افغانستان

د وردګو شهیدان د امریکايي تبلیغاتو قرباني شول

blackwater

طالبانو د وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ هغه پیښه د امریکایانو یو بل جنایت بللی د کومې په نتیجه کې چې ۸ تنه ولسي وګړي شهیدان او ۲۴ نور ټپیان شول. 

ذبیح الله مجاهد دا پیښه د امریکایانو او “کورنیو ډالر واخله مزدورانو” کار بللی چې غواړي په دې جنایت سره د کونړ له تازه جنایت څخه د خلکو انظار او افکار بل لوري ته واړوي او د طالبانو په وړاندې ترې تبلیغاتي استفاده وکړي.

مجاهد په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي:

“دغه پيښه پخپل نوعيت کې کومه نوي پيښه نه ده بلکې په دالس کاله کې هرځل چې بهرني او کورني دښمنان له شرمساري او لوي ولسۍ قهر او غبرګون سره مخ شوي همداسې ناموجه انفجارونه يې کړي او زموږ عام هیوادوال يې صرف دتبليغاتو دمخ اړولو په منظور شهيدان کړي ، ملکي موټروته يې په لويو لاروکې ماينونه ښخ کړي او هدفي انفجارات يې رامنځته کړی، ياده پيښه د کنړ له وروستۍ جنايت نه دعامه افکارو په بل خوا اړولو لپاره ترسره شوي”.

ښاغلي مجاهد په هیوادوالو غږ کړی چې د امریکایانو داسې “مکاریو” ته ځیر واوسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x