طالبان به لا مظبوط شي / محمدامین بسمل

لیکوال محمد امین بسمل

لیکوال محمد امین بسمل

لاندنۍ لیکنه دمی میاشتې په۲۳تمه مانا دوه اونۍ مخکې لیکل شوې خوما رسنیو ته دځینو باریکیو له سببه نه ورلېږله.

خوکوم څه چې ما لیکلي دادي هره ورځ هغې پېښې پخپلو سترګو وینو نو، ځکه مې نن د صبرکاسه لبرېزه شوه اودا لیکنه مې ستاسو خدمت ته وړاندې کړه له تاسو څخه هیله کوم، چې په ماکومه ټاپه ونه لګوئ، څه چې مالیکلي هغه یوپه بل پسې راروان دي الله ج دې موږته له دې ناورین څخه دخلاصون وس راکړي.

زما په ټولو افغانانو زړه خوږیږي، موږ دپردیو له لاسه تر دوو سپوږمو رسېدلي یو، خوتر ټولو دردوونکې خبره داده، چې دتل پاتې سولې، سوکالي، پرمختګ اوسرلوړي په ځای هسې دیو څو ورځو قدرت ته زړه ښه کوو.

خپلې لیکنې ته مو رابولم:

دطالبانو دمشرملا اخترمحمدمنصور له ترورڅخه وروسته ممکین دلاندنیو پېښو شاهدان واوسو:

۱ـ ترهرڅه لمړی به هغه طالبان چې له ملامحمدعمرمجاهد سره یې ځانګړې خواخوږي لرله او له ښاغلي منصور څخه خوابدي ښکارېدل دطالبانو په بیا یووالي کې فعاله ونډه واخلي ځکه، چې دښاغلي منصور دا ډول ترور ورته له زغمه بهر ښکاري.

۲ـ طالبان به په پاکستان نه یوازې نورهم بې باوره شي، بلکې خپلو مشرانوته به خوندي سیمې ولټوي او که دا کار یې ونه کړ نوبیا به ددوی په خودارادیت دخلګو شکونه راپیدا شي.

۳ـ طالبان به دخپل مشر دغچ اخیستلو اوخپل پوځي مورال دلالوړښودلو په موخه جګړې ته زور ورکړي او دخپل دښمن ملکي اهداف به په پوځي اهدافو کې شامل کړي داځکه، چې که امریکادخپلوګټو دښمنان په هر ځای کې ځپلی شي، له طالبانو څخه هم څوک داحق نشي اخیستلی.

شایدطالبان دولتي اوغیردولتي رسنۍ، دمقننه اوقضایه قوې منسوبین همدارازټولې هغه بهرنۍ رسنۍ، چې د طالبانو ضد خپرونې په مخ وړي هم پخپلوپوځي اهدافوکې ونیسي لکه دطلوع تلویزیون یې چې نیولی و.

داځکه چې طالبانو له پوځیانو دومره زیان نه دی لیدلی لکه دخپل دښمن له رسنیوڅخه له همدې کبله یې پخواهم څوځلې دبې پرېتوب خواته یادې رسنۍ وربللې وې.

۴ـ طالبان به له ناچاري څخه دسیمې له زورورو لکه چین او روس سره معامله وکړي، که طالبان له روس او چین سره کومې معاملې ته ورسېدل، کېدای شي ددوی لاس ته درنې او خطرناکې وسلې لکه د الوتکو د کشف او ویشتلو موډرن وسائیل ولوېږي ترڅودهوائي ځواک په تېره بیادبې پیلوټو الوتکو کیسه ورمفته کړي.

۵ـ دملااخترمحمد منصـور ترور له یوې خوا افغان اولس په امریکایانو مطلق بې باوره کړاو له بلې خوا د سیمه والو هم دخطراحساس زیات شو، له همدې کبله کېدای شي دسیمې په کچه نوي پرمختګونه رامینځ ته شي، چې دا به هم د طالبانوپه غښتلتیا کې بې اثره نه وي.

۶ـ له امریکا سره دپاکستان ناولې یارانې طالبانو ته دا خبرداری هم ورکړ، چې نور نو دفیل په غوږ کې خوبونه ونه کړي اوژر تر ژره خپل مخوراومهم مشران د پاکستان د کنترول له ساحې څخه وباسي، په دې اړوند خو ما دا څوکاله نارې ورته وهلې خو دوی خوبونه کول.

۷ـ له دې سره سره ، چې هند دکابل ادارې پلوی دی خودتپل شوې جګړې اونړیوالې لوبې په دې حساسه مرحله کې هند کولای شي له طالبانوسره ګوتې خوږې کړي، ترڅودخپل ګډ دښمن (پاکستان) چاره په ګډه وکړي البته دا به د دواړو خواوو په ګټه هم وي یاد لرئ، چې دښمن دښمن دی که هندو وي که مسلمان خو زموږ دا مسلمان ورور؟! (پاکستان) موږ ته له بل هر کافره زیات زیان رارسولی دی ځکه خو طالبان باید په دې باندې خپل سرونه سم خلاص کړي.

۸ـ داچې دایران اوامریکا پټه یارانه نوره هم مخ په رسوايي ده، کیدای شي په دې اړوند روس، چین، طالبان اوممکین هند ورسره یوځای کومه نوې لارغوره کړي.

۹ـ چین او هند ناچار دي، چې دامریکا له وېرې خپله ستونځه یوې خوا ته پرېږدي اوپاکستان په اقتصادي اوسیاسي لحاظ زمول کړي ترڅوپه سیمه کې دهر بهرني شیطان مخه ډب کړي.

۱۰ـ اسلامي نړۍ په تېره بیا دخلیج بډایه هیوادونه ورځ تربلې له امریکاڅخه وېره احساسوي له دې کبله د یوې نوې پوځي اواقتصادي اتحادیې رامینځ ته کېدل ممکین دي، چې کیدای شي روسان هم ورسره سر وښوروي ترڅو خپل بایللی برم او پخوانی موقعیت بیا ترلاسه کړي.

پورتني لس موارد هغه څه دي، چې پېښېدل یې ممکین دي او په رامینځ ته کېدو سره به یې طالبان لا زیات مظبوط شي.

درنو لوستونکو!

په پوځي اوسیاسي ډګرکې چې څومره مالومات زه لرم باورمووشه،چې دطالبانو غوندې زړور، سرښندونکي اونه تسلیمېدونکي خلګ ما ونه لیدل داځګه، چې دوی مهمه انګېزه لري دوی د کابل د اجیر اردو په ډول د میاشتني معاش لپاره نه جنګیږي.

خلګو فکر کاوه، چې که کوم وخت ملا محمد عمر مجاهد نه وي نو ممکین طالبان هم ورسره پوه پناه شي خو ومولیدل، چې دخپل رهبرله وفات یا ترور څخه وروسته دوی نه یوازې پوه پناه اوکمزوري نه شول، بلکې دیولړخپل منځي شکررنجیوسره سره د یرغلګرو او تاليڅټو په وړاندې نورهم ټینګ ودرېدل.

درۍ ورځې مخکې چې د دوی بزدل دښمن په خوراناځوانمردانه ډول ددوی مشرښاغلی منصور ترورکړ د دوی په صفوفواوپوځي محاظ کې هیڅ ډول وارخطايي او په شاتګ ونه لیدل شو، مالومیږي چې دوی به په بیړه، بې له ځنډه اوبې له کومې ستونځې د خپل نوي مشرپه ټاکلوسلا شي.

راځم څوحقوقي پوښتنوته، چې زه یې دحقوقو دیو شاګرد اوکشر مستنطق په حیث دسپینې ماڼۍ له واکمنانو څخه کوم:

ــ کله، چې د اوباما مرستیال جوبایډن طالبان خپل دښمنان نه بولې نوبیا اوباما خپلو بدماشانو ته دکوم معنوي جواز له مخې دغیردښمن کس د ترور امر ورکړ؟

ــ آیا تاسو نه شوای کولای، چې د یوې څرخکې په مرسته ښاعلی منصور محاصره اوبیا روغ رمټ ونیسئ ترڅو مهم رازونه ورڅخه وسپڼئ؟

ــ که تاسو ښاغلی منصور دسولې په مخ کې خنډ باله نوتاسې او ستاسو مقدسات، چې تاسو پخپله سولې ته ژمن یاست؟

ــ که تاسو په رښتیا سولې ته ژمن یاست نوبیا ولې طالب خوځښت د ترهې اوفشارله لارې یوې مبهمې او نمایشي سولې ته اړباسئ؟

پوښتنې مې ډېري دي خو دیوې ځواب هم نشئ راکولای بس په دې هیله چې ژر تر ژره خپلې پښې سپکې کړئ.

خپلو درنو افغان خویندو او وروڼو ته لمن نیسم، چې یو او بل وزغمي او په ګډه دخپل ګډ دښمن مخ ور تور کړي.

نن چې دمی میاشتې ۵ مه نېټه ده نیت مې وکړچې خپله لیکنه د رسنیو له لارې تاسو درنو لوستونکو ته ورسوم دا په داسې حال کې، چې دسلما دبند پرونۍ پرانیستنې ډېر خوښ او باوري کړی یم، چې ان شاء الله ټول افغانان به دخپل زخمي، تاریخي اوګران هیواد د سوکالي په موخه له ننني ناورین څخه دخلاصون لپاره یواوبل په غېږ کې ونیسي.

دافغانانو دیووالي او ګران افغانستان دخپلواکي په هیله

۲۳ـ۰۵ـ۲۰۱۶

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

امین بسمل صاحب کور دی ودان ویریږه مه څوک هم درباندی غلطی ټاپی نشی لګولی ځکه دهری لیکنی دی ښکاریږی چی وطن دوسته نیت په خیر حق بینه او کلک مسلمان یی نو که په داسی خلکو څوک بد ګمان کوی هغوی به خپله دغرض اشخاص وی۰ درناوی

محمدامین بسمل
میلمه
محمدامین بسمل

محترم احمد ورور اوټولو درنو لوستونکوته سلامونه، درناوی او دمبارکې روژې مبارکي وایم، له رب العزت څخه تاسو ټولو ته دعبادتونوتوفیق، صبر، شفقت، محبت اوزړه سوي هیله کوم، تر څو په دې دردوونکو حالاتو کې مسکینانوته لاس ورکړئ.
داحمد ورور او نورو درنو هیوادوالو له نېکو تبصرو څخه تل منندوی یم تاسو هر وخت زه دې ته هڅولی یم څو نور هم په مخ ولاړ شم او هرډول ترخه حقایق بې له کومې وېرې درنو هیوادوالو ته ورسوم.
کور مو آباد الله ج مو ونازوه
بسمل