نظــر

رمضانه تاته دخوښۍ څه نلرو

عاکف مهاجر

رمضان میاشته را ورسیده خو دافغان میندو دې الله مل شي

په نوره نړی کې رمضان ته خلک خوښي کوي خو دلته مورکی ژاړي او خپل شهید بچی دروزه مات سره په اوښکو یادوي خوارې مورکی ته یې دتیر کال روزه مات یادیږي چې ګرانې مورته به یې دشربت ګیلاس په لاس نیولی وو او په بل لاس کې به یې ورته خورمانیولې وې ترهغو به یې خپله روزه مات نکولو چې مورکۍ به یې روزه نه وه ماته کړې مور به یې غوښتل چې لومړی یې دزړه ټوټه روزه ماته کړي خو دزړه دټوټې اصرار به مجبوره کړه.

خواره مورکۍ به هغه زوی هم یادوي چې دزندان تر تورو پنجرو شاته یې تر ګل نازک ځوی دوحشي زندان شپې صبا کوي او دا درحمتونو میاشت په زندان کې دبې رحمه ظالمانو ترشکنجو لاندې تیروي.

بل خوا بیا پلار یې هم هغه ورک ځوی یادوي چې دشپې تورو تیارو وزرونه غوړولي وو او بدرنګو تورمخو یې په کور باندې غدی وروړه او نازولي ځوی ته یې  دشپې په تورو تیارو کې توره خولی ورپه سر کړه او دکور څراغ یې تل ورته تت کړلو او دابیوسه کور یې بې رڼا کړلو او دکور یو روڼ مشال یې ترینه دعمرونو مسافر کړلو او داده له کلونو وروسته یې دژوند او مرګ درک نشته.

خو دلته هیڅ څوک هم ندي په کرار ان ددې وطن ښارونه هم ژاړی دغه ښارونه له نورې نړی نه بیل دي دنورې نړی ښارونه درمضان په راتللو باندې خپلو خلکو ته ارزان شیان ورکوي خو دلته بیا نور هم قیمته کیږي او مشتریان یې له اخستلو عاجزه کیږي.

داښار ټول مظلوم ده دلته نه تیږه او نه ونه دظالمانو له ظلمه په امان دي ددې ښار بوټي دباروتو لوګیو باندې لړلي او سرسبزه نه بلکې دایرو رنګ یې اخیستی ده.
دلته تیږې هم دباروتو په لمبو کې تورې سوي دي.

دلته یوڅوک نشته چې اذان وکړي او ددغه ښار خلک یې په اذان روژه ماته کړي دلته امام شهید ده دلته جومات شهید ده دلته منبر شهید ده دلته اذان شهید ده.

دلته دمؤذن په خوله کې داذان چیغه خپه ده.

دلته به څوک اذان وکړي.

اخ هغه طالب خو هم اوس نشته چې تیر کال به یې دسهری یا پیشلمي لپاره راجګولو هغه خو هم دډرون حمله کې په وینو رنګین ګلګون بشر تر ربه لاړه.

اوس به مو سهري ته څوک راولاړوي.

اخ سږ خو مو هغه امام هم نشته چې تیر کال یې راته داختر لمونځ راکړلو دلته به څوک داختر لمونځ اداکړي.

دلته به داختر دمبارکي پرځای یو بل ته دشهید ورور پلار تره داکا دځوی دشهادت تبریکي وایو.

خو صبر به کوو خدای ج دصابرینو ملګری ده.

خامخا په تورو شپو پسې یو سهار راتلونکی ده او سهار راځي تل به داشپې نه وي. امید ده چې دخوښیو وخت مو نزدې ده. دلته به یو دعدل امام دظالمانو په مریو دعدل چاړه راکاږي.

او دمظلومانو په شونډو به دموسکا غوټی وسپړیږي.

دیو روڼ سهار په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x