
سوریه کې درې ایراني قومندانان وژل شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د سوریې په حلب ښار کې د ايران د سپاه پاسدران دوه غړي قدرت عبدياني او مرتضی مسيب زاده وژل شوي دي.
ایران چې په سوریه کې د بشار الاسد په ملاتړ جنګیږي، اوسمهال یې سلګونه عسکر او قومندانان په دغه هېواد کې وژل شوي دي.
د يادو دوو افسرانو سربېره نړیوالې رسنۍ وايي چې د سوريي په سويلي حلب ښار کې د ايران د سپاه پاسدران بل قومندان رضا رستمي مقدم هم وژل شوی دی.
رضا رستمي مقدم لرستان کې د سپاه پاسدران قومندان پاتې شوی .
دا په داسې حال کې چې يوازې تېره مياشت د حلب په خان طومان سيمه کې د ايران د سپاه پاسدران ۱۵ غړي وژل شوي وو.
حلب چې د سوريي له لويو ښارونو شمېرل کيږي واک يې د بشارالاسد او نوموړي د مخالفينو تر منځ وېشل شوی.