افغانستان

امریکايي خبریال د خپل ژباړن سره د ملي اردو په موټر کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د «ډیوډ ګلکي» په نامه د امریکا د ملي راډیو خبریال او ژباړن یې «ذبیح الله تمنا» په هلمند کې د طالبانو په یوه برید کې وژل شوي.

د امریکايي رسنیو او امریکايي پوځ په حواله دغه امریکايي خبریال او ملګري یې هغه مهال د طالبانو د یوه ناڅاپي برید سره مخ شول کله چې دوی د ملي اردو په یوه موټر کې سپاره وه.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند شکیل احمد تسل رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې امریکايي خبریال «ډیوډ ګلکي» د لښکرګاه او مرجه ترمنځ د ملي اردو په یوه کاروان کې په سفر بوخت وه، چې د طالبانو پر یوه کمین برابر شول، او د دوی همفي ډوله موټر د هشتادو په مرمۍ ولګېد.

نوموړي وویل، د امریکايي خبریال او ژباړن تر څنګ د ملي اردو یو بل موټر چلونکی سرتیری هم وژل شوی دی.

امریکايي خبریال «ډیوډ ګلکي» په انځوریز ژورنالیزم کې یو شمېر نړیوالي جایزې هم تر لاسه کړي وي، هغه په عراق او ځینو نورو جګړه ځپلو هیوادونو کې انځورګري کړې وه.

«ډیوډ ګلکي» د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق سره
«ډیوډ ګلکي» د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق سره

د ډیوډ ګلکي سره د د وژل شوي افغان ژورنالیست نوم ذبیح الله تمنا ښودل شوی، عمر یې ۳۸ کاله او د دندې په اړه یې ویل شوي چې د ګلکي سره یې د همکار او ژباړن په توګه دنده ترسره کوله.

اوس مهال ډیوډ ګلکي د ان پي ار (NPR) ملي راډیو لپاره په کار بوخت وه او د خپلو دوه نورو بهرنیو خبریالانو په ګډون یې غوښتل چې د هلمند د وروستیو جګړو په اړه راپورونه چمتو کړي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د ټام باومن او مونیکا په نامه دوه نور امریکايي خبریالان د طالبانو د کمین څخه روغ وتلي.

د امریکا د ملي راډیو (NPR) مرستیال مشر رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې د نوموړي پر مرګ خواشیني ښودلې او ویلي چې هغه د یولسم سپتمبر له پيښي وروسته په افغانستان کې د جګړې په اړه راپورونه چمتو کول.

په دې وروستیو کې د هلمند په مختلفو برخو کې جګړو زور اخیستی چې له امله یې د دغه نا امنه ولایت په ځینو ولسوالیو کې لسګونه پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلي او د ولسوالیو ترمنځ د امنیتي ځواکونو لپاره تګ راتګ ګواښمن شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکمتیار

دا وژنی خو اوس عادی شوی ، جنګ کی حلوا نه ویشل کیږی ، هغوی چه پلید او هغوی چه سپیڅلی هدف لری په جنګ کی دی د پلید هدف لرونکی چه قربانیو ته اماده ګی ولری د سپیڅلی هدف لرونکی خو په څوخلی زیات د قربانیو لیوالتیا او وړتیا او اړتیا لری . له هیتلره چا پوشتنه کړی وه ، چه د اروپایی هیوادونو په نیولو کی دی څوک ښه او څوک بدی ایسل ، هغه ورته ځواب ورکړو ، هغوی چه زما سره ییی د خبلی خاوری ، خلکو او خپلواکی د پاره چنک کولو هغه می خوش… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x