ورزش

ویسټ انډیز له استرالیا څخه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د دریو هیوادونو تر منځ د کرکټ سیالیو دوهمه لوبه د استرالیا او ویسټ انډیز ترمنځه وه چې دغې لوبې کې استرالیا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۶ ویکټو او ۱۴۶ توپونو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د استرالیا لوبډلې وګټله او د توپ اچونې غوره پریکړه يي وکړه. د ویسټ انډیز لوبډلې توپ وهوونکي د استرالیايي توپ اچوونکو په وړاندې مقاومت ونشو کړی او په ډیرو لږو منډو يي خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

د ویسټ انډیز لوبډلې د توپ وهوونکو خرابې توپ وهنې له امله په ۳۲.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۱۶ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره چارلس په ۴۰ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۲ او براتویټ په ۴۸ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د استرالیا لوبډلې لپاره لیون او زامپا درې درې ویکټو اخیستلو سره ښه وځلیدل. سټارک دوه او میکسویل یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې استرالیا ټاکل شوی هدف د وارنر نیمه سلیزې په مرسته په ۲۵.۴ اورونو کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

د استرالیا لوبډلې لپاره وارنر تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. وارنر په ۵۵ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۵ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره نراین دوه او بېن او هولډر یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x