د ممتاز علی ممتاز شعرونه

دشبنم په ځای پرې سرې وينې پرتي دي

نن دهر ګل په مخ سرې وينې پرتي دي

زما سترګو کښې رپېږي ورته اوښکې

ستا دمخ په ائينې وينې پرتي دي

زما شونډو ترېنه رنګ دوينو واخېست

په هر جام د مئيکدي وينې پرتي دي

دادی څوک؟ چې ورته سر شوکوي ژاړي

دادچا په لوپټې وينې پرتي دي

څومره وير دي څومره شور پکښې برپا دی

په هر در ددې کوڅې وينې پرتي دي

له سينګار قيصه وتلې ده * ممتازه *

دوطن په ائينې وينې پرتي دي

**********

بخته زه دې څومره ويال او څومره سيال کړم

چې په ژوند دي دجانان دزنې خال کړم

تل زما دتن په وينو باندې پائی

هغه خلک چې غوښت ورنه په سوال کړم

هغه جګی شملې ورکې شوې همدمه

اوس بدل دی وخت اوس فخر په رومال کړم

بيا ئې ړنګ باڼه راواړول له نازه

توان ئې نه لرم چې زړۀ ورنه سمبال کړم

دوخت لاس نېولی نشمه * ممتازه *

هر ګوزار ته به ئې ځان لکه د ډهال کړم



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.