دیني، سیرت او تاریخ

له محبوب سره حشر

لیکنه : قاري حکيم اللّه صابري

امام رازي رحمه اللّه ویلي : چي له جناب محمد عربي صلي اللّه علیه وآله وسلم سره د هغه د ازاد کړل شوي مریې (غلام) ثوبان رضي الله عنه ډیره زیاته مینه وه ، د رسول اللّه صلي الله علیه وسلم نه یې د جدایې صبر نه شو کولئ .

یوه ورځ هغه رسول اللّه صلی الله علیه وسلم ته په داسی حالت کي راغئ چي رنګ یې تغیر او بدن یې کمزورئ شوئ ؤ ، رسول اللّه صلی الله علیه وسلم له هغه نه ددی ناروغۍ سبب وپوښتی هغه وویل: یارسول الله صلی الله علیه وسلم زه هیڅ ناروغی نلرم خو ماته آخرت په یاد شوئ ؤ ، او بل داچی یوه ورځ وشوه چي تاسی مي لیدلې نه واست او ستا د لیدو په انتظار وم ، اوس پدی فکر کي یم چي په آخرت کي به زما څه کیفیت وې ، ځکه چی که زه جنت ته هم ولاړ شم نو له مریانو (غلامانو) سره به یم او تاسی به د انبیاؤ علیهم السلام په جماعت کي یاست.

زه به ستا ملاقات څنګه وکړاي شم او زه ستا له ملاقات نه پرته صبر نه شم کولئ ، د ثوبان رضي اللّه عنه پر دې خبره دا آیة نازل شو :【وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَائِکَ مَعَ الَّذِینَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَیْهِم مِن النَّبِییّنَ وَالصَّدِیقِینَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِینَ】النساء.

ژباړه : کوم خلګ چي د اللّه جل جلاله او د هغه د رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم فرمانبرداره وې هغه خلګ به له هغو کسانو سره وې چي اللّه جل جلاله انعام پر کړی دی ، چی هغه د انبیاؤ ، صدیقانو ، شهداؤ، او صالحینو څخه دي.

نو په اثبات رسیدلې خبره ده چی هر څوک د هر چا سره محبت کوي ، نو د قیامت په ورځ به د هغه سره راپورته کیږی ، که څوک د صالح مسلمانانو ، علماؤ ، نیکانو او اولیاؤ سره محبت کوې نو د قیامت په ورځ به د دوی تر بیرغ لاندي را پورته کیږی ، او څوک چي د باطل پرستو ، ګمراه ، بدکارو انسانانو سره محبت کوې نو د قیامت په ورځ به هم ددي ګمراهانو سره را پورته کیږي ، اللّه تعالي دي زموږ حشر د اولیاؤ ، علماؤ او نیکانو سر وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

قاری حکیم الله صابری صاحب الله دی جنت نصیب کړه څومره ښکلی لیکنه دی کړی چی ددی ایت شریف په شان نزول دی پوه کړو دغسی لنډ اوشکلی مطلب والا لیکنه دی همیشه اوسه

احمد

المجلس بل امانت څه معنا لزي لژ و اضحت ورکړه مهرباني به مو وي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x