افغانستان

نورمو، دغیر مسوول وسلوالو له شره خلاص کړئ

په دی وروسیتوکې چې د بهرنیوځواکونود وتلواوازی ګرمې شوي غیرمسوول وسلوال په شمال ختیز زون کې د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې مخ په زیاتیدو دی ، دغه کسان چې نه د سیمه ییزو پولیسو په تشکیل کې شاملې دی او نه هم د وسلې ګرځولو کوم رسمې جواز یاسند لری پخپل سر وسله ګرځوي دوی د کورنیو چارو وزارت په هیڅ تشکیل کې  دخیل ندی، ددغوخپلسرو ټوپکوالو څخه ددغه ولسوالۍ خلک په تنګ راغلې، سیمه ییز اوسیدونکې وايي دغه وسلوال عام ولس په ناحقه توګه زوروی، وژنې، ډبونې،په رڼا او تیاره کې غلاوی هغه څه دی چې خلک يي پزی ته راوستي دی.

 د یاد ولایت سیمه ییز چارواکې هم د دوی د شتون د پخلۍ ترڅنګ وايي دغوکسانو اوډلو پرعام ولس باندي د ژوند کړۍ راتنګه کړیده، چارواکې وايي ددغو غیرمسوولو وسلوالو د بې وسلې کولو لپاره يي عملیات په لاره اچولې چې له کبله يي لاسته راوړنې هم لري.
ځوان غلام رضا چې ۲۲کاله عمر لری او د خان آباد ولسوالۍ د ده ویران سیمې اوسیدونکې دی وايي د یادی ولسوالۍ بازار ته د سودا لپاره راغلې و، کله چې غوښتل يي کورته ستون شي په لاره کې د قوماندان متینک اودهغه د شل وسلوالوکسانو لخوا ډبول شوي هغه وايي ” تاسې زما پښه وګورئ ، چې تړلې می ده دا د همدغه ظالمانو له لاسه ده.” دولت دی نور مونږ ددغو غیر مسوولو وسلوالو له شره نه خلاص کړئ.

یوه سپین سری مور چې د کندوز ولایت امنیه قوماندانۍ په انګړکې په ژړغونې غږخبرې کولې ویلې هغه زما ځوان زوی را وواژه، زه د دولت څخه غواړم چې ” زما د زوی مدعې راته په ګوتو راکړی، ترڅو د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي.”
یوې بلې میرمنې چې نه غوښتل نوم واخیستل شي ويي ویل د قوماندان کسان په کور راننوتل زما ورور  یی را وواژه، کله چې حکومت راغې هغوي له سیمې نه په تیښته بریالې شول.

 چادرې پرسرمیرمنې چې غیږکې د دری میاشتوماشوم وه ویلی يي حکومت دی دغه کس ونیسې، او په اعدام دی محکوم کړئ لکه څنګه چې زما د ورور بچیان بې پلار کړباید همدغسې دده سره هم وشي.

 ددی ترڅنګ نږدی دوه اونۍ وړاندي دخان پرلاره  د پولیسو په یونفورم کې وسلوالو د دوه ګاډو سپرلۍ لوټ کړی وه.  

د کندوز امنیه قوماندانۍ  وايي چې د خان آباد ولسوالۍ په ده وریان کلۍ کې یوشمیرغیرمسوول  وسلوال  يي نیولي  چې په سیمه کې په ډول ډول جرمونو لکه د بیلګې په توګه وژنو، زورونو،غلاوو اولارې شکونو باندی تورن و.

د کندوز امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزی مدیر سمنوال ویس الدین تلاش وايي  د پولیسوعملیاتو او هڅو په جریان کې یوشمیر هغه کسان چې په وروسیتوکې د خان آباد ولسوالۍ  د نا امنۍ  سره مخ کړی وه نیولی دی، تلاش ويي ویل چې د قوماندان عبدالمتین چې په سېمه کې په  متینک  شهرت لری اود څوکسانوپه وژنه  تورن دی هم د نیول شويوپه ډله کې شامل دی.

تلاش وايي یوتن دریم ساتنمن سید نورآغا د سید انور ځوی دامنیه قوماندانۍ پخوانې کارمند چې دالکولې مشروباتو په لیږد اوقاچاق تورن و، د نیول کیدو وروسته د څارنځای نه تښتیدلې و،د یوکال پلټنو وروسته  بیاځلې د پولیسو لخوا نیول شوي، د کندوز سیمه ییز امنیتې مسوولین دامنې چې په وروستیوکې د جنايي کیسونو کچه لوړه شوی خو دوی په اړه د یولړتدابیرو نیولو خبره کوی او وايي چې  وار دمخه يي څوکسه  د بیلا بیلو جرمونوپه تور نیولي دی.    

 د کندوز امنیه قوماندانۍ د امنیت آمرسمنوال عبادالله تلواروايي،  ډير ځل پولیس په بیلابیلوجرمونو باندی مجرمین نیسې خو وروسته په عدلې اوقضایی سیستم کې د شفافیت د نشتوالې له امله هغوي خوشې کیږی ، تلوار په اړوندو ادارو غږ وکړ چې هغه مجرمین چې په قضايي ارګانونو کې تورن پیژندل کیږی، باید د خپلو عملونو سزا وګورئ ترڅو قانون پرټولو یوډول پلې شي.

 تلوار وايي سیمه ییز غیر مسوول وسلوال قوماندان عبدالمتین چې په متینک باندی په سیمه کې یادیږي د خلکو په وژنو،ربړونو او غلاو تورن دی، “نوموړی څوتنه میرمنو ته په نغوتې سره وویل ښه بیلګه ېې دغه میرمن ده چې خاوند يي ورته وژلې  څارنوالې اوقضايي ارګانونه دی په ریښتنې ډول پرته د وسیلو او واسطو کارونې نه مجرمینو ته سزا ورکړي.”  

په وروستیوکې د کندوز ښار په ګډون د ولسوالیو اولیری پرتو سیموکې د جنايی جرمنو کچه لوړه شویده، دوه اونۍ وړاندی د کندوز ښار په زړه کې په رڼا ورځ د ناپيژاندو وسلوالو لخوا یوتن پخوانې جهادی قوماندان میرزا علی ټنۍ  چې د لوی پکیتا د شوراء رئیس اوسولې عالې شوراء غړی ود موټرسپرو لخوا د تومانچې په ډزو سره ووژل شو،ویل کیږی یوشمیر غیرمسوول وسلوالو په دننه کې د یوشمیر کړیو لخوا ملاتړ کیږي، همدغه راز د یادونې ده چې د خان آباد ولسوالۍ کې  د قدرت لیږد پروسه بهرنیانو نه افغان لوری ته  تراوسه نه دی پلی شوی چارواکې ېې لامل په پروسه کې نه شمولیت په ګوته کوي.

همایون بابر

نیټه: ۱۴/۰۴/۲۰۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x