افغانستان

لوی څارنوال: د هېواد په ګڼو سيمو کې خلک خپلې قضيې د طالبانو محکمو ته وروړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان لوی څارنوال فريد حميدي وايي، چې افغان ولس اوس هم له اداري فساده سر ټکوي، «فساد او درغلي له ترهګرۍ هم ناوړه دښمن دی.»

لوی څارنوال په کابل کې رسنيو ته وويل، په ګڼو هغو سيمو کې چې د حکومت واک دی هم خلک خپلې دعوې د طالبانو محکمو ته وروړي.

ښاغلي حميدي وويل، چې په ټولو ادارو، په ځانګړې توګه قضايي ارګان کې لوړپوړي چارواکي په پراخ اداري فساد کې ښکېل دي او افغان ولس پر قضايي ارګانونو خپل باور له لاسه ورکړی دی.

نوموړی وايي، چې فساد يو پيچلی جرم دی او په پټو لارو تر سره کيږي.

لوی څارنوال دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې وړمه ورځ د لويې څارنوالۍ وياند عبدالله عطايي رسنيو ته ويلي و، چې د دې ادارې شپېته کارکوونکي يې د اداري فساد په تور نيولي دي.

د اداري فساد ضد مبارزين وايي، چې قضايي ارګان او نورو ادارو کې لوړپوړي او ټيټ پوړي چارواکي په اداري فساد کې ښکېل دي، مګر د درغلۍ په تور يوازې ټيټ پوړي چارواکي نيول کيږي.

له دې وړاندې د ايسا خپلواکې ادارې، بهرنيو چارو او کورنيو چارو وزارتونو په اړه هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې اداري فساد په کې ډېر دی او ډېری ګومارنې په کې په قومي او ژبني بنسټ شوي دي.

همدا رنګه د ملي اردو په ليکو کې هم د مافيايي کړيو او اداري فساد په اړه وخت په وخت راپورونه ورکول کيږي.

د اداري چارو څارونکي وايي، چې تر څو حکومت د اداري فساد پر ضد يو خپلواک ميکانيزم نه وي جوړ کړی، د څو مامورينو په نيولو فساد له منځه نه ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

وایی ( دا یی غور دی مخ یی لابل دی ) ، فساد خپله د دموکراسی قیمتی محصول دی ، په ټاکنو کی درغلی د دموکراسی اصول دی چه خپل غلام ګټونکی کړی او که دواړه یی غلامان وی لکه د ع او غ په شان یی د ملی وحدت په نوم انتسابی ټاکی او د خلکو رایوی ډیرانو ته غورځوی ، دا چه خلک د حکومت د واک لاندی سیمو کی طالبانو ته خپلی ستونزی وړی ، فساد یی یواځنی دلیل نه دی بلکه طالبان یی په اسلامی او د کابل قاضیان یی په دموکراتیکو قوانینو حلوی کوم چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x