افغانستان

طالبانو په کونړ کې په ملکي وګړو بمباري په کلکه وغندله

AIR-STRIKE-KILLS-CHILDREN

طالبانو د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د هغو ملکي وګړو شهادت په کلکه غندلی چې وړمه ورځ د امریکایانو او افغاني عسکرو د بمبارۍ او مخامخ ډزو په نتیجه کې په شهادت رسیدلي.

په یاده پیښه کې د ښځو، ماشومانو، او سپین ږیرو په ګډون ۲۲ ملکي وګړي شهیدان شوي.

راپورونه وايي چې په ۲۲ شهیدانو کې ۱۵ تنه د یوه کور غړي دي او پاتې نور د مختلفو کورو څخه دي.

خو (سوله ساتي ځواکونه) یوازې د ۱۱ تنو شهادت مني او زیاتوي چې د طالبانو دوه قومندانان ئې شهیدان کړي دي.

کرزي هم د پیښې په اړه د پلټنو امر کړی خو په عین حال کې ئې په یاده پیښه کې طالبان ګرم بللي چې د ده په وینا له ملکي سیمو څخه په امریکایانو حملې کوي.

خو دلته دا پوښتنه پیدا کیږي چې که چیرې کرزي ته تراوسه د پیښې په اړه بشپړ معلومات نه وي نو بیا په کوم دلیل ادعا کوي چې طالبانو له ملکي سیمو څخه د سپر کار اخیستي. دغه راز کرزي دا هم نه دي ویلي چې امریکایانو په ملکي سیمو کې څه غوښتل څو د طالبانو تر برید لاندې راشي.

طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې په ټولو بشري سازمانونو او مطبوعاتو غږ کړی چې د کورنیو او بهرنیو عسکرو د جنایاتو په وړاندې خپل مسئولیت رفع کړي او لر تر لږه په وړاندې ئې شفاهي غبرګون وښيي.

دا اعلامیه نن ټکی آسیا ته هم رارسیدلی چې دا ده کټ مټ ئې نشر ته سپارو:

——–

په کونړکي دعام وژنې په اړه داسلامي امارت غبرګون

په ډیري خواشینۍ سره موخبرترلاسه کړچي د کونړولايت د شيګل ولسوالۍ شلتن دره کي داشغالګرو او ګوډاګيوعسکرو دبمبار او مخامخ ډزوله امله دوه ویشت (۲۲) تنه ملکي وګړي چې زيات يې ښځي اوماشومان دي شهيدان شوي دي.نیواکګروځواکونواوکورنیواجیرانویې غوښتل چي په یاده شوې سیمه کي دمجاهدینودځپني په موخه عملیات وکړي خوکله چي دمجاهدینودغښتلي مقاومت په ترڅ کي ددرانه ځاني زیان سره مخامخ شول دخپل معمول سره سم یې دغچ په دود په ملکي کورونو درنه اوړنده بمباري پیل کړه چي له امله یې دملکي ۳ کورونه بشپړ ويجاړ او ډير کورونه زیانمن شوي دي او د (۱۳) ماشومانو په ګډون (۲۲) تنه ښځې او سپين ږيري پکې شهيدان شول .انالله واناالیه راجعون
خلګوخپل شهيدان دولسوالۍ بازار ته داعتراض په توګه يوړل چي نړیوالوته دافغان مظلوم ولس مظلومیت اونړیوالوپراختیاغوښتونکواوکورنیوتالي څټوظلم اوبربریت وښیې ،خو دګوډاګيوعسکروله خوايې دټوپک په شپېلۍ مخه ونيول شوه، اوپه مخامخ ډزوکي یې ولسي خلګوته نوره مرګ ژوبله هم واوښتله .
موږله ټولوازادو ټولنو،بشري سازمانونواومطبوعاتي ارګانونوڅخه غواړوچي دخپل مسؤلیت له مخي دهیوادپه لراوبرکي دیرغلګرواودکابل رژیم داردو،پولیسواواربکیانوپه نوم دروانوجنایاتو په اړه اوږدسکوت مات کړي ،تاسي چي دبې طرفۍ اودولس دسوکالۍ ښکلي شعارونه تکراروئ بایدپه عملي توګه یې ولس اونړیوالوته وړاندي کړئ ،که رشتیاغواړئ چي ولس مودخپلوخواخوږوپه صفت وپیژني همدایې ډیرښه فرصت دی چي دولس سره دیرغلګرواوکابل ادارې پر ظلم سترګي پټي نه کړئ اقلایوتحریري غبرګون خویې په اړه وښيئ !
دافغانستان اسلامي امارت دنیواکګروځواکونواودکرزي دمنفوررژیم پورته ذکرشوی نه بخښونکی جنایت په تر ټولو سختو الفاظوسره غندي اوخپل مظلوم ولس ته ډاډ ورکوي چي ستاسي دشهیدوتورسریو،بوډاګانواوماشومانوغچ به دکورنیومزدورانواوبهرنیوتاړاکګروڅخه اخلي ،اسلامي امارت له خپل ولس سره په دې غم کي ځان شریک ګڼي اوله سترڅښتن جل جلاله څخه صبر،استقامت اوشهیدانوته دجنت عالي مقامونه غواړي .

دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۴/۵/۲۶ هـ ق
۱۳۹۲/۱/۱۸ هـ ش ــ 2013/4/8

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x