل کې دضرورت وړ اجناس له ده نه تر لاسه کړي!

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله)  ته یوه ورځ یوي ښځي دوریښموټوکر او جامې دپلورلو  لپاره راوړي.

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) ئې دخرڅلاوقیمت پوښتنه وکړه؟

ښځه،چې سوداګره نه وه اونه ئې دجنس قیمت معلومولی شو وویل: سل درهمه!

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) وویل،نه دا په لوړ قیمت ارزي!

ښځي وویل: دوه سوه درهمه،امام صاحب وویل له دینه ئې هم قیمت لوړ دی!، ښځي وویل: دری سوه درهمه، حضرت امام صاحب وویل: له دی هم لوړ قیمت لري!، ښځي وویل ښه څلور سوه درهمه!، حضرت امام صاحب وویل: له دي ئې هم قیمت لوړدی !، ښځي ګمان وکړ،چې ملنډی وهي او خفه شوه،حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) ،چې دښځی په خفګان پوه شو له ورایه ئې دوریښمینو ټوکرانو یو تن سوداګر وِغوښت او دښځی جنس ئې په پنځه سوه درهمه وپلوره، ټوله پانګه ئې ښځي ته ورکړه، چې مجبوره ښځه په ډیرو دعاګانو د حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) نه په ډیر خوشحالې رخصت واخست.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د