د روژې مبارکه میاشت

روژه راغله !

لیکوال : نثار احمد صمد واصفی

بسم الله الرحمن الرحیم ـ درنو لوستونکو ، د الله له خوا مسلمانانو ته د میلمستیا میاشت راورسېدله .

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابهً کرامو ته داسي وفرمایل: پر تاسي باندي د روژې مبارکه میاشت راغله، هغه چي د برکت میاشت ده او د دې میاشتي ټولي روژې پر تاسي فرض دي. په دې کي د جنت دروازې خلاصیږي او د جهنم دروازې بندیږي او شیطان تړل کیږي، په دې میاشت کی یوه داسی شپه ده چې د ۱۰۰۰( زرو ) میاشتو څخه بهتره ده ، نو هغه څوک چي د دې له اجر او ثوابه محروم سي په واقعي ډول ترې محروم سو ( رواه : احمد ) .

څنګه چی دا د روحي او فلاحي ګټی میاشت ده نو بختور به هغه وي چي د راتلونکي ژوند له پاره په دې میاشت کي سرمایه ګذاري وکړي ، یعنی له دې میاشتي لویه ګټه واخلی .

اوس هر مسلمان ته دا فکر پکار دی چي څنګه د روژې استقبال وکړم ؟ څنګه د روژې میاشت په عباداتو، حسناتو او ښو کارونو تیره کړم ؟ او داسي یو حالت ځانته غوره کړم چي انسانان زما له شر او تکلیفه په امن سی او غریبان زما له فیض او ګټی برخمن سي؟

پوهانو ویلی دي چی د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا بیا عبادت دی . نو ځکه روژه زړه او روح دواړه صفا کوی . روژه یو الهی نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ امتحانوي چی آیا په دې امانت کی صادقان یو که خاینان ؟!

روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په نسبت ډیر اهمیت ورکوی چی اول خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چی هدف یې دا دی چی که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کی په خپلو دینی عباداتو او نیکیو کی غفلت ، سُستي او بې پروایي کړې وی نو په دې میاشت کی هغه جبران کړی او دا یوه بهترینه موقع ده چی هره نیکي او عبادت څو چنده عوض لری .

د روژې هدف او پیغام د انسان متقی کېدل او د ایمان ټینګېدل دي. روژه د بدن زکات دی، د ګناهونو سوځول دي، د روح پیاوړتیا ده، د الهی امر مراعاتول او منل دي، له شیطانی وسوسو څخه ژغورنه او د الهی عذاب څخه ساتنه ده، د نفسانی حاکمیت ځپنه ده، د الهی رحمت حاصلوَنه ده، د مغفرت ګټنه ده، د توبې قبلېدنه ده، او د جنت ژمنه ده. نو ښه دا دی چی د الله تعالی او رسول الله (ص) ارشادات عملأ تعمیل او تسجیل کړو او دا په اثبات ورسوو چی نور نو د خولې څخه علاوه د زړه مسلمانان هم یو. بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي.

متدینو دوستانو ، څنګه چی په دې میاشت کی هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لری ، نو افسوس په هغه  مسلمان چی دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندی د موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیونی چینلو او پروګرامو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګېم او نورو خبایثو او مفاسدو سره ضایع کوی . که هوس دی نور دې بس دی !

نو له روژې وړاندې ځکه بايد توبه وباسو، چی د ژوند ټول چاپېريال مو له فتنو ډک دی . هر ځای قتلونه ، وژنی ، بې لارۍ او ګمراهۍ خپرې دي . د منع کولو يې څوک نسته او له دې شره د خلاصون يوازينی حل الله تعالی ته په اخلاص رجوع کول دي او بس . و ما ذالک علی الله بعزیز !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ګران او د قدر وړ ورور محترم صمد واصفي صاحب ډېري ښې څرګندوني مو کړي دي، الله دي اجر درکړي. په دې سپېڅلې مياشت کي بايد موږ ټول د الله جل جلاله او د هغه د سپېڅلي پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لارښوونو سره سم په ټوله ځان روژه ونيسو ، ډېر ښه عبادتونه وکړو او د بې وزلو او ويرجنو سره وړ مرستي او کومکونه وکړو. الهي ته په دې مبارکه روژه او بل هر وخت کي د ښو عبادتونو ، نېکو کړنو ، د ګران هيواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو په لار کي د مثمرو هلو… نور لوستل »

نثار احمد صمد واصفی

عزتمن او پتمن وروره حاجی همت صاحب ، ستاسو د څرګندونی څخه ډیره مننه . الله تعالی دی عظیم اجر درکړی. ستاسو د ټولو دعاوو سره آمین وایم او هره دعا د ستر رب څخه مقبوله او قبوله غواړم. ټوله وړاندیزونه مو فوق العاده لازم او اړین دي او موږ ټول یې باید تر وسه وسه اجرا او تعمیل کړو . الله دی دا روژه د مصیبتونو او غمونو وروستۍ روژه کړی. ستاسو د پیرزوینی او هڅونی څخه د زړه له تله ممنون او مرهون یم . الله مو روغ ، خوښ او مؤفق لره .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x