افغانستان

طالبانو د جرمني “یرغلګره” تګلاره وغندله

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمني د دفاع وزیر هغه څرګندونې په کلکه غندلي چې ویلي ئې وه دا هیواد په افغانستان کې تر ډیرې مودې پورې د خپلو یو شمیر عسکرو د پریښودو نیت لري.

د جرمني د دفاع وزیر ویلي وه چې حد اکثر ۸۰۰ عسکر به په افغانستان کې پریږدي چې دنده به ئې د افغان امنیتي ځواکونو روزل وي، خو په جګړه کې به مخامخ ونډه وانخلي.

د طالبانو ویاند وايي که بهرني عسکر په هر نامه په افغانستان کې پاتې کیږي د مجاهدینو له بریدونو به بچ پاتې نه شي او په هیڅ پلمه به ئې شتون د افغانانو لپاره د منلو وړ نه وي.

ښاغلي مجاهد په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې روانه جګړه “د امریکا د هوسونو” جګړه بللې، او د جرمني له ولس ئې غوښتنه کړې چې د امریکا سره د افغانستان په نیواک او د افغانانو د کړولو په برخه کې د خپل حکومت مخه ونیسي او د امریکایانو د خوښي لپاره افغان ځوریدلی ولس نور ونه کړوي.

خو د جرمني د دفاع وزیر د څرګندونو څخه داسې معلومیږي چې دا هیواد به په افغانستان د خپلو پوځیانو پریښودو ته دومره په اسانه زړه ښه نه کړي. “تامس ديمازیري” ویلي چې دوی به خپل عسکر په دې شرط په افغانستان کې پریږدي چې د “افغانستان حکومت” ترې رسمي غوښتنه وکړي. دیمازيري همدا راز ټینګار کوي چې که نور بهرني هیوادونه هم په افغانستان کې یو شمیر عسکر پریږدي هله به دوی هم د خپلو عسکرو پریښودو ته زړه ښه کړي.

د جرمني د دفاع وزیر یوه بله غوښتنه هم کړې وه هغه دا چې ملګري ملتونه باید د یو پریکړه لیک په صادرولو سره د جرمني د عسکرو د پاتې کیدو سره موافقه وکړي.

اوس هم دا معلومه نه ده چې ایا جرمني به ریښتیا هم خپل یو شمیر عسکر په افغانستان کې پریږدي او که دا څرګندونې د خپلو بشپړو عسکرو د ویستلو اعلان ته په تدریجي توګه د ذهن سازۍ لپاره کوي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ملاتړي هیوادونه لکه څنګه چې په یو وار افغانستان ته راغلي هغسې په یو وار د وتلو انسجام او هماهنګي نه لري، بلکې په ډیر ویشلي او پاشلي ډول او هر هیواد په جلا او ځانګړې توګه د افغانستان څخه د بیرته وتلو تګلارې او تصمیمونه جوړوي. ویل کیږي چې امریکا دغسې یو غیر متوقع حالت اندیښمنه کړې خو د کتونکو په اند د بهرنیانو ددغو شیندلو موقفو اصلي سبب د طالبانو هغه وسلوال مقاومت دی چې بهرنیانو ئې کله هم اټکل نه وه کړی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x